د محمد محقق د ځوانيمرګ زوی (باقر محقق) ژوند ليک  

د شوري ملاتړي حکومت پر وړاندې جګړه ييز قومندان او په نوې ادارې کې د هزاره قوم مشر او د اجرائيه رياست دویم مرستيال حاجي محمد محقق زوی، محمد باقر محقق نن ورځ کابل کې ووژل شو. محمد باقر محقق چې د خپل پلار په لار وران او سياسي ته را دننه شوی وو، د محقق د مشرانو زامنو وو. دی د خپل ورور، محمد حسين محقق له خوا په خپل کور کې ووژل شو. 

محمد باقر محقق د خپل ماشومتوب او ځوانۍ دوره په بلخ، د غزني شلګرې ولسوالۍ، کابل او تهران کې تېره کړې وه. نوموړي د سياسي علومو په برخه کې د ايران له تهران پوهنتون د ليسانس سند اخېستی وو. 

که څه هم دی د محمد محقق مشر زوی نه وو، خو په هزارګي اصطلاح به محمد محقق ته (اته باقر) يانې د باقر پلار وېل کېدل. د محمد باقر محقق په اړه ويل شوي دي، چې له سپورټ سره مېنه درلوده او په ۲۰۰۹ز کال کې يې له جاپان څخه په رزمي ورزش کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړی وو. 

محمد باقر محقق ته نېږدې کسانو وايي چې د محمد محقق د نورو بچيانو په پرتله حوصله لرونکی، باادبه او د ښه سلواک خاوند وو. نوموړی د هزاره ګانو په سياسي ګوند (حزب وحدت) کې بوخت و او همدا ډول يې ولسي ناستې ولاړې درلودې. داسې هم ويل کېدل چې دی د خپل پلار ځای ناستی دی او د محمد محقق په نشتون کې به د پلار مسووليتونو ته اوږه ورکړ. 

محمد باقر محقق د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له کابل نوماند وو خو په کې بريالی نه شو. 

دی کابل کې په خپل کور کې د خپل کوچني ورور چې ويل کيږي رواني ستونزه يې درلوده په ډزو ووېشتل شو او ساه يې ورکړه. د نوموړي پلار  محمد محقق ويلي دي چې د خپل ځوانيمرګ زوی مړينه يې د خدای له خوا يوه ازموينه.