بنیامین نتنیاهو

 بنيامين نتنياهو داسرائیلو اولنی لومړې وزیر دی ، چې د اسراييلي دولت له منحته راتګ وروسته يې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.  خلک یې د ( بيبي ) په نوم یادوي او ځینې يې هم  ( جادوګر ) بولي، نوموړی  پردې پوهیږي ، چې له رسنیو سره څنګه چلند وکړي  او پر ځان یې راغونډې کړي . نږدې ټول پردې باور دي ، چې نتنیاهو دخپل مخالف لوري کمزوري اړخونه  ډیر زر معلومولای شي . نتنیاهو په دې باور دی ، هره ځمکه چې داسراییلو سرتیرو يوځل رالاندې کړې  له هغې  څخه بیا تیریدل مناسب کار نه دی .  
بنیامین نتنیاهوته دنده سپارل شوې ، چې د اسراييلو نوی حکومت جوړ کړي ، که څه هم له ده سره تقريباً ټولو ښي اړخه افراطي او مذهبي ګوندونو لاس يو کړی ، خو بيا هم تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې نوی حکومت جوړ کړي. ده ډېره هڅه وکړه چې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو لپاره د زيپي لېوني په مشرۍ د کديما د ګوند موافقه او ملاتړ ترلاسه کړي ، خو داسې ښکاري چې لېوني په  اپوزېشن کې پاتې کېدوته  له نتنياهو سره تر ګډ کار ترجيح ورکوي. د ده له افکارو او سياسي پروګرامونو څخه په  څرګنده ښکاري چې دی به له فلسطينيانو سره د روغې جوړې هڅې نورې هم ستونزمنې کړي، ځکه چې نتنياهو چمتو نه دی فلسطينيانو ته د دوی ځمکې بېرته ستنې کړي او يا د دوی خپلواک او جلا حکومت ومني ، بلکې هڅه کوي په اشغالي ځمکو کې د يهودو ښارګوټو ته پراختيا ورکړي او د زور له لارې فلسطینيان سولې ته مجبور کړي. که څه هم دا نسخه په وار وار ازمويل شوې او له ناکامۍ سره مخ شوې ، خو نه پوهېږم چې هغه يهود چې په زيرکۍ کې نړيوال شهرت لري ولې له خپلو ناکامو تجربو زده کړه نه کوي . په زړه پورې دا ده چې هر نوی لومړی وزير يو ځل د زور نسخه ازمويي او کله چې د هغې په ناکامۍ پوهيږي او غواړي خپله ناکامي جبران کړي ، بيا له واکه لرې کيږي، ترور کيږي او يا هم نه رغېدونکې کوما کې ننوځي او پر ځای يې بيا نوې تجربې ته مخه خلاصيږي.په هرصورت وګورو چې ، نتنياهو به دا ځل له خپلو تجربو سره څه وکړي.  بنيامين نتنياهو، چې اصلي کورنی نوم يې ( ميليکوفسکي) دی ، د1949 ز داکتوبر پر 21 نېټه  په تل ابیب کې نړۍ ته سترګې پرانیستې  او د امریکا دفلادلفیا په ایالت کې يې منځنۍ زده کړې بشپړې کړې  ځکه پلار یې ( بیتریون  نتنیاهو) هلته ځینې څیړنې کولې .که څه د ده ټول نيا او نيکونه په لېتوانيا کې زېږېدلي دي ، خو د ده مور او پلار متحده ايالتونو ته مهاجرت وکړاو هلته په مياپوليس کې استوګن شول. د نتنياهو پلار د کارنېل په پوهنتون کې د يهودو د تاريخ پروفيسراو د هېبرو انسايکلوپېډيا پخوانی ليکوال و.