په ژوند کې انسان له مختلفو او پېچلو اړخونو سره مخ کېږي، چې ځینې ان د انسان شخصیت او سلوک هم تر پوښتنې لاندې راولي.زه له نور څخه تېرېږم او دلته یوازې د انسان په داخلي وېرې رڼا اچوم.
وېره له یو داسې حالات څخه عبارت دي، چې د انسان په ذهن کې د ستونزو له واقع کېدلو وړاندې/ وروسته موجوده وي او انسان په ژوند او سلوک باندې پریمانه اغېزه کوي. همدا رنګه زموږ په ذهن کې ډول، ډول ناخوالې او ماتې پرتې وي او هغه انځوره وو، بیا نو له ځان سره وایو چې ممکن همدا وېره په واقعیت بدله شي، همدغه دلیل کېدای شي چې موږ له پرمختګونو او وړاندې تګ ژغوري.
تاسو که خپل ژوند یاهم د نورو ژوند ته ځغلنده نظر وکړئ حتمن به مو یو داسې حالات یاد شي، چې تاسو د وېرې له امله له لوی خنډ سره مخ شوي یې او یا مو هم لویه لاسته راوړنه له لاسه ورکړې وي.
غواړم لومړی د هغه حالاتو یادونه وکړم، چې د داخلي وېرې لامل ګرځي.
۱ - استبدادي کورنۍ
۲ - ناسم او غیر منظم چاپیریال.
۳ - مسلسل ماتې او ناخوالې.
۴ - بې باوري.
۵ - شک او تشویش.
۶ - سنتي ټولنه.
۷ - له دین او اسلام څخه لرې والی.
۸ - پر انسان زیات فشار.
۹ - د کار او فعالیت لپاره پوره چمتوالی نه درلودل.
۱۰ - د تا ویلي او ما ویلي په اړه اندیښنه.
۱۱ - د ملګرو نه شتون.
۱۲ - په کورنۍ کې نه ملاتړ.
۱۳ - ډېر یوازیتوب.
۱۴ - پلان در لودل خو د امکاناتو کمزورتیا.
۱۵ - د وخت کمښت.
۱۶ - هغه کس چې زیات تحدید شوی وي.
۱۷ - په ورځنیو چارو او اکاډمیکو ساحو کې د واک نه ورکول.
داسې حالت انسان له ډېرو خنډونو سره لاس او ګریوان کوي، چې په ژوند کې له ډېرو ستر پرمختګومو څخه محروم او له خنډونو سره مخ کوي، اوس پوښتنه دا دی، چې څنګه کولای شو له داسې مشکلاتو څخه ځان او ټولنه خوندي کړو؟
هغه لارې چاري، چې موږ له داخلي وېرې څخه خوندي کوي.
۱ - په الله (ج) توکل؛
۲ - پر ځان باور؛
۳ - له سنتي کلتور او فرهنګ څخه لريوالی؛
۳ - په تا ویلو او ما ویلو پسې سر نه ګرځول؛
۴ - په کارونو کې له پوهانو او د مسلک له خاوندانو مشوره کول؛
۵ - په ژوند کې د ښو ملګرو درلودل؛
۷ - کار او زیار؛
۸ - مخکینی فکر او سوچ؛
۹ - پر موضوع بر لاسي؛
۱۰ - د وخت او پلان درلودل.
نو په پایله کې وویلی شو چې د زیاتو بریاوو مخه مو وېرې ډب کړې ده.
وروستي