زده کوونکي موبایل ته تر غذا ترجېح ورکوي!

د امریکا د بوفالو ایالت پوهنتون څېړونکي ډلي موندلې، چي ځیني زده کوونکي ترهغه وخته خواړه نه خوري، چي سمارټ فون ورسره نه؛ ياهم لېري وي. 

څېړونکو ويلي، له دې څخه دا ثابتيږي، چي نوی نسل ټلیفون ته تر خواړو ترجېح ورکوي او احتمالاً د موبايل معتادین دي.

دغه نوې څېړنه له ۱۸ تر ۲۲ کلنۍ پوري پر ۷۶ زده کوونکو ترسره شوه، چي د څېړني په لړ کي زده کوونکي د ۳ ساعتونو لپاره له غذا محروم شول او له دوی څخه د موبایلونو اخیستلو بهیر هم مخکي ترسره شو؛ وروسته معلومه شوه، چي دغو زده کوونکو وکولای شول يوازي ۲ ساعته له خپل موبايل پرته تېر کړي.

د يادو ساعتونو په جریان کي زده کوونکو کولای شول، ورځپاڼه يا کوم بل څه ولولي؛ دغه راز کمپیوټري دنده ترسره کړي، ترڅو د ۱۰۰ کالوري درلودونکي خواړو ته لاسرسی ومومي او له موبایل څخه استفاده لږ کړي. د څېړني پرمهال دوی د خپلو خواړو یا موبایلونو د بیرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه، خو بریالي نه شول او ددغو دواړو سره د یوځای کېدلو لپاره کار ته آړتیا وه.