رجب طيب اردوګان

 رجب طيب اردوګان د ترکيې لومړې وزير دعدالت او پرمختيا دګوند رئيس ،مشهوره سياسي څيره ، دسياسي ځيرکتيا څخه داسې برخمن کس ،چې دخپلو هېوادوالو زړونو ته يې لار موندلې نوموړې توانيدلې ، چې په نړيوالواو اروپايي سياسي ناستو پاستو کې خپل ځان پر نورو ومني ، خو پردې سربېره درجب طيب په اړه تل ناندرې راپورته کيږي سيکولر خلک دا او دده ګوند هروخت څاري .
اردوګان په خپل سياسي تاريخ کې له يو لړ دريځونو او سياسي ناندرو سره مخ شوی خو نوموړی په ډير مهارت ورڅخه سرلوړی راوتی ډيری وخت يې داسې رول تر سره کړی ، چې هرڅه يې په خپله ګټه راڅرخولي .
دترکيې لومړی وزير دهرې ورځې په تيريدو داتل په څيره کې راڅرګنديږي نوموړی لومړی سياسي کس و ، چې پر غزة يې داسرائيلو بريد وغنده همدغه دليل و ، چې ولسمشر شمعون پيريس پرې د ډافوس په سيمينار کې نيوکې کولې کله ، چې نوبت اردوګان ته ورسيده دغونډې سمبالونکي به يې خبرې ورپرې کولې ده څوځلې ورنه غوښتنه وکړه ماپريږده ،چې خپلې خبرې پوره کړم ، خو سمبالونکی ، چې دواشنګټن پوسټ ورځپاڼې مشهور ليکوال دی او له اسرائيلو سر ه يې خواخوږي له هيچا پټه نه ده اردوګان ته مناسب وخت نه ورکاوه هماغه و ، چې اردوګان دملګرو ملتونو دعمومي سر منشي بان کي مون ، دعرب ليګ دمشر عمروموسی په حضور کې له تالاره راووت او داغبرګون يې وښود ، چې سمبالونکو ډلې دا نه پرېښود ، چې د غزې دجګړې په اړه د شمعون پېريس پر څرګندونو يو څه ووايي .
دحيرانتيا او ستاينې خو داده ،چې نوموړي هغه مهال له څوکۍ راپورته شو ، چې ولسمشر شمعو پيريس څوځلې دده خبرې ورپرې کړې کله ، چې ورته شمعون وويل : « که چيرې پر ترکيه په لسګونو توغندي وروتوغول شي تاسې به څه کوی ، حماس خوموږ ته بله لار نه ده پرېښی » . اردوګان ،چې دناستو خلکو چک چکو په غوسه کړ نو ده ورغبرګه کړه : « اسرائيل دوژنو ښه تجربه لري ، وړاندې له دې ، چې توغندي وتوغول شي تاسې دغزې پر غاړو په لسګونو ماشومان له کومې ګناه پرته ووژل . دا ډيره دخفګان خبره ده ، چې تاسې هغه چاته لاسونه پړقوې ، چې په زرګونوماشومان او نور بې ګناه خلک يې وژلي دغسې وژنې هيڅ توجيه کېدای نه شي » .
وړاندې له دې ، چې له تالاره راووځي سمبالونکو ته يې وويل : « شمعون 25دقيقې خبرې وکړې او ما ته دومره وخت رانه کړل شو ،چې زه نيمايي خبرې وکړم زه وځم او فکر نه کوم ، چې بيا به ډافوس ته راوګرځم » .
راځې ، چې دلومړي وزير رجب طيب اردوګان د ژوند لوړو ژورو ته تم شو .
رجب طيب اردوګان د1954 ز دفبرورۍ پر 26 نېټه داستانبول د قاشم پاشا په غريبه او بيوزله سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستې پلار يې دترکيې په شمال کې د ( رزا) په ولايت کې دکانالونو دکندلو کار کاوه استانبول ته په دې موخه راغی که بخت ورسره ياري وکړي او دخپلې کورنۍ ژوند يې لږ ښه شي .
اردوګان خپلې لومړنۍ زده کړې تر سره کړې ، بيا د امامانو او خطيبانو په ښوونځي کې شامل شو له دې وروسته په استانبول کې دمرمرې پوهنتون د اقتصاد او سوداګرۍ پوهنځي ته شامل شو اردوګان دخپل ماشومتوب پر مهال پر سړکونووچه ډوډۍ ، ليمو خرڅ کړي ، چې له خپلې کورنۍ سره يو څه مرسته وکړي او دخپلو زده کړو لګښتونه هم پوره کړي نوموړې دزده کړې پر مهال دفوټبال دلوبې مينه وال و . نوموړي د جمهوري ګوند له مشر سره په يوه تلويزوني مناظره کې په ډاګه وويل « دلومړنيو او منځنيو زده کړو پر مهال ما بله چاره نه درلوده پرته له دې ، چې هندوانې ،وچه ډوډۍ وپلورم غوښتل مې ،چې له پلار سر ه مې مرسته وکړم او دخپلې زده کړې لګښتونه پوره کړم ځکه پلار مې بيوزله و » .
سياسي ژوند
نجم الدين اربکان ، چې داسلامي سوکالۍ دګوند مشر او وروسته بيا د ترکيې لومړې وزير شو يو له هغو کسانو ، چې د اردوګان پرسياسي ژوند يې اغيز له ورایه جوت و ، اردوګان به تل له اربکان سره ملګری و ان تردې ، چې دسياسي بنديز راوروسته ، چې په 1980 ز کې له اوښتون وروسته پر اربکان ولګول شو اردوګان به له ده سره ليدل کيده اردوګان خپل سياسي ژوند د نجم الدین اربکان پر مشرۍ دملي ژغورنۍ دګوند له لارې پيل کړ او په 1976 ز کې په استانبول کې دګوند ولایتي مشر شو وروسته بیا په 1985 ز کې په استانبول کې دسوکالۍ دګوند ولایتي مشر شو او دګوند له پلوه دوه ځلې په 1987 ز او1991 ز کې دپارلمان دغړیتوب لپاره ونومول شو ، خوبخت ورسره دواړه ځل یاري ونه کړه .
په 1994 ز کې دهمدغه ګوند لخوا داستانبول دښاروالۍ ټاکنو ته کاندید شو داستانبول ښاروالي په ټوله ترکیه ستره او مشهوره هغه ده اردوګان دخپل ریاست پر مهال دښار پر ښکلا سربېره یو شمیر لاسته راوړنې درلودې ،. اردوګان دخپل ریاست پر مهال دیومیلون ونو دنالو پروژه رامنځته کړه او شین چاپيریال یې رامنځته کړ چې نوموړې یې له خپل ولس نور هم نږدې کړ .
حکومت دسوکالۍ ګوند ناقانونه اعلان کړ او نجم الدین