تر ډېرو ګونګسو وروسته د افغان ټولنپال ولسواک ګوند(افغان ملت) مشر او مشهورافغان سياستوال پروفيسر ډاکتر انوارالحق احدي د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولتاکنو کې خپله کانديدي او د ماليې له وزارت څخه خپله استعفا رسماً اعلان کړه. د ولسمشر کرزي سره د سيالۍ په لړ کې تر اوسه دا تر ټولو مهم سيال ګڼل کيږي، چې خپله کانديدي يې رسما په ډاګه کړې، خو تمه کيږي چې ښايي يو شمېر نورې وتلې څېرې لکه د کورنيو چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي او د ماليې پخوانی وزير اشرف غني احمد زی هم په نږدې وختو کې خپلې کانديدۍ اعلان کړي .
د ډاکتر احدي کانديدي د افغان وطنپالو کړيو تر منځ د هيلو تر څنګ د رايو د وېش له اړخه يو شمېر اندېښنې هم راپارولي ، خو د افغان ملت يو شمېر فعالين وايي چې دوی په تېرو ټولټاکنو کې د حامد کرزي لپاره د زړه له کومې کمپاين وکړ خو له بده مرغه ده نه له افغان ملت ګوند سره او نه هم له افغان ولس سره په خپلو ژمنو وفا کړې ، نو له همدې امله داځل دوی پرېکړه کړې چې په ټولټاکنو کې خپل کانديد ولري . خو راځیء لومړی وګورو چې ډاکتر احدی څوک دی ، څه ځانګړنې او وړتياوې لري :
پروفيسرډاکتر انوار الحق احدي د 1951 ز کال د اګسټ په 21 نېټه دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په جګدلک کلي کې د قاضي عبدالحق خان په دينداره او عالمه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې .
ډاکتر احدي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په قره باغ اود کاپيسا ولايت په تګاو کې او منځنۍ زده کړې يې پر کال 1969 د کابل په حبيبيه لېسه کې سرته رسولي، وروسته د لوړو زده کړو لپاره لبنان ته ولاړ او هلته يې په 1974 ز کې داقتصاد او سياسي علومولېسانس او په 1977 ز کې يې د بېزنس په اداره کې د بیروت له امريکايي پوهنتون څخه ماسټري تر لاسه کړه .
کله ، چې ډاکتر احدي په بیروت کې خپلې زده کړې سرته ورسولې بېرته خپل هېواد ته راستون شو ، خودلته ورته نور دژوند تېرولو زمینه برابره نه وه هماغه و ، چې دنورو ډېر و افغانانو په څير يې دهجرت لار ونيوه، لومړۍ پاکستان ته او له هغه ځایه امریکا ته ولاړ ډاکتر احدي له وخت څخه په ګټه اخیستنه په 1983 ز کې په اقتصاد کې دوهمه ماسټري د شيکاګو له نارت وېسټرن پوهنځي څخه تر لاسه کړه له زده کړې او درس سره د ډاکتر احدي لېوالتيا وه ،چې نوموړی يې وهڅاوه ،چې له همدغه پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې دوکتورا تر لاسه کړي دا په امریکا کې له نوموتو پوهنتونو څخه شميرل کيږي .
ډاکتر احدي يو کال د کارلېټون په پوهنتون کې استاد او دوه کاله په شیګاکو کې دکانټیننټال ايلونای بانک کې دبانکدارۍ امر و په 1987 کې په روډ آيلنډ ايالت کې د پراوېډنس پوهنتون دسياسي علومو په ډېپارټمنت کې مرستيال پروفیسور او وروسته پروفيسر په توګه درس ورکاوه . ده د منځني ختيځ سياست، نړيوال سياسي اقتصاد، نړيوالو اړيکو او د انقلابونو د تيوريو په اړه تدريس کاوه.
ډاکتر احدي دافغانستان او منځني ختيځ په اړه يوشمېر اثار په انګلیسي او پښتوژبو لیکلي او مقالې یې دنړۍ په مهمو او معتبرو مهالنيو کې خپرې شوې دي .
