د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (جمعه)

جيونيوز: نن ورځ مو سمسونګ او آپل موبايلونو کې Google Maps آپلېکېشن آپډېټ کړئ
 د ګوګل کمپنۍ د پتې او ځای موندنې آپلېکېشن Google Maps خپله ۱۵مه کليزه لمانځي او همدا ډول يې نوې او آپډېټ ځانګړې په کې ور زياتې کړې دي. 

نن ورځ به آپل او سمسونګ دواړه موبايلونو کې Google Maps له نوې ځانګړنو سره وي خو په دې شرط چې خپل موبايل او يا هم د Google Maps آپلېکېشن آپډېټ يا تاره کړئ. 

ګوګل کمپۍ خپل نوي آپلېکشن ته د اسانتيا ځانګړنې ور ډېرې کړې دي. اوس په اسانۍ سره کولی شئ چې د هغه ځای انځور او په اړه يې مالومت چې تاسې په تېر کې لېدلی وي، Google Maps ته ور زيات کړئ. 

د ګوګل کمپنۍ د معتبرو او ډېر کارېدونکو آپلېکشنونو يو هم Google Maps دی چې تر ډېره  يې د ځای د پيدا کېدو ستونزه حل او اسانه کړې ده. 

اسوشېيټېډ پرېس: کرونا ويروس په نړيواله کچه ۳۱ زره کسان نېولي دي
 له چین وروسته د کرونا ويروس د نړۍ مختلفو هېوادونو ته خپور شوی دی او د تازه شمېرې پر اساس ټوله نړۍ تر ۳۱ زره کسان په دې ويروس اخته شوي دي. 

د روغتيايي ادارو د خپرې شوې شمېرو پر اساس دغه ويروس له چين وراېخوا په لاندې کې په دې شمېر کسان نيولي دي؛ 
جاپان: 86
سنګاپور : 30
ټايلنډ: 25
سويلي کوريا : 24
استرالیا: 14
آلمان: 13
د امريکا متحد ايالت: 12
تایوان: 16
ماليزيا: 14
ویتنام: 12
 فرانسه: 6
عربي متحده امارات: 5 
-کانادا: 6
هند: 3
فیلیپین: 3 چې يو په کې وژل شوی
 روسیه: 2
-ایتالیا: 2
انګلستان : 3
 بلژیک: 1
نيپال: 1
 سریلانکا: 1
 سوئد: 1
سپانیا: 1
کامبوج: 1
فنلاند: 1

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ به د نړيوال روغتيايي سازمان د بيلا بيلو هېوادونو متخصصين چين ته لاړ شي ترڅو د کرونا ويروس د مخنيوي په لار - چارو خبرې وکړي. 

رويټرز: د چين ولس پرې وير کوي؛ کرونا ويروس هغه چينايی ډاکټر ووژلو چې د لومړي ځل لپاره يې د دغه ويروس خبرداری ورکړ 
 چين کې هغه ډاکټر هم د کرونا ويروس ښکار شو چې د دغه ويروس په اړه يې د لومړي ځل لپاره مالومات خپاره او د چين حکومت يې په جريان کې کړ. 

لي وينلېنګ نن جمعه ومړ. دی هغه لومړی کس وو د چين حکومت يې د کرونا ويروس له خپرېدو وړاندې،  د کرونا ويروس بحران شريک کړ او د احتمالي خطرونو په اړه يې خلک خبر کړل. 

دغه چينايي ډاکټر د ټولنيزو رسنيو له لارې د کرونا ويروس د خپرېدو او راتګ په اړه خبرداري ورکول. د چين خلکو د نوموړي پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او ستره ضايع يې بللې ده. 

رشيه ټوډې: عمران خان  مودي ته: امريکا په افغانستان کې په ۱۹ کالونو کې بريالۍ نه شوه؛ ته څنګه پاکستان په لسو ورځو کې له منځه وړې؟ 
د پاکستان لومړي وزير عمران خان د هندوستان لومړي وزير نرېندرا موي د هغه څرګندونو په اړه چې پاکستان به لسو ورځو کې له منځخه يوسم سخت غبرګون ښوودلی دی. 

عمران خان مودي ته د تاريخ يادونه کړې ده او ويلي دي چې ښايي سم دې نه وي ولوستلي چې هټلر د روسيې په مقابل کې ماته وخوړه، امريکا په ويتنام کې ناکامه شوه او همدا ډول د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې هېڅ د امريکا په لاس ورنه کړل. 

عمران خان وړاندې مودي ته ويلي دي چې مونږ به تاته وښيو چې جګړه څنګه کيږي. زمونږ پوځ منظم دی او خلکو مو يوازې له خدای ويره لري نه له تاسې او جګړې. 

لومړي وزير عمران خان نرېندا مودي ته خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان ۲۰۰ـ مېلوني نفوس، هر وګړی او هر ماشوم به د ژوند تر وروستۍ ساه ستاسو پر وړاندې جګړه وکړي. 

واک ته د عمران خان په رسېدو سره د هندوستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ لا زور اخېستی دی او کشمير کې يې  پوځيان سره سنګر په سنګر ناست دي. 

سکاي نيوز: د لومړي ځل لپاره سويلي قطب يا انتارکتېکا د تودخي درجه ۱۸ سنتي ګرېډ ته وسېده 
سويلي قطب يا انتارکتېکا د نړۍ د شپږو لويو وچو له ډلې هغه وچه ده چې تر زرو خلک په کې ژوند کوي او نور يخو پوښلې ده. د نړيوال اقليم بدلون پر سويلي قطب سخت اغېز کړی دی. 

د لومړي ځل لپاره دغه وچه کې د تودخي درجه مثبت ۱۸،۳ سنتي ګرېډ ته رسېدلې ده چې  د سويلي قطب يا انتارکتېکا په تاريخ کې بې ساری تودخی دی. 

دغه وچې پنځه کاله وړاندې د تودخي رېکارډ جوړ کړی وو خو د سنتي ګرېډ ۱۸،۳ درجې يې پخوانی رېکارډ مات کړ. ساينس پوهان وايي چې د نورو وچو په پرتله دغه قطب کې ډېر د اقلیم بدلون اغېزمن دی چې په پايله کې به يې د يخو کنګالونه اوبه شي.