بیتونه

که خان خاین وخوت له خانه تېر یو
موږ پښتانه یو له خپل ځانه تېــر یو

د دین نـــاموس او د وطن لپـــــاره
ســــر ورکؤ او له هر چانه تېر یو

موږ هغوئ نه یو چې د نوم لپاره
له هر څه تېر یو له ایمانه تېر یو

زړونه ګټو موږ یو د زړونو خلک
موږ کــــوو مینه له جفانه تېر یـــو

څوک چې نفرت له پښتنو نه کوی
هغه ته ووایـــــــه له تانه تــــېر یو