د کاروبار پیل کتاب چاپ شو!

(د کاروبار پیل) په نوم  کتاب له چاپ  راووت. دغه کتاب حکمت الله نظري لېکلی دی. یاد کتاب په ۱۳۵ مخونو او ۵ فصلونو کې په پښتو ژبه ترتیب شوی.

په کاروبار پیل کتاب کې د کاروبار لنډه پېژندنه، د نوي کاروبار پیلولو لپاره عمومي چک لیست، د کاروباري پلان تیارول، د کاروبار پیاوړي کولو لارې چارې، په کاروبار کې د پېښېدونکو خطراتو مخنیوی، د بازارموندنې اصول او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په هکله هر اړخیز مالومات راټول شوي دي.

 یاد کتاب به وشي کولای هغو کسانو ته چې غواړي نوی کاروبار پیل کړي، خو نه پوهېګي دا چاره څنګه شونې کړي او له کومه ځایه لومړی قدم پورته کړي، به تر ټولو غوره او مناسبه حللاره، لارښود او نقشه وي. د کتاب یو غوره ځانګړنه چې کېدای شي یاد کتاب له نورو بېل کړي دا وي چې هڅه شوې د کاروبار پیل ټول اصول او مقررات په ډېر منظم ډول په پينځلسو پړاوونو کې چې د کاروبارې انګېزې (Business Idea) څخه پیل او بیا تر وروستیو پړاوونو لکه بازار ته د توکو او چوپړتیاو ایستل او پلورل دي پړاو په پړاو ترتیب او په ډېره ساده ژبه بیان او واضح شوي دي. د دې کتاب یو بل ښه والی دا هم دی چې لیکوال هڅه کړې ټول موضوعات او محتویات د افغانستان د کاروباری (Business) چاپیریال او شرایطو سره په همغږۍ ترتیب او بیان کړي. د لیکوال په وینا دا کتاب د هغه چا لپاره نه دی چې په تنخواه د دندې ترسره کولو فکر ورسره وي، بلکې د هغه چا لپاره دی چې غواړي خپل کاروبار جوړ کړي او شتمن شي، د هغه چا لپاره دی چې له دندې ستړی