د خوشحاله ژوند راز څه دی؟

نړۍ ورځ تر بلې پرمختګ کوي؛ نوي ماشینونه، نوي اختراعات او د ساینس او تکنالوژۍ چټک مزل بیا ټولې نړۍ ته هوساینې ور په برخه کړي.

خو؛  پوښتنه دا ده، چې ولې ډېری خلک اوس هم ځانوژنه کوي، له کوره تښتي او یا یې لهّ کورنیو غړو سره یې چال - چلند بېخي ښه نه وي؟
د دې ټولو پېښو لاملونه ډېر دي؛ کله چې له دفتره/ له کاره کورته راځو، نو د ټولې ورځې ستړیا د کور په غړو کموو؛ په تریو تندي خبرې اترې کوو، هره خبره مو په قهر وي، هرې پوښتنې ته نیمګړي او په غوسه ځواب ورکوو.

هو!  خوشحالي په پیسو نه اخیستل کېږي او نه هم څوک خپله خوښي په نورو پلوري. راځئ د ځان لپاره خوښي پخپله راخپله کړئ، په وړو- وړو خبرو غوسه ونه کړو، د خوشحالۍ لپاره په هر ځای او هر حالت کې پلمې ولټو، پهکور کې دېکتاتورانه/ امرانه چلند ونهّ کړو؛ خپل ( پلار و مور، مېرمن، زامن او لورګانو) ته د دوی حق ورکړو، دوی ته د خبرو کولو اجازه ورکړو، بده نه ده چې کله - کله د ټولو خوښۍ لپاره ټوکې ټکالې هم وکړو سره.

- د کورنۍ خوښي،زموږ خوښي ده؛یو بل سره باید همغږي او همکاره اوسو، د کور ستونزو ته پهّ ګډه حللارې وګورو، ځان یو تر بل لوړ ونهّ ګنو؛ بلکې د کورنۍ د غړو پوهو او مهارتونو ته ځانګړی درناوی وکړو.

- شک او ګومان؛ ملګرتیا، انډیوالي او د وینې رشتې هم ختموي. بېځایه شک او ګمان په هېچا ښه نه دی، کله چې مقابل لوری په دې خبرېږي چې تهّ پې شکمن یې؛ نو په زړه کې یې ستا لپاره هغه پخوانۍ مینه،احساسات، احترام او درناوی پخپله (غیر ارادي) ختمېږي.

- بې کاري د غم ملګری دی؛ څوک چې بې کاره وي او هېڅ کوم مسوولیت نهّ هغه پخپله خپه وي، ډول- ډول خواشینوونکې خبرې یې ذهن ته تګ راتګ کوي؛ نو کوښښ باید وشي چې ځان بوخت وساتل شي، که کوم رسمي مسوولیت نهّ لرئ نو کوښښ وکړئ چې د کور په کارونو کې لاسبر کړئ،له ملګرو سره مرسته وکړئ، ځکه چې یوازیتوب پخپله ځانله غم جوړوي؛ نو پر دې اساس ځان یوازې او بې کاره مهّ پرېږدئ.

- د ژوند خوښۍ او بریا لپاره ځانګړی مهالوېش جوړ کړئ؛  د مطالعې لپاره ځانګړی وخت وټاکئ؛  د کور کارونو لپاره وخت ورکړئ، د ساعت تېرۍ/ تفریح لپاره هم وخت وټاکئ او لهّ مړو وختونو ( بې کارۍ وخت) نه مثبت او د ښهّ فکر لپاره ګټنه واخلئ.

په ځینو مشخصو وختونو کې هغهّ فلمونو وګړئ؛ کوم چې تاسې غواړئ یو څه ترې زده کړئ، لکه: د انګلسي ژبې فلمونو کتل چې تاسو ته به تفریح وي او هم به مو ترې د ژبې د زدکړې لپاره ډېر څه زده کړي وي.

یو خو به مو ټوله ورځ د بریاینو/ لاسته راوړنو ډکه وي، بل به مو د غم کولو لپاره وخت نه وي پرې ایښی او تاسې به خوشحاله او سوکاله اوسئ.

- د غم په حالت کې دوو اخخلیکونو ته مخ اړوئ؛ مخلص او سپېڅلي ملګري مو راوبلئ/ ورشئ، بڼډار وسره وکړئ، خپله ستونزه ورسره شریکه کړئ او د زړه خواله وکړئ سره؛ او بل د کتاب په مطالعه ځان اموخته کړئ؛  ډېر وخت د ډېرو دردونو او ستونزو د حل لپاره کتاب ستاسو ښهّ لارښود او غمخوار کېدای شي ؛ نو په یوازیتوب کې د کتاب ملګرتیا وکړئ او ګټنه ترې واخلئ؛ترڅو تاسو ته د غم کولو او یوازیتوب احساس ونهّ شي.

- خپلو خپلوانو کره تګ راتګ مه پرېږدئ؛ مینه او خوښي په تګ راتګ زیاتېږي، کله مو چې کومه بریا لاسته راوړله، څوک چې ستاسو په کامیابۍ خوشحالېږي، له هغو سره یې شریکه کړئ؛ ځکه چې تاسو  ته ډاډ پیدا کیږي چې زه خو هم څوک لرم او زما په خوښي هم خلک خوښېږي؛ستاسو زړهّ کې یو ډول ځواک پیدا کوي او د نورو فعالیتونو توان درکوي.