د راډیو د نړیوالې ورځې په پلمه

سولې پیغام راډیو انکشاف کړی
د سولې پیغام راډیو ۱۷ کاله مخکې (٢٠٠٣ میلادي کال په نيمايي کې) په لومړي ځل په خوست کې د سولې پيغام راډيو په  نوم خپلواکه ناپييلي راډيو جوړه  او تاسيس شوه.
د سولې پيغام راډيو په تاسيس سره د خوست او د خوست خوا اوشا سيمو اوسيدونکو په لومړي ځل پر اف ام  څپه چې تر دې وړاندې يي د شڼا يا د شور موج باله دراډیو غږ واوریده.

سولې پيغام راډيو په خپل وار سره د خلکو پر سياسي، ټولنيز ،اقتصادي او فرهنګي  ژوندانه ژور اغيز وکړ، خلکو له سولې پيغام راډيو سره زړونه  وتړل او دا راډيو يي خپله راډيو وبلله.

د راډيو.د تاسيس پرمهال د بيلابيلو دولتي او نا دولتي ادارو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو، ښځو ، دوکاندارانو، سوداګرو، زده کوونکو، ښوونکو، بزګرانو، کسبګرو، او د ټولنې د بيلا بيلو ډلو او قشرونو لخوا  په سلګونو او زرګونو  د مبارکۍ لیکلي پيغامونه راډيو ته را ورسيدل.

سولې پیغام راډیو د خوست او خوا و شا سیمو اوسیدونکي، دولتي مامورین، ځوانان او ... له بیان ازادۍ سره اشنا کړل، داسې ډیر ځله شوې چې سولې پیغام راډیو کوم انتقادي خبرو ګزارش او یا خپرونه نشر کړي دي، خلک یې حیران کړي، دوی فکر کاوه چې د دا ډول راپورونو په خپرولو سره به د راډیو مسوول او خبریالان حکومت بندیان کړي او حکومت هم په وار وار غبرګون ښودلی، پر راډیو یې فشار راوړی چې د انتقادي او پر حقاقو ولاړو راپورونو او خپرونو له خپریدا ډډه وکړو خو موږ ورسره د قانون په چوکاټ کې منطقي بحثونه کړي او دوی مو په افغانستان کې د نوې راټوکیدلې ولسواکۍ له اساساتو او  بیان ازادۍ له حقه خبر کړي او په ډیرو مواردو کې مو قناعت ورکړی.

 سولې پیغام راډیو د خپلو ببلابیلو خپرونو له لارې د خلکو سياسي، ملي او معنوي شعور وغوړاوه، خلک يي د ډيرو مهمو ستونزو په حل کې د تصميم نيولو جوګه کړل او په سلوک کې تغیر راغی.

سولې پیغام راډیو په درست افغانستان کې پنځمه او د جنوب شرق زون په شپږو ولایتونو کې لومړنۍ خپلواکه خصوصي راډيو ده چې د منظم او مسلکي بزنس پلان په درلودلو سره یې نه یوازې له رکود او سکوته ځان ساتلی بلکې تداوم او انکساف یې هم کړی او خوست کې یې نورو ډیرو خصوصي راډیوګانو ته د تاسیس زمینه برابره کړه.

سولې پیغام راډیو په تخنیکي برخه کې له یوې وړې سټوډیو او ورکوټي 50 W ترانسمیتر او د 15 مترو په لوړوالي پایې څخه دا مهال 2000 W ترانسمیتر، 60 متره پایې، په کابل او خوست کې د 6 مجهزو سټوډیوګانو او نورو سټنډرډ وسایلو پورې انکشاف کړی دی.
د سولې پيغام راډیو اوریدونکي له 80000 (اتیا زره) څخه 8000000 (اته میلیونه) ته رسیدلي دي، دا مهال د سولې پیغام راډيو نشرات په ټول خوست، د پکتیا او پکتیکا ولایتونو په زیات شمیر ولسوالیو، کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګواو لوګر کې اوریدل کیږي. 

د سولې پيغام راډيو مدیریتي او رهبري ډلې او کارمندانو په بیلابیلو برخو کې، هم د راډيو د ننه د کار په جریان کې ډیرې تجربې تر لاسه کړې دي او هم مرکز کابل کې په لسګونو ورکشاپونو کې روزل شوي دي.

د سولې پيغام راډيو ټول پرسونل د نشراتو په بیلابیلو برخو لکه تعلیمي، سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، هنري، سپورت او نورو برخو کې د خبر، ګزارش، ګردیو میزونو، مرکو، مناظرو (ډبټ) او نورو بیلابیلو فارمټونو کې ښه تجربه تر لاسه کړې ده.

 سولې پيغام راډيو د ژورنالیزم په برخه کې د ځوانانو د روزنې کافي تجربه لري چې د فعالیت له پیله تر دې دمه یې تر سلو (100) زیات ځوانان د ژورنالیزم په برخه کې روزلي دي چې دا مهال له محلي، ملي او نړیوالو رسنیو او اژانسونو سره په کار بوخت دي او ښه ځلیدلي دي.

سولې پيغام راډيو د مارکټنګ په برخه کې هم کافي تجربه لري چې په تیرو 16 کلونو کې یې نه یوازې دا چې راډيو خودکفا کړې، تداوم یې ورکړی بلکې انکشاف یې هم ورکړی دی.
سولې پيغام راډيو د خپلې تجربې او ابتکار په کارولو سره د مارکټنګ غیر عنعنوي لارې هم تجربه کړې او د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره یې په کار اچولې دي.

سولې پيغام راډيو په بیلابیلو برخو کې، د پروژو د ښه تطبیق تجربه هم ترلاسه کړې او ټولې هغه پروژې چې په تیرو ۱۶ کلونو کې راډیو ته ورکړل شوي یا یې په داوطلبۍ کې ګټلې دي په ښه شان تطبیق کړې دي او د مشتري او ډونر رضایت یې حاصل کړی دی.
سولې پيغام راډيو د اعلاناتو د پر وخت نشر او د پروژو د ښه تطبیق له امله څو څو ځلې د مشتریانو او ډونرانو له خوا په ستاینلیکونو او ایوارډونو هم ستایل شوې ده.
سولې پیغام راډیو  د افغانستان د خپلواکو راډيوګانو د انجمن غړیتوب لري  او د راډيو مسوول د یاد انجمن انتخابي مرستیال دی.

سولې پیغام راډیو د نړۍ د کمونیټي او محلي راډيوګانو اتحادیې (AMARC) په غړیتوب هم تر لاسه کړی دی.

سولې پیغام راډیو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تر (۱۰۰) زیاتو راډیو ګانو سره د همکارۍ او ګډ غږ لپاره همغږي ایجاد کړې ده.
سولې پیغام راډیو په دې هڅه کې ده چې خپل نشرات د افغانستان ټولو لویو ښارونو ته هم وغځوي