هغه کس چي د بُزې سره واده ته مجبور شو!

يو سوډانی د بُزې سره د ناوړه جنسي عمل له امله هغې سره واده ته مجبور شو.

د راپورونو له مخي، يو سوډانی، چي پر بُزې د جنسي تېري په تور نیول شوی و، وروسته په ۵زره سوډاني دينارو جريمې محکوم شو.

ځايي چارواکو ويلي، دغه کس ټاکلې جريمه هم نه شوای آداء کولای او بل د مخورو شورا د پرېکړي په آساس هغې بُزې سره په واده کولو مجبور شو.

سوډانۍ محکمې ويلي، ځکه يې دا پرېکړه وکړه، چي د نيل شمالي آيالت د سپين ږيرو شورا ويلي وه، دغه کس بُزه خپله مېرمنه ګڼله؛ ځکه نو بايد ۵زره سوډاني ديناره د مهريه ورکړي او هم هغې بُزې سره واده وکړي.

د اسلام ستر پېغمبر او د بشريت ستر لارښود حضرت رسول آکرم (صلی الله علیه وسلم) په دې آړه فرمايلي دي:
«مَلعُونٌ مَن نَکَحَ بَهِیمَهً.»
«پرهغه چا د الله تعالی لعنت دی، چي د حيوان سره جماع کوي.»
الکافى (ج ۵، ص ۵۴۱، ح ۵)