د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (نۍ/شنبه) 

جیونيوز: سويلي کوريا: د کرونا ويروس له ويرې ۶ زره جوړو پټ مخي نکاحونه وتړل 
 سويلي کوريا کې درې زره نجونو او درې زره هلکانو په ډله ييزه توګه د خپلو وادونو مراسم  تر سره کړل خو د کرونا ويروس له ويرې يې مخونه تړلي وو. 

سويلي کوريا د چين سره په ګاونډ کې پرته ده، هلته هم د کرونا ويروس مثبتې پېښې موندل شوې دي خو تر اوسه يې له امله څوګ نه دي وژل شوي. سويلي کوريا هم د کرونا ويروس د مخنيوي برخه جدي مبارزه پيل کړي ده. 

دغه جوړو رسنيو ته ويلي دي چې له يوې خوا دې ته خوښ دي چې د ژوند يو نوی پړاو يې پيل کيږي خو له بلې خوا د کرونا ويرس په ترس او ويرې کې اچولي دي. 

د واده دغه مراسم  ژر پای ته ورسېدل او همدا ډول د هلکانو او نجونو د کورنيو غړي او نېږدې خپلوان د کرونا ويروس له وجې نه وو غوښتل شوي. 

کرونا ويرس تېره مياشت په چين کې خپور شو چې اوس يې د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو او په ځانګړي ډول چين کې د خلکو د ژوند هر برخه تر بد اغېز لاندې کړې ده. 

اسوشېيټېډ پرېس: انګلېسی ډاکټر چې پر دوه درجنه (۲۴) ښځينه ناروغانو يي جنسي تيري کړي وو په ۱۵ کاله بند محکوم شو 
د انګلستان حکومت هغه ډاکټر چې پر ۲۴ ښځينه ناروغانو يې جنسي تيری کړي وو نېولی او د لومړی محکمې د حکم پر اساس پر ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. 

دغه ډاکټر منېش شاه نوميږي چې دغه چنسي تيري یې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کالونو ترمنځ کړي دي. له جنسي تيرو سربيره نوموړي د جنسي خورونو پر ۹۰ پېښو هم اعتراف کړی دی. 

تېره جمعه د محکمې قاضي د دغه ډاکتران په کړنو خواښني ښوودلې او ويلي دي چې د طب په سپيڅلي مسلک کې دا ډول کړنې د بښلو وړ نه دي. 

بي بي سي انګلېش نيوز: چين کې يو (۳۰ ساعته عمر لرونکی) ماشوم پر کرونا ويروس اخته شوی 
 د همدې مياشتې په لومړی کې زږېدلی ماشوم ديرش ساعته وروسته کرونا ويروس نيولی. دا تر ټولو کم عمره لرونکی کس دی چې په دې ويروس اخته کيږي. 

دغه ماشوم  ۳،۲۵ کيلو ګرامه وزن لري او ډاکتران وايي چې اوس مهال يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی. 

راپور کې ويل شوي دي چې ماشوم ته دغه ويروس له خپلې مور  لېږدول شوی دی. روغتياپالان وايي چې ماشوم له زېږدنې وړاندې د مور په رحم کې په دغه ويروس اخته شوی وو. 

دا پېښه په خپل ذات کې بې سارې ده ځکه چې د کرونا ويروس لېږد په ماشومانو کې کم رنګی دی. 

الجزيره: د فرانسې د فوټبال ۵۵ کلن مشر پر جنسي ځورونو تورن پېژندل شوی 
د فرانسې د فوټبال ملي ادارې ۵۵ کلن مشر چابني د خپلو څلورو همکارانو په جسني ځورنو تورن شوی دی. 

محکمې د نوموړي د جنسي ځورونو او له خپلې دندې او صلاحيت په ناوړې ګټې اخېستنې تورن کړی او د بند سزا به ورکړي. 

پر نوموړي وروسته دغه تورونه رسمي شول چې تېره جنوري مياشت کې درېيو ميرمنو خپل شکايتونو ثبت کړل او نوموړي ته يې د سزا غوښتنه کړي. 

سکای نيوز: د چينايي (واه واې) شرکت  او لوېدځې نړۍ ترمنځ اندېښنې پر څه دي؟ 
 واه واې د چين د ټېکنالوژۍ شرکت دی، چې د اروپايي هېوادونو په شمول ډېری نورو هېوادونو کې د ټېکنالوژۍ وسايل لکه کمپيوټرونه، موبايلونه او نور توکي يې توليدوي. 

دغه شرکت اوس مهال هڅه کوي چېط د خپلو وسايلو له لارې اروپايي هېوادونو کې د انټرنېټ پنځم نسل يا 5G فعال کړي. د واه واې دغه چارې اروپايي هېوادونه او په ځانګړي ډول امريکا ورخطا کړې ده. 

لوېدځه نړۍ په دې اندېښنه کې ده چې که چېرې واه واې د خپلو وسایلو له لارې د انټرنېټ 5G په لاس کې واخلي  نو د اروپا او امريکا د ټېکنالوژۍ صنعت او رمزي انترونېټ ته به ګواښ پېښ کړي. 

د اروپايي هېوادونو له منځ انګستان له دغه چينايي شرکت سره نېږدې شوی دی او ښايي چې د اروپايي ټولنې او امريکا د مخلفتونو سره - سره بيا واه واې ته په انګلستان کې د پانګونې زمېنه برابره کړي. 

انټرنېټې سوېچونه، ګېټ وېز، رويټرز، د ټېکنالوژۍ پلونه او نور هغه وسايل دي چې واه واې به يې له لارې د 5G چوپړونو په خپل لاس کې واخلي او همدا وسايل د امريکا او اروپايي تولنې د اندېښنې سبب ګرځېدلي دي.