الجزيره: لامل يې نه دی مالوم؛ د افغان پوځ په يونېفورم کې بريدګر دوه امريکايان وژلي او شپږ ټپيان دي
روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، امريکايي چارواکي مني چې ختيځ ننګرهار ولايت شيرزاد ولسوالۍ کې يو بريدګر چې د افغان کمانډو ځواکونو لباس يې اغوستی وو دوه امريکايي سرتيري وژلي او شپږ ټپيان کړي دي.
په مقابلو ډزو کې امريکايي ځواکونو ياد افغان هم وژلي دی. ويل شوي چې بريدګر د افغان ځواکونو په ليکو کې دنده درلوده خو دا نه ده مالومه چې نوموړي له وسله والو مخاليفنو سره په اړيکه دا کار کړی او که کوم بل لامل لري.
افغان او امريکايي چارواکو د پېښې د تائيد ترڅنګ الجزيرې ته ويلي دي، چې پلټنې يې پيل کړي دي، تر څو د پېښې تر شا مالومات تر لاسه کړي. د طالبانو په شمول کومې بلې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ننګرهار ويلي شاه محمود مياخېل هم رسنيو ته ويلي دي چې د تېرې شپې په پېښه کې درې افغان پوځيان هم ټپيان شوي دي.
وړاندې د ننګرهار ولايتي شورا ځينو غړو رسنيو ته ويلي وو، چې پېښه کې اووه امريکايي پوځيان وژل شوي ديو خو امريکايي چارواکي يې شمېر دوه کسان ښيي.
دا ډول پېښې پخوا هم رامنځ ته شوي دي، چې ډېری يې بيا له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو او اغېز پر بنسټ شوي.
العربيه: جاپان د المپيک لوبو کوربه دی خو کرونا ويروس ورته ګواښ شمېرل کيږي
روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، روان کال د المپيک نړيوالو لوبو کوربتوب جاپان کوي. که څه هم دغه هېواد المپيک لوبو ته پوره چمتوالی نېولی دی خو په سيمه کې خپور شوی کرونا ويروس خلک او چارواکي اندېښمن کړي دي.
د جاپان د المپيک کميټې مشر ويلي دي چې که چېرې کرونا ويروس د المپيک لوبو تر پيل له منځه لاړ نه شي نو په دغه لوبو به يې اغېز بد وي. د نوموړي په وينا چې کرونا ويروس به د ننداره کوونکو شمېر او د خلکو لېوالتيا به بده اغېزمنه کي.
دا شونتيا هم شته چې د الپمپيک سږنۍ لوبې لغوه شوي خو تر اوسه په دې اړه د المپيک نړيوالې کميټې او د جاپان حکومت پرېکړه نه ده کړې. کرونا ويروس له ناروغ روغ کس ته په اسانۍ ځي او په دې سره خلک هڅه کوي چې د ګڼې - ګوڼې ډډه وکړي.
سي اِن اِن: د متحدو ايالتو له مخالفتونو سره - سره ايران فضا ته خپله سپوږمکۍ توغوي
روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، د ايران حکومت د علمي څېړنو برخه کې خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته توغوي. د امريکا متحدو ايالتو حکومت د ايران دغه چاره فتنه کره بللې ده.
د ايران مخابراتو وزير محمد جواد په ټوېټر ليکلي دي، چې د ستر خدای په نوم خپله سپوږمکۍ چې ظرف نومول شوې ده فضا ته توغوي.
ايران په دغه سپومکۍ دوه مېلېونه او دوه سوه زره امريکايي ډالر لګولي دي. د ايران مخابراتو وزير ويلي چې که چېرې ايران دغه سپوږمکۍ له بل هېواد اخېستلی خرڅ به يې پنځه برابره وای.
ايران وايي چې د دغه سپوږمکۍ لومړی دنده به له فضا د انځورنو اخېستل وي، خو مخالفين واي چې ايران ورڅخه استخباراتي او سیاسي موخې لري.
رشيه ټوډې: روسيه د (خاباروفسک) ښار پر وګړو جبري مخپټوني اغوندي
روهي (يوه نۍ/۲۰د سلواغې)، د روسيې حکومت پرېکړه کړې ده چې له چين سره په ګاونډ کې د خاباروفسک ښار وګړي به سره له سبا مسکونه يا مخپټوني اغوندي.
مسکو دا پرېکړه چين کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته کړې ده. د روسيې په خاباروفسک ښار کې نېږدې شپږ سوه زره کسان ژوند کوي.
که څه هم د روسيې په دې ښار کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو مسکو د خونديتوب په پار د دغه پرېکړه کړي.
چارواکي وايي چې په خاباروفسک ښار کې به ټول ډاکټران، سوداګر، لاس پلورنکي، هټۍ وال، موټر چلونکي او نور اړ وي چې مخپټوني واغوندي.
حکومت پرېکړه کړې ده چې د ياد ښار وګړي اړ دي چې هر دوه ساعته وروسته نوی ماسک واغوندي.
وروستي