د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) او د هغه اغیزې د افغانستان پر اقتصاد

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ملکونو تر مینځ د سوداګرۍ د آسانتیا او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د یو لړ قوانینو د جوړولو په موخه په ۱۹۹۵ کال د سویزرلینډ جینیوا ښار کې  رامینځته شو؛ ترڅو د غړو ملکونو تر مینځ د توکو او چوپړتیاوو د تعرفې او مالیې په کمښت، کنټرول او د غړو ملکونو ترمينځ په سوداګرۍ برخه کې ستونزې حل کړي.  
 
د لومړي ځل لپاره افغانستان په (۲۰۰۳میلادی) کال آپریل میاشت کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب اخیستلو په موخه خپل غوښتنلیک وړاندې کړ. یاد سازمان د ۱۳ کلنو سلاح مشورو وروسته افغانستان ته د (۲۰۱۶ م) کال  جولای میاشت کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب ورکړ؛ چې په دې سره افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان ۱۶۴ غړی شو او ګڼ شمیر هیوداوال په آګاهانه او غیر آګاهانه ډول د یاد سازمان غړیتوب د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي پایښت لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله. دا چې په دې هکله به د یادو کسانو نظر او استدلال تر څومره سم یا ناسم وي هغه څه دي چې د دې لیکنې په پای کې به تاسې په خپله تصمیم نیوونه وکړئ.
 
 سوداګرۍ نړیوال سازمان ته د لاسرسي او غړیتوب اخیستلو مخکې ملکونه اړ دي؛ ترڅو د یاد سازمان په خوښه په هیواد کې د ننه یو لړ اصلاحات او بدلونونه راولي تر څو یاد هیواد د نړیوالې سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره چمتو شي. په دې هکله بیلابیل شنونکي او څیړنې بیلابیلې نظریې او استدلالونه لري او د یاد سازمان منفي او مثبتې  اغیزې د ملکونو په اقتصادي پایښت او وده باندې د یادو ملکونو د اقتصادي ځواک پر څرنګوالي او د یاد سازمان په خوښه په یاد هیواد کې د بدلونونو او اصلاحاتو په نوعیت او څرنګوالي پورې تړاو ورکوي.
 
همدارنګه افغانستان هم د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب اخیستلو په موخه د یاد سازمان سره په هیواد کې د ننه پر ځینو اصلاحاتو او بدلونونو هوکړه لیک لاسلیک کړئ. د یاد هوکړه لیک ځینې مثبتې او منفي اغیزې د افغانستان پر اقتصادی پراختیا او سوداګرۍ په لاندې ډول دي:
 
مثبتې اغیزې:
- د ستونزو او اختلافاتو حل کول: دا چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان اصلي موخه د سوداګرۍ  په برخه کې د هیوادونو د ستونزو او اختلافاتو له مینځه وړل دي؛ نو افغانستان هم د یاد سازمان د غړي په توګه که کله هم د سوداګرۍ په برخه کې د کوم هیواد سره اختلاف او شخړه رامینځته شي؛ نو یاد سازمان به د مسؤول کس په توګه یاده ستونزه د سازمان د قوانینیو او اصولو سره سم په داسې ډول حل کوي تر څو د دواړو هیوادونو منافع خوندي وساتل شي.
 
- آزاد مارکیټ ته لاسرسۍ: د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته په لاسرسي سره افغانستان وکولای شول ترڅو  نړیوالو مارکيټونو ته په آزادانه ډول او د لږې تعرفې او مالیاتو په ورکړې سره وردننه شي. او د نړیوالو مارکیټونو څخه هغه توکې او چوپړتیاوې چې په افغانستان کې شتون نلرې خپل هیواد ته را واردې کړي. 
 
