له کرونا ويروس څنګه ځان ساتلی شئ؟ 

له تېرې يوې مياشتي نړۍ د کرونا په نوم له يو نوي ويروس سره اشنا او روڅخه خبره شوه. کرونا ويروس چين کې پيدا او نړۍ يې اغېزمنه کړه. اوس مهال چين کې دغه يورس له نهه سوه ډېر کسان وژلي دي او ټوله نړۍ کې يې ۴۰ زره مثبتې پېښې بثت شوې دي. 

د نړۍ لپاره، اوس مهال د رکونا ويروس له منځه وړل، مهار او د اغېزمنو کسانو درملنه ستونزمنه ده، په دې اساس چې دغه ويروس نوی دی او ورتهله وړاندې پلان شتون نه درلود. ښايي په راتلونکي کې به له دغه ويروس سره په اسانۍ مبازره وشي، خو د اوس لپاره څه کول په کار دي چې په کرونا اخته نه شئ؟ 

کرونا ويروس د ماشومانو، ځوانانو او روغ کسانو په پرتله هغه کسان چې عمر يې ډېر وي او همدا ډول له وړاندې کونه بله ناروغي ولري، ژر نيسي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل اوس مهال د کرونا د درملن ېاو ځان ساتنې اغېزمنې چارې نه دي په ګوته شوي، خو ځيني لومړنۍ لارې شتون لري، چې له کرونا وژغورل شئ. 

۱- هر دوه ساعته وروسته، تر ډېره کله چې  کوم کس ته لاس ورکړی، خپل لاسونه په صابون ومينځې. 

۲- مخپټونی يا ماسک اوس مهال په کرونا ويروس د نه اخته کېدو ښه، اسانه او اغېزناکه طريقه ده. ماسک کولی شي چې په ککړه هوا کې ستاسې تنفسي سېسټم وساتي او د بيلا بيلو ميکرونو او ويروسونو له دننه کېدو مخه ونېسي، خو د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ښه لار شمېرل کيږي. 

۳- کله چې بل څوګ ټوخی او يا هم پرنجی کوي نو ځان ترې داسې وساتی چې ورته مخامخ نه وای. همدا ډول  خپله  د ټوخی او پرنجېدو په وخت کې خوله بنده او يو څه ورته ونېسئ. 

که څه په افغانستان کې د کرونا ويروس کومه پېښه نه ده موندل شوې، خو بايد له وړاندې يې د مخنوي لپاره ګامونه پورته شي. که چېرې د افغانستان غوندي په يو غريب هېواد کې کرونا ويروس خپور شو، نو بيا يې مخنيوی په دې مشکل دی، چې افغانستان ورته لازمې اسانتياوې په لاس کې نه لري.