د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه) 

العربيه: د اوردغان قسم: پر ترکيې ځواکونو د هر ډول بريد په مقابل کې به سوريه ستره بيه ورکړې 
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان د سوريې حکومت ته توند خبرداری ورکړی دی چې د ترکيې ځواکونو پر وړاندې د دوی د ځواکونو  هر ډول بريد به دوی ته په ستره بيه تمام شي. 

نوموړي په انقزه کې يوې تلويزوني مرکې کې ويلي دي، چې هر څومره سوريي ځواکونو زمونږ پر پوځيانو بريدونه کوي همدومره به سوريې ته سختيږي او سخته درنه بيه به يې پرې کړي. ترکيه به د سوريې پر وړاندې داسې عمل تر سره کړي چې ورته به سخت تمام شي.  

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی دی چې د سوريې په ادليب ښار کې د هغه ورورستيو پېښو په اړه به  پرېکړه وکړي چې د سوريې ځواکونو په بريدونو  کې ترکيې ځواکونه ټپيان او ووژل شول. 

سوريه يي ځواکونو د تېرې يوې اوونۍ راهيسې په ادليب کې د ترکيې يوه چورلکه را غوځولې ده او همدا ډول يې ۱۳ سرتيري ورته وژلي دي. 

ټايمز اف انډيا: درېيم باغي 
 درېيم باغي يا Baaghi 3 د ټولنيز او سیاسي  ژوند په اړه نوی جوړ شوی فلم دی. د دغه فلم داستان د باغوت او سرغړونې  او سیاسي ګډوډۍ په اړه ده. 

د وېکرم په نوم يو لوبغاړی سوريې ته ځي او هلته د داعش ډلې له خوا  تښتول کيږي. دغه فلم به د همدې کال مارچ مياشتې په شپږمه نېټه نندارې ته وړاندې شي. 

فرهان سمجي، ساپارش، تنشېک، ټيګر شروف، مادور شرما د دغه فلم مرکزي لوبغاړي دي. د درېيم ياغي فلم کيسه سمجي سمجي لېکلې ده. 
 

۲- هندۍ لوبغاړې دیا میرزا طلاق واخېست 

 
هندۍ فلمي لوبغاړې دیا میرزا له خپل خاوند سهیل سانګا طلاق اخلي. دوی په ټولنيزو رسنيو د دغه پرېکړې ويلي دي. سهیل سانګا او ديا ميرزا څلور کالونه وړاندې واده کړی وو. 

نوموړې د ممبۍ هندارې رسنۍ ته ويلي دي، چې دي غښتلې ده ترڅو له خپل خاوند طلاق تحمل کړي. نوموړې ويلي دي چې ۳۴ کاله وړاندې يې له خپلې کورنۍ هم لار جدا کړې وه. 
 

هند کې د مشهورو لوبغاړو وادونه هم د فلمي ژوند په ډول دي چې ډيری يې له څو کالونو ګد ژوند وروسته سره لارې بيلوي او طلاق اخلي. 

اسوشېيټېډ پرېس: امريکا: د چين پوځ زمونږ کمپيوټرونو ته دننه شوی او مالومات يې غلا کړي
امريکايي چارواکو ادعا کړې ده چې د چين پوځي کسان د يو شمېر امريکايي کمپينو کمپيوټرونو ته دننه شوي دي او مالومات يې ورڅخه غلا کړي دي. 

د امريکايي چارواکو په وينا څلور لوړپوړي چينايي پوځيانو د Equifax کمپني اکونټونه او شخصي مالوت غلا کړي دي. 

د متحدو ايالتو عدليې وزارت ويلي دي، چې دا په تاريخ کې تر ټولو ستره انټرنېټي او سايبري غلا ده چې د مېلېونه امريکايانو مالوت په کې غلا شوي دي. 

دې ادعا کې ويل شوي دي چې د Equifax شرکت څخه د ۱۴۵ مېلېونه امريکايانو نومونه، د اوسېدو پتې، د موټر چلونې جواز شمېر، د ټولنيزو رسنيو پاسورډونه او نور شخصي مالومات هک او اخېستل شوي دي. 

د امريکا متحدو ايالتو لوی څارنوال وېلېم بار په يوې خبري ناستې کې ويلي دي چې په دې سايبري غلا سره د Equifax کمپنۍ نوم ته زيان رسېدلی او ستر مللي زيان يې لېدلی دی. 

