کرکت او سیاست

کرکټ په نړۍ کې ښه اوږده مخینه لري، چې پوهان  یې سرچینه بریتانیه بولي، چې له هغه وروسته یې د نړۍ نورو هېوادونو ته لاره پیدا کړې ده.

له کله نه، چې کرکټ لوبه  تازه دمې په افغانستان کې راڅرګنده شوه نه یوازې چې د هېواد ملي ارزښتونه یې نړیوالو ته مثب وښودل؛  بلکې د هېواد دننه یې په زرګونه مینوال پیدا او دې لوبې ته مخه کړه، افغان لوبغاړو تر نورو ډېر مخکې او ان د نړیوالو رسنیو دخبرونو سرلیکونه شول.

کرکټ او سیاست تر عنوان لاندې کتاب چې لیکوال یې ډاکټر هدایت الله زرمت دی لیکلی دی، چې په دهېواد د ننه او بهر یې څېړنه کړې ده.

په دې کتاب کې ډېر عجیب او نادره مالومات په ډېره هنرمندانه ژبه راوړل شوي دي. او همدا رنګه د معیاري دیپلوماسۍ له لارې یې د هېواد اړیکه د کرکټ له ادرسه پاکستان، هند، سیمې او نړۍ سره څارلې، څېړلې او تحلیل کړې ده.

د پاکستان او هند  ترمنځ یې کړکېچن، مبهم، مشوش حالات راښکاره کړي دي. د نړۍ کرکټ ته یې په نړیواله کچه د سیاست له عینکو کتلي او تحلیل کړی دی.

د هېواد، ګاونډ، سمې او نړیوالو لوبغاړو سره یې داسې مرکې کړې ممکن، چې دهغوی خبرې به تاسو حیران، غوصه او وخندوي.

د عمران خان تګ له کرکټ تر سیاسته، د ویرات کوهلی پېغام، د افغانستان  دشپږیزې کرکټ لیګ سیالیو ته د شاهد افریدي نه راتګ، د راشد او محمد نبي په ژوند د هند هېواد له خوا مستند جوړل، د هند دالوتکې تښتول، د رحمت شاه، حضرت الله  ځاځي مرکې او او نور ګڼ، جالب او په زړه پوري مالومات لوستل شئ.

نوموړی کتاب د کرکټ او سیاست تر عنوان لاندې په ۱۷۰ مخونو کې په لوړ کیفیت او غوره کاغذ چاپ شوی دی، چې له ګڼو منابعو څخه په کې استفاده شوې دي.

لوستل یې تاسو ته لاندې ګټې لري.
۱ - د کرکټ له پیدایښته مو خبروي.
۲ - په افغانستان کې مو د کرکټ له تاریخه خبروي.
۳ - د پاکستان او هند ترمنځ د جنجال له نرمیدلو مو خبروي.
۴ - د نبي او راشد له نا ویلو مو خبروي.
۵ - د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ له ناخوالو مو خبروي.
۶ - د عمران خان تګ له کرکټ  تر سیاست  مو خبروي.
۷ - د ویرات کوهلي له خبرو مو خبروي.
۸ - ډېر جالب او نه لیدونکې انځورونه په کې چاپ شوي دي چې تاسو یې لیدلی شئ.
۹ - په پاکستان کې پر سریلانکایي لوبې د برید له جریان مو خبروي.
۱۰ - د هغو لوبغاړو سره مو اشنا کوي، چې اوس لوی سیاسیون دی.
۱۱ -  نور ګڼ او په زړه پورې معلومات یې په ډېره هنرمندانه، روانه او ساده خو دیپلوماتيکه ژبه په کې ځای کړي دي، چې زه یې له ټولو څخه په دې کوچنۍ لیکنه کې یادونه ناتوانه بولم.