ډاکتر انوار الحق احدي په تېرو دريو لسيزو کې دافغانستان د سياسي ډګر له مهمو څيرو څخه شمېرل کيږي.په 1969کال کې دافغان سوسيال دموکرات ګوند( افغان ملت) غړی شواو تر هغې وروسته د ګوند له فعالو غړو څخه شمېرل کېده.په نارت وېسټرن پوهنتون کې د زده کړې پرمهال يې پر افغانستان د روسانو د تيري پر ضد څو مظاهرې تنظيم کړې. په 1987ز کې يې د افغان ملت عالي شورا غړيتوب ترلاسه کړ او په 1995 ز او 2006 زکې دګوند دکنګرې لخوا دوه ځلې د رايو په اکثريت دمشر په توګه وټاکل شو او تراوسه ددغه ګوند مشري پرغاړه لري . په 2001 ز کې په افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ تر ړنګېدو وروسته ډاکتر انوار الحق احدي دبن کنفرانس له مهمو غړو څخه و ، نوموړي هماغه مهال درک کړه، چې دبن کنفرانس ډيرې نيمګړتياوې لري او په دې کنفرانس کې دافغانستان له یو مهم توکم سره له نیاوه کار نه اخستل کیږي . ډاکتر احدي دبن دکنفرانس پر مسوده لاسلیک ونه کړ ،ځکه چې دا تړون له هماغه پيله ناانډوله و او له پایلو یې پښتانه زیانمن کېدل ، چې همداسې وشول اوکومه تباه کوونکې جګړه چې اوس دپښتنو په سیمو کې روانه ده لامل یې هماغه دبن دکنفرانس نیمګړې پریکړې دي.
ډاکتراحدي تر 2002 ز وروسته دحامد کرزي په حکومت کې ديوه مسلکي کارپوه په توګه لومړی د افغانستان بانک رييس او له 2004 ز راوروسته تر اوسه دافغانستان دماليې وزیر و . احدي په افغانستان بانک کې د خپلو هلوځلو له امله ښايسته زيات وځلېد. د نوې افغانيو چاپ ، وېش او د بهرنيو پيسو پروړاندې د هغې د ارزښت ساتل، په نويو پيسو کې د ځينو جنګسالارانو د عکسونو دچاپ پر وړاندې کلک مقاومت او د جنګي ډلو له خوا د پيسو د بې مسووليته چاپ مخنيوی د ده د مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کيږي.
ښاغلي احدي په افغان کابېنه کې هم يوه ډېره مهمه څېره بلل کېده او د هغه کس په توگه ترې يادونه کېږي چې د افغان حکومت په ډېرو مهمو پرېکړو په ځانګړې توګه اقتصادي مسايلو کې يې رغنده ونډه لرلې ده .
ښاغلي احدي په تېرو څو مياشتوکې دوه ځلې د هغه څه له امله چې د ماليي وزارت په دننه کې اختلافات وبلل شول، ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړه،خو ولسشمر کرزي له دغو ژمنو سره چې د ډاکتر احدي غوښتنې به منل کيږي د ده استعفا و نه منله او په وروستي ځل همداسې وهم شول او د ماليې وزارت معيين وحيدالله شهراني له خپلې دندې لرې شوخو پرځای يې د اقتصاد وزارت سرپرست وټاکل شو.
ډاکتر احدي د هيواد په کچه دګوتو په شمار او د ښاغلي کرزي په کابينه کې د زده کړو له پلوه بېساری وزير و او د څو کلونو راهيسې يې هيوادته د پام وړ خدمتونه کړي چې د افغان حکومت په ټيکاو کې يې خاص رول لوبولی او آن چې د ده سياسي مخالفين هم دده پروړتيا او زيركتيا اعتراف كوي .
نوموړي چې له څو کلونو راهيسې يې له ډيرو کړاونو سره سره دنده پر مخ بيوله دې ته حاضر نه شو چې يوه ورځ هم خپله رسمي دنده پريږدي .
وروستي