منفي اغیزې:
- په هیواد کې د ننه نویو او کوچنیو صنعتي فابریکو ته خطر: تراوس مهاله صنعت او صنعتي فابریکې په افغانستان کې په ابتدایې مرحلو کې دي، چې ډیره کوچنۍ ستونزه او خطر هم کولای شي یادې فابریکې له پښو راوغورځوي. دا چې د افغانستان صنعتي او تولیداتي فابریکې نشي کولای د نورو ملکونو د لویو او په پښو ولاړو فابریکو او کمپنیو سره سیالي وکړي؛ نو د دې لپاره افغانستان اړ دۍ تر څو د خپلو داخلي کمپنیو، فابریکو او تولیداتو د لا پیاوړتیا په موخه په افغانستان کې د بهرنیو ملکونو د توکو او چوپړتیاوو مخه ونیسي، چې دا چاره بیا یوازې او یوازې د بهرنیو ملکونو پر توکو او چوپړتیاوو د لوړو تعرفو او مالیاتو ایښودل دي؛ ترڅو سوداګر د لوړ لګښت له کبله د بهر څخه د یادو توکو واردولو ته زړه ښه نه کړي. خو دا چې افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د غړیتوب د هوکړه لیک له مخې نشي کولای هیواد ته د بهرنیو توکو پر وارداتو لوړه تعرفه او مالیه وضع کړي په لوی لاس د کورنیو صنعتي فابریکو، کورنیو تولیداتو او پانګوونو له پښو غورځولو ته لار هواروي. په یو هیواد کې د کورنیو صنعتي فابریکو شتون د یاد هیواد د اقتصادي پایښت او پرمختګ په مانا دئ. په یو هیواد کې د صنعتي فابریکو له مینځه وړل او ضعیفه کول د هیواد په اقتصاد بیلابیلې منفي اغیزې لري. د مثال په ډو ل که چیرې په یو هیواد کې صنعتي فابریکې ختمې شي، نو په یادو فابریکو کې به شته ګڼ شمیر کارکوونکي د بیکارۍ سره مخ شي؛ چې دا بیکارې به د دوی د ژوند د بیلابیلو اړخونو څخه د ستونزو سره مخ کړي او بلاخره به دوی دی ته اړ باسې تر څو په غیرقانونې لارو د پیسو لاسته راوړلو ته لاس پورې کړي؛ چې په دې سره به د هیواد نظم او سیستم د خطر سره مخ کړي. همدارنګه د دې ورهاخوا د صنعتی فابریکو نشتون به د یو هیواد د کورنیو تولیداتو کچه ټيټه او په دې سره به د وارداتو کچه لوړه د صادراتو کچه ټيټه او په پای کې به  یو منفي ټریډ بیلانس (د سوداګری انډول) په میراث پریږدي چې دا بیا د افغانستان په شان ورته ملکونو ته د اقتصادي ضعف نښه ګڼل کیږي.
 
- د مالیاتي عوایدو د لاسه ورکول: افغانستان د مالیاتۍ عوایدو د لاسته راوړلو لپاره د ضعیف سیستم او پلان درلودونکی دی. د افغانستان ملي بودجه تر ډیره بریده د بهرنیو مرستو پر مټ ولاړه ده او حتا دا چې مالیاتي عواید نشي کولای د ورځنیو لګښتونو لپاره بسنه وکړي. د سوداګري د نړیوال سازمان د غړیتوب له مخې افغانستان نشي کولای لوړه تعرفه او مالیات وضع کړي تر څو د مالیاتي عوایدو په مرسته ملي بودیجه پیاوړې کړي.
 
- د کرهنې او صنعت په برخه کې پر بهرنیو پانګه اچوونکو بندیزونه: د سوداګرۍ نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرهنې او صنعت په برخه کې چې دواړه د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ملاتیر حیثیت لري ځینې داسې شرایط وضع کړي؛ چې افغانستان نشي کولای په یادو برخو کې پانګه اچوونه زیاته او یا هم بهرنیو پانګه والو ته په یادو برخو کې د سهولتونو د ایجادولو او ملاتړ امتیاز ورکړي. چې دا بیا د کرنیزو توکو پر تولید او صادراتو منفي اغیزه کوي او د بزګر ژوند او چارې له ستونزو سره مخ کوي.
 
نو په پای کې زما په آند مونږ نشو کولای په پوره مانا دا ووایو چې د سوداګری نړیوال سازمان غړیتوب د افغانستان د اقتصادي پایښت او سوداګرۍ د پراختیا لپاره ښه او مثمر واقع شوی او یا هم واقع کیدلی شي، بلکې یاد سازمان هغه وخت د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا په ګټه تمامیدای شي، کله چې د یاد هوکړه لیک پر محتویاتو او شرایطو کې د افغانستان په ګټه بدلون راشي. 
 
د یو ښيراز، خپلواک او پر خپل اقتصادي ځواک ولاړ افغانستان په هیله