هر کس په ژوند کې د بریا لپاره مټې رانغاړلې وي؛ خو ژوند لکه روان سیند ځینې ورسره ځان عیار کړي او ځینې نور بیا د اوبو تل ته ښکته کړي؛ راځئ دلته هغه لارې چارو یادونه وکړو، چې د کړاوونو او ناکامیو ګراف راټېټولی شي.
۱- له خلکو سره داسې چلند وکړه لکه څنګه یې، چې له دوی څخه د ځان په اړه توقع لرې.
۲- نوي ملګري پیدا کړه مګر زاړه دوستان دي هم له لاسه مه ورکوه.
۳- ځان غښتلی ونیسه که چېرته غښتلی هم نه یې؛ ځکه دانسان فکر، چې کله مثبت او قوي لورته سوق شي حتمن د بریا راز راښکاره کوي.
۳- په لویو کارونو کې فکر وکړه، اما له کوچنیو خوښیو څخه خوند واخله.
۴- هیڅ کله څوک مه ناهیله کوه، ممکن یاد کس له هېلې پرته بل هیڅ ونه لري.
۵- هیڅ کله خپله بریا له واقع کېدلو مخکې مه بیان وه.
۶- خپله بریا په خپله د ځان لپاره تعریف کړه.
۷- مشوره له ټولو واخله، کار دي په هغه میتود وکړه چې ستاسو اند ته ښکلی یې وي.
۸- احترام د ټولو وکړه مرسته له ټولو وغواړه( داړتیا په صورت کې) خو چاپلوسي هیچا ته مه کوه.
۹- ژوند کې هیڅوک مه خفه کوه او مه د هر چا دخفګان سبب ګرځه.
۱۰- په ځان کې مو ګمزوري ټکي پیدا کړي او پر هغه کار وکړي.
۱۱- هیڅ کله هم د خپلو موخو په اړه چاته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسو په اړه پرېکړه وکړي.
۱۲- هر درد او هر غم تېریدونکی دی، هر ناکامي او هره سختي تیردونکې ده بس صبر مو پر ټولو بریالي کوي.
۱۳- د یو چا له مجبوریته ګټه مه اخلئ، حتا که پاچا کېږي هم.
۱۴- هيڅ کله هم د بل چا په اړه د یو چا په اړه قضاوت مه کوئ.
۱۵- له هرې غلطۍ څخه عبرت واخله.
۱۶- نور چې څه درته وایې بغېر له تحقیق څخه باور پرې مه کوه.
۱۷- د احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپېر وکړئ (هغه څه چې بل یې ستا په اړه وایي او دغیبت بڼه ونه لري بلکې مخامخ وي او هغه ځانکړنې ستاسو په وجود کې نه وي دا مطلقه چاپلوسي ده).
۱۸- چا چې درسره ښه کړي تل یې یادوئ او بد یې له یاده وباسه او له چاسره دي چې ښه کړي یادولو ته اړتیا مه درک کوه.
۱۹- په کمو قناعت وکړه د ډېرو لپاره هیله او کوښښ وکړه.
۲۰- ژوند تنګ او کم دی هیڅ یو هم مه خفه کوئ.
په پای کې ویلی شو، چې هڅه، هاند، زیار... او کار مو په هرډول سختیو او ناکامیو بریالي کوي.
وروستي