د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنده کتنه (پنځه نۍ/پنجشنبه)

جيونيوز: وسله والو غلو د پاکستاني پوليسو لوړپوړی افسر (مفتخر عادل) ژوندی تښتولی 
 د مفتخر عادل په نوم د پاکستان لاهور کې د پوليسو يو لوړرتبه افسر او همدا ډول د پوليسو يو پخوانی لوړپوړی شهباز احمد تښتول شوي دي. 

پاکستانۍ رسنيو ليکلي دي چې دغه دوه پوليس افسران تېره اوونۍ په لاهور کې انسان تښتونکو له ځان سره وړي دي. پوليس وايي چې په لټون پسې يې سر شوي دي. 

سرچينې وايي چې دوی هغه وخت د وسله والو په ګوتو ورغلي، چې سيمه کې يې له يوې هټۍ سودا رانېوله. تر اوسه د دوی د ځای په اړه مالومات نه دي پيدا شوي. 

د مفتخر عادل او شهباز احمد کورنيو په هغه ورځ له پوليسو سره د دوی د ورکېدو خبر شريک کړ، خو پوليس يې په اړه اقدامات تر سره نه کړل. 

۲- اوس مهال دوه مېلېارده کسان وټس آپ (WhatsApp) کاروي
 د فېسبوک تر والکې لاندې وټس آپ کمپني وايي ورسته له هغې چې په ځينو پخواني،ي موبايلو کې د وټس آپ آپلېکېشن بند شو، اوس مهال نړۍ کې دوه مېلېارده کسان دغه آپلېکېشن کاروي. 

څو اوونۍ وړاندې وټس آپ خبرداری ورکړ چې هغه ځيرک موبايلونو کې چې عامل سېسټمونه يې پخواني دي، وټس آپ به په کې بند کړي. 

وټس آپ په نړۍ کې د ويډيويي او غږيز زګونو، انځورنو او لېکلي پيغام پراخه کارېدونکی موبايل آپلېکېشن دی. 

۲۰۱۴ز کال کې فېسبوک وټس آپ واخېست او تر خپلې والکې لاندې يې راوست. 

نيويارک ټايمز: که طالبان تاوتريخوالی راکم کړي نو همدا مياشت به د امريکايانو او طالبانو هوکړه ليک لاسليک شي 
 نيويارک ټايمز د دوه افغان او يو امريکايي چارواکي له خولې ليکلي دي چې ډېره شونتيا شته ترڅو د وسله والو طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ روانه فيبروري مياشت د افغان جګړې د سولې تړون لاسليک شي. 

يوې بلې سرچينې نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې امريکا د سولې تړون هوکړې ده چمتو ده خو تر هغې به دا هوکړه لاسليیک نه شي ترڅو چې طالبانو د تاوتريخوالي د کموالو اعلان نه وي کړی. 

امريکايي چارواکو دا هم ويلي دي چې په افغانستان کې د ۱۳۰۰۰ امريکايي پوځيانو له ډلې به ۹۰۰۰ پوځيان د هوکړه ليک په لاسليک کېدو سره له افغانستان ووځي. 

يو طالب قومندان د نوم د نه ښوودلو په شرط نيويارک ټايمز ته ويلي دي، چې که چېرې امريکايان زمونږ پر وړاندې له پوځي عملياتو لاس په سر شي، نو مونږ به پر امريکايانو د هر ډول بريدونو ډډه وکړو. 

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ويلي دي چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون هوکړې ته نېږدې شوی دی او په نېږدې ورځو کې به يې لاسليک کړي. 

الجزيره: تېره مياشت کې هندي پوځ ۱۵ بنګلادېشي وګړي وژلي 
 تېره جنوري مياشت کې د هندوستان د پولې پولیسو په ډزو کې تر ۱۵ بنګلاديشي وګړي وژل شوي او يو شمېر وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. 

بنګلاديشي چارواکي وايي د روان ۲۰۲۰ کال لومړی مياشت د بنګلديش لپاره خونړۍ وه. بنګلديش او هندوستان سره ګډه پوله لري. 

هغه وخت چې د بنګلاديش وګړي له دغه کرښې په تېروتنې او يا هم په قضدي ډول  د تېرېدو هڅه کوي، د هندي پوځيانو له خوا د خبرداري ورکولو پرته په نښه کيږي. 

سي جي ټي اِن: لومړۍ پېښه؛ جاپان کې پر کرونا  ويروس اخته کس ومړ 
 جاپان کې پر کرونا ويروس اخته يو کس خپل وژند له لاس ورکړ. که څه هم په جاپان کې په لسګونه کسان په دې ويروس اخته شوي دي، خو د مړينې پېښه يې لومړۍ ده. 