امريکايي شنونکي هم وايي چې له Equifax شرکت د چينايي هکرانو غلا د چين د حکومت لپاره مهمه او ګټه لرونکې ده، چې ډېری اړين مالومات يې په کې تر لاسه کړي دي. 

الجزيره: د روهينګايي ګډوالو بيړۍ ډوبه  او ۱۵ په کې وژل شوي
 بنګلادېش کې د روهينګايي ګډوالو يوه لرګينه بيړۍ غرقه شوې ده چې په پايله کې يې ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په ګڼ شمېر نور ټپيان دي. 

دغه لرګينه بيړۍ کې ۱۳۰ کسان چې ښځې او ماشومان  هم په کې سپاره وو د بنګال ساحل له لارې ماليزيا ته په لار وه چې اوبو ډوبه کړه. دې پېښه کې تر ۷۰ کسان ژغورل شوي دي. 

د ګډوالو نړيوالو ادارې او ملګرو ملتونو په يوې ګډې اعلاميې کې ويلي دي چې پېښه کې د وژل شوي، ټپيانو او اغېزمنو کورنيو سره به مرستې وکړي. 

بنګلادېش کې به مېلېونه هينګايي ګډوال په کمپونو کې ژوند کې او ډېری يې په دې هڅه کې دی چې له بنګلادېش ماليزيا ته لاړ شي. 

سکای نيوز: لمريز (مدارڅرخ)  د لمر پر لور توغېدلی چې دوه کاله وروسته به هلته ورسيږي 
 متحدو ايالتو له فلورېډيا ايالت څخه  يو  لمريز مدارڅرخ (Orbiter) د لمريز مدار په لور توغولی دی ترڅو لمر کې پلټنې تر سره  او رازونه يې پيدا کړي. 

د دغه لمريز مدارڅرخ (Orbiter) توغولو ته له اروپا هم تر زرو ساينس پوهان او انجيران امريکا ته ورغلي وو. په دغې لمريز  مدارڅرخ (Orbiter) تر يو نېم مېلېارد امريکايي ډالر خرڅ شوی دی. 

امريکا کې شنونکي وايي چې دغه لمريز مدارڅرخ (Orbiter) به له ساینس پوهانو او پلټونکو  سره مرسته وکړي چې د لمر په اړه مالومات تر لاسه  او دا پيدا کړي چې پر لمريز سېستم  لمر څومره اغېز لري. 

د اړونده مسوولينو په وينا چې دغه لمريز مدارڅرخ (Orbiter)  به دوه کاله وخت ونېسي ترڅو لمر ته ورسيږي او هلته خپلې څېړنې پيل کړي. 

رشيه ټوډې: روسيه عراق کې شل مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه کوي 
 د روسيې د ګاز او تيلو کمپنۍ په پام کې لري چې عراق کې د انرژۍ په برخه کې شل مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه وکړي. 

د دغه پانګونې اعلان نن مسکو کې د روسيې د اقتصادي پالېسۍ کمېټې مشر مسکو کې د عراق سفير سره په يوې ناستې کې کړي دي.

د روسيې د اقتصادي پالېسۍ کميټې مرستيال یوري فیودوروف مسکو کې رسنيیو ته ويلي چې د انرژۍ په برخه کې د روسيې سترې کمپنۍ لکه  لوکوویل، باشنفت، ګازپروم  او نور فعالې کمپنۍ دي چې اوس د انرژۍ په برخه کې عراق کې پانګونې کوي. 

تېر کال مسکو او بغداد د سترو پروژو او انرژۍ په برخه کې د پانګونې تړونونه سره لاسليک کړل. 
 
جيونيوز: پاکستانی لوبغاړی بابر اعظم د پنځو غوره لوبغاړو په نوملړ کې راغلی
 د کرېکټ نړيوالې شورا يا ICC  په تازه خپور شوي لېست کې پاکستانی لوبغاړی بابر اعظم په نړيواله کچه د پنځو غوره لوبغاړو په نوملړ کې  راغلی دی. 

نوموړي د نړيوالو شل اوريزو لوبو په ترڅ کې لومړی او د پنځو اوريزو نړيوالو يو - ورځنيو لوبو په ترڅ کې يې دريېم ځای خپل کړی دی. د بابر اعظم او درېيو نورو ترڅنګ د هندوستان کرېکټ کپټان کولي هم د پنځو غوره لوبغاړو په نوملړ کې دی. 

د دغه پاکستاني لوبغاړي وړتيا او لاس ته راوړنه د کرېکټ نړيوالې شورا يا ICC په ټوېټ لېکې ده.