په خپله نتنیاهود مهنسۍ د دېپلوم تر اخيستو وروسته  له مشهور امریکايي پوهنتون هارورډ څخه دچارو په اداره کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړې، په  1967 ز کې ، چې اسرائيلو ته راستون شو سمدلاسه  د پوځ په کوماندو برخه کې پر دنده وګومارل شو اوتر  1972 ز پورې یې  دغه دنده تر سره کړه . او په هغه ډله کې يې برخه درلوده ، چې دفرانسې د هوايي کرښې  له یوې تښتول شوې  الوتکې څخه يې اسراییلي یرغمل  راخلاص کړ ل. نتنیاهو یو څه وخت خپل ازاد تجارت  هم وکړ  بیا یې سیاسي ژوند پیل کړ . دبنیامین نتنیاهو دژوند مهم  پړاوونه په دې توګه دي: v  په 1972 ز کې د یوناتان د ترهګرۍ دمخنیوي  د انسټیټوټ  مدیر و . v  له 1973-1967 ز پورې  په پوځ کې مامور و . v  په 1984 ز کې په ملګروملتونو کې  داسراییلو  سفیر شو . v  په 1988 ز کې  پارلمان ته ولاړ . v  له 1992-1991 ز دبهرنیو چارو مرستیال  وزیر  و . v  په 1991 ز  کې دمادرید کنفرانس مهم غړی و . v  له 1996-1992 ز کې بنیامین نتنیاهو په پارلمان کې دبهرنیو ، امنیت ، قانون  او قضاء  دڅانګو غړی و . v  په 1996 ز کې داسراییلو لومړې وزیر شو . نوموړی هغه مهال چې د46  کلونو و ،داسراییلو  په تاریخ کې تر ټولو کشر لومړې وزیرګڼل کېده. v   په 1999 ز  په ټولټاکنو کې  مات شو . v  د2003-2002 ز تر منځ دبهرنیو چارو وزیر و . v  په 2003 ز کې  دمالیې وزیر و . v  په 2005 ز کې یې  له غزې څخه له شاتګ سره دمخالفت او اعتراض په توګه له وزارته استعفا ورکړه . v  په 2005 ز کې  دلیکود مشر شو .   لیکود ګوند دغه ګوند په 1973 ز کې  دحیروت ګوند پر بنسټ ، چې په 1948 ز کې میناخېم بیګن  تاسیس کړې و، رامنځته شو.  دواړو ګوندونو صهیونیستي تګلوری  درلود او په لویه کې  دولادیمیر جابوتنسکي له ګوند ، چې په 1925 ز  کې یې فعالیت کاوه اغیزمن و . دغه ټول دلوی اسراییل  دمفکورې له پلویانو څخه و ، چې داردن دسیند ختیځه تړانګه یې خپله خاوره بلله . دلیکود ګوند لیبرال ښي اړخه صهیونيستي ګوند دی او دنوو محافظه کارانو پرفکر باور لري.  دبنیامین نتنیاهو سربیره  میناخیم بیګن ، ارییل شارون ، اسحاق شامیر ددغه ګوند مشران تیر شوي دي . لیکودګوند په 1977 ز کې وتوانیده ، چې په ټاکنو کې بریالې شي نږدې نیمه پيړۍ په اسراییلو کې سیاسي واک له کیڼ اړخو سره  و . لیکود تل په ټاکنو کې ونډه اخیستې کله به يې داسراییلي حکومت مشري تر لاسه کړه او کله به دپياوړي اپوزیسیون  په توګه وځلیده . دګوند په تاریخ کې 1981 ز  کال له بریالیتوبه  ډک کال و او په پارلمان کې یې 48 څوکۍ تر لاسه کړې وې او په 2006 ز کې یې ډیره بده ماتې وخوړه او ایله يې  12 څوکۍ ګټلې وې . نتنیاهو په انګلیسي روانې خبرې کوې  اوهغه مهال دشهرت اوج ته ورسیده ،چې کله په ملګرو ملتونو کې داسراییلو استازې شو او دخپل هېواد له تګلارو یې کلک ملاتړ کاوه . دسیاست ترڅنګ نتنیاهو څو کتابونه هم کښلي، چې ځینې یې په دې توګه دي : ترهګري : لویدیځ به څرنګه  کامیاب شي 1986 ز  نړیواله ترهګري ، ګواښ او ژغورنه  1991 ز دملتونو ترمنځ ځای ، اسراییل او نړۍ  1993 ز له ترهګرۍ  سره مبارزه ،  دیموکرات  حکومتونه به څرنګه  له نړیوالې او سیمه ییزې ترهګرې  سره مبارزه وکړي 1995 ز .   نتنیاهو  له فلسطینیانو او عربانوسره خپله دښمني نه پټوي،  کله چې لومړی وزیر شو دغه درې خبرې یې ډیرې مشهورې  شوې  ( نه  بیت المقدس ، نه دمهاجرینو بیا راګرځیدنه ، نه  د اسراییلو دناقانونو کورونو ړنګونه ) ، خو موږ به پای کې ورپسې زياته کړو چې نه کاميابي.