د جاپان د عامې روغتيا وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې يوه ۸۰ کلنه ميرمن چې کرونا ويروس نېولې وه نن ورځ ومړه. 

چين کې د کرونا ويروس د مړو شمېر تر زر اوښتی دی، خو له چين پرته يوازې په فلپين کې يو کس ژوند له لاسه ورکړی دی او د جاپان نننۍ پېښه يې له چين د کرونا ويروس پر اساس دويمه پېښه ثبت شوې ده.

واشنګټن پوسټ: د افغانستان بيارغونه د زرګونه افغانانو د ژوند په بيه وه 
 د افغانستان په بيارغونه د متحدو ايالتو د څار ادارې يا سيګار  په يوه تازه راپور کې ويلي دي چې افغانستان کې د بيارغونې چارې د زرګونه افغانانو د ژوند په بيه تر سره شوې دي. 

دغه راپور کې ويل شوي دي چې د ۲۰۰۱ کې افغانستان ته د متحدو ايالتو د پوځي راتګ سره د بيارغونې چارې شوې دي خو په ورته وخت کې جګړې د زرګونه افغانانو ژوندونونه اخېستي دي. 

سيګار په دې راپور کې ويلي دي چې د دغه ادارې له خوا يو څحه هڅې تر سره شوې دي، ترڅو د بيارغونې په پار افغانستان سره شوې پيسې په سالمو لارو ولګول شي، خو تر ډېره نميګړتياوې او ستونزې موجودې دي. 

که څه هم د امريکا په راتګ سره افغانستان کې د رغنيزې چارې تر سره شوې دي، خو د امريکايي ځواکونو، وسله والو مخالفينو او افغان د جګړو په ترڅ کې زرګونونه افغانانوژل شوي، ټپيان او کډوالۍ ته اړ شوي دي. 

رشيه ټوډې: روسيه او اروپايي ټولنې پر امريکايي ډالرو د راکړې - وکړې مخه نيسي 
 مسکو کې چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې اقتصادی او بازار برخې مسوول کسانو سره يې په ګډه کار هڅې پيل کړي  دي، ترڅو په ورځنيو راکړو - ورکړو کې د امريکايي ډالرو د چلند کچه راټېټه کړي، 

روسي چارواکو ويلي دي چې دوی به هڅه وکړي د امريکايي ډالرو پر ځای  د روسيې ملي پيسې يانې روبل او همدا ډول د اروپايي ټولنې د ګډ بازار پيسه يانې يور مروجې کړي. 

روسي چارواکي وايي چې دوی به د روبل او يورو  په  رواجېدو سره د دغه پيسو ارزښت په نړيواله کچه لوړه کړي. 

سکای نيوز: راتلونکې مياشت سمسونګ  S20, S20+ او  S20 Ultra بازاز ته وړاندې کوي 
 سمسونګ د ټېکنالوژۍ شرکت له خپلو درېيو نوي ځيرک موبايلونو پرده پورنه کړه او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۳مه نېټه به بازار ته وړاندې شي. 

دغه ځيرک موبايلونه درې کمرې لري چې کولی شي په ښه کيفيت سره انځور او وېډيو رېکارډ کړي. له دې ځانګړونو وراېخوا دغه درې نوي موبايلونه د تېرو موبايلو په پرتله نورې ځانګړنې هم لري. 

د دغه موبايلونو بيه له زر امريکايي دالرو پورته ټاکل شوې ده. 
 
مېټرو نيوز: شمالي کوريا خپل هغه وګړی اعدام کړ چې په کرونا ويروس اخته وو 
روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، سرچينې وايي چې د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون په حکم هغه کوريايی وګړی اعدام شوی دی، چې په کرونا ويروس اخته وو. 

ويل کيږي چې ياد کس په يوې ځانته خونه کې ساتل کېدو او د چارواکو له اجازې پرته په خپلسر تشناب ته تللی وو. ويل کيږي چې يوې بيړنی ناسته کې د کوريا حکومت ياد کس د کرونا ويروس په خپرېدو تورن کړ او د اعدام حکم يې کړی دی. 

ويلي کيږي چې ياد کس چې د شمالي کوريا په حکومت کې يې لوړه دنده درلوده، په وروستيو کې چين ته سفر کړی وو. شمالي کوريا تر اوسه په دې اړه مالومات نه دي ورکړي. 

د يادونې ده چې تر اوسه به شمالي کوريا کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده بثت شوې، خو حکومت يې د مخنيوي لپاره سختې هڅې پيل کړې دي.