د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (نۍ/شنبه) 

جيونيوز: ټوېټر د (Safe DM) په نوم نوی آپشن رامنځ ته کړ؛ Safe DM به ټوېټر کې څه دنده لري؟ 
ټولنيزې رسنۍ ټوېټر تېره ورځ د Safe DM په نوم نوې ځانګړنه يا آپشن زيات کړ. دغه ځانګړنه کولی شي، چې په ټوېټر پغامونه محدود کړي. 

د Safe DM سره به د ټوېټر کارونکي وکولی شي چې په پيغام يا مېسېج کې هغه انځورنه بلاک او له منځه يوسي، چې مېسېج يا پيغام اخېستونکی يې نه غواړي. 

د ټوېټر مسوولين وايي چې Safe DM ۹۹ سلنه کار کوي، او د ټوېټر کارونکي کولی شي، چې د Safe DM په زياتولو سره خپل مېسېجونه په خپلې خوښې برابر کړي او د هغه انځورنو مخه ونېسي چې دوی يې نه غواړي. 

۲- شعيب مالک: غواړم ثابت قدمه پاتې شم 
 مشهور پاکستانۍ لوبغاړی شعيب مالک وايي چې د پاکستان په سوپر ليګ کې به له ځان وړتيا وښيي او ثبات قدمه لوبغاړی به پاتې شي. 

مالک چې د پاکستان په کرېکټ تيم کې ال روانډر لوبغاړی دی ويلي دي چې په ټولو خپلو لوبو کې ښه لوبې تر سره کړي دي او د روان کال پاکستان په سوپر ليګ کې به د تېر په څېر او له تېر هم غوره پاتې شي. 

نوموړي زياته کړې، "په ټولو لوبو کې ښه لوبېدلی  يم، د پاکستان ۲۰۲۰ سوپر ليګ زمونږ خپل ليګ دی، نو دلته بايد خپلې وړتياوې وښيم." 

نوموړی اته دېرش کاله عمر لري او ويلي دي چې هر کله يې د کرېکټ او پاکستان د اصولو اړوند عمر د تقاعد حد ته ورسيږي نو له کرېکټ به لاس په سر شي. 

اسوشيټېډ پرېس: امريکايان افغانستان کې له طالبانو سره سوله کوي خو داعش او نورو ډلو پر وړاندې جګړه 
د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون هوکړې  ته نېږدې شوی دی او ويل کيږي چې ښايي د همدې روانې فيبرورۍ مياشتې په ۲۹ نېټه لاسليک شي. 

امريکايي سرچينو اسوشيټېډ پرېس ويلي دي چې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې تړن پر اساس به اووه ورځنی اوربند يا د تاوتريخوالي کمولو پيل کيږي، د اتلسو مياشتو دننه امريکايي ځواکونه له افغانستان وځي او  د لسو ورځو په موده کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې پيليږي. 

يادې سرچينې دا هم ويلي دي چې د طالبانو او امريکايانو د سولې هوکړه په لاسليک سره به امريکا د داعش او افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو پر وړاندې جګړه جاري ساتي. 

د القاعده، داعش او نورو وسله والو ډلو تر څنګ به امريکا په افغانستان کې خپل استخباراتي ماموريت هم  جاري ساتی. 

رشیه ټوډې: انګلستان کې د محکمې پرېکړه؛ له دې وروسته مسلمانان  په اسلامي قانون واده نه شي کولی 
د انګستان يوې محکمې پرېکړه کړې ده چې د دغه هېواد مسلمان وګړي نه شي وکولی چې په اسلامي شريعت واده وکړي. محکمې ويلي دي چې په اسلامي شريعت کې ښځه نه شي کولی چې طلاق واخلي او په همدې اساس بايد داسې وادونه چې ښشځه په کې  طلاق نه شي اخېستلی په دې هېواد کې بند شي. 

په اسلامي نکاح سره انګلستان کې واده کول بند او مسلمانان يې اړ کړي دي چې بايد د انګريز قانون اړوند نکاحونه سره وتړي. انګلستان کې مسلمان فعالان وايي چې دا ډول پرېکړه د مسلمانانو د حقونو پر وړاندې زياتی دی. 

له دې وړاندې په يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو لکه ډنمارک، فرانسې او نورو کې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د مسلمانو ميرمنو پر وړاندې محدويتونه ډېر شوي وو. په يادو هېوادونو کې مسلمانانې له حجاب اغوستلو منع شوې وې. 

الجزيره: له چين وراېخوا؛ نايجريا کې د ( Lassa) په نوم تبه خپره شوې او ۷۰ کسان وژلي 
د افريقا وچې په نايجريا هېواد کې د  Lassa په نوم د تبې ناروغي لګېدلې ده چې تر اوسه ۷۰ کسان وژلي دي او په سلګونه نور  پرې ککړ شوي دي. 

د نايجريا هېواد د روغتيا ملي ادارې ويلي دي چې د دغه هېواد په درېيو ايالتو کې تېره اوونۍ د  Lassa تبې د مړينې لس نوې پېښې ثبت شوې دي. 

 Lassa تبه د غذايي موادو او د کور د وسايلو لکه بسترو له لارې له ناروغ کس په اسانۍ روغ کس ته ځي. 

هغه کسان چې په  Lassa تبه اخته شي، خوله کې يې زخمونه پيدا کيږي، پښتورګي، زړه او سږي يې درد کوي، د عضلو په درد اخته کيږي او همدا ډول له سختې سر دردۍ کړيږي. 

سکای نيوز: د نړۍ تر ټولو ستره مسافري الوتکه 
د الوتکو جوړونکي امريکايي بوينګ شرکت د مسافرو د لېږد تر ټولو ستره الوتکه جوړه کړې ده. دغه الوتکې ته  777X نوم ورکړل شوی دی. 

 777X الوتکه ۷۰ متره اوږدوالی لري او له ۴۰۰ ډېرې د مسافرو لپاره څوکۍ يا سېټونه لري. بوينګ شرکت درې ځلې د دغه الوتکې ازميښتي الوتنې تر سره چې په درېيم ځل يې بريالۍ الوتنه وکړه. 

د 777X رسمي نوم  777-9 ټاکل شوی دی.  777-9 څلور ساعتونه په هوا کې تېر کړل او بيا په بريالتوب سره په ځمکه کېنستله.  777-9 دوه ماشينونه يا انجېنز لري. 

دغه مسافري الوتکه ۴۴۲ مېلېونه امريکايي ډالر بيه لري او ټاکل شوې ده چې د يو څه نورو ځانګړونو په زياتولو سره به د ۲۰۲۱ز کال کې چوپړ ته وړاندې شي. 

رويټرز: ساينس پوهان: د ۷ مېلېونه کاله وړاندې  شمشتي چې نېږدې يو نيم ټن وزن لري پاتې شوني يې موندلي دي 
لوېديځو ساينس پوهانو ويلي دي چې د سويلي امريکا په وينزويلا کې يې شااوخوا د اووه مېلېونه کاله پخوا يو کشپ يا شمشتي پاتې شوني موندلې دي. 

د دغه ساينس پوهانو په څېړونو کې ويل شوي دې چې دغه شمشتی ۱،۲۵ ټنه وزن، څلور متره اوږدالی درلود چې نېږدې د يو موټر په اندازه وو. 

د دوی په وينا چې دغه شمشتی پاتې شوني په ګوته کوي چې ياد شمشتی د نړۍ تر ټولو ستر شمشتی وو چې د ډېناسورانو د وخت وروسته موده کې ژوند کړی.