آیا پوهېږﺉ؟

 ۱:- آیا پوهېږئ، چي د نړۍ نفوس به تر راتلونکو ٥٠ کلونو پوري له ٩ میلیارد تنو څخه زیات شي؟

۲:- آیا پوهېږﺉ، چي په شمالي ټوکیو کي ترټولو پخوانۍ ودانۍ ٥٠زره کلنه ده؟

۳:- آیا پوهېږئ، چې د شمسي نظام ټولي سیارې له لوېدیځ څخه ختیځ ته تغیر کوي، خو ناهید سیاره له ختیځ څخه لوېدیځ ته مدار ګرځوي؟

۴:- آیا پوهېږﺉ، چي د امریکا د خلکو غوره خواړه پیزا دي او دوی هره ورځ په اوسط ډول ٧٣زره مربع متره پیزا خوري؟

۵:- آیا پوهېږئ، چي د امریکا هوایي شرکت د سلاد څخه د یوه زیتون په لېري کولو سره في مسافر ٤٠زره امریکايي ډالره سپموي؟

۶:- آیا پوهېږئ، چي چینایان له امریکایانو څخه ډېر په انګلیسي پوهېږي؟

۷:- آیا پوهېږئ، چي د نړۍ ترټولو لنډه جګړه د نازیانو او انګلستان ترمنځ ٣٨ دقیقې وه؟ ۸:- آیا پوهېږئ، هغه ډبره چي په خوپوس مصري اهرامونو کي کار شوې؛ دومره لویه ده، چي ممکن د نړۍ په کچه ٥٠ سانتي متره د خښتو لوړ دېوال جوړ کړي؟

۹:- آیا پوهېږئ، چي یوه کس په ١٧٨٣م کال کي د خپلي لومړۍ آلوتني لپاره د بالونونو په واسطه ٨ کیلومتره سفر کړی و؟

۱۰:- آیا پوهېږئ، چي د مځکي سطح ٥١٥ میلیونه کیلومتره ده؟

۱۱:- آیا پوهېږئ، چي د کهکشان ګړندۍ لاره ١٠٠ میلیونه یا له دې څخه ډېر ستوري لري؟ ۱۲:- آیا پوهېږﺉ، چي زهره ترټولو ګرمه سیاره ده، چي د تودوخي زیاتوالی يې ٤٦٢ درجو ته رسېږي؟

۱۳:- آیا پوهېږئ، چي د اوبو په یوه څاڅکي کي ٣٣ میلیارده الیکترونونه شتون لري؟

۱۴:- آیا پوهېږئ، چي ټنبل انسان آن د ٣ کلونو لپاره پر خوب کولو قادر دی؟

۱۵:- آیا پوهېږئ، چي په انګلېسي کي ترټولو لنډه جمله کومه ده؛ هغه جمله I am ده؟

۱۶:- آیا داسي حیوان پېژنئ، چي سترګي یې تر ماغزو غټي وي؛ هغه شُترمرغ دی؟

۱۷:- آیا پوهېږئ، چي سپی تر ١٠٠ لږ بېلابېل ږغونه تولیدوي، خو پیشوګاني بیا تر ١٠٠ ډېر مختلف ډوله ږغونه تولیدوي؟

۱۸:- آیا پوهېږئ، چي فیلان یوازني حيوانات دي، چي نه شي ځغستلای؟

۱۹:- آیا پوهېږئ، چي نقره {سپین_زر} کولای شي ٦٥٠ ډوله جراثیم ووژني او یو قوي ضد میکروب وژونکی معدن دی؟

۲۰:- آیا پوهېږﺉ، چي هره ورځ په نړۍ کي په ایډز ناروغۍ ١٤زره کسان آخته کېږي؟

۲۱:- آیا پوهېږﺉ، چي د انسان په بدن کي ترټولو سخته، کلکه او مقاومه عضله ژبه ده؟

۲۲:- آیا پوهېږﺉ، چي د څنګلو د پوستکي لایه په هرو ١٠ ورځو کي بدلیږي؟

۲۳:- آیا پوهېږﺉ، چي د زرافه په نوم جګغاړی حیوان په حنجره کي هیڅ ږغیز تار نه لري او ګونګی دی؟

۲۴:- آیا پوهېږﺉ، چي قرمز ماهی چي کله تیاره کیږي؛ رنګ آړوي او سپینيږي؟

۲۵:- آیا پوهېږئ، چي شات یوازني خواړه دي، چي له تخریب څخه پاک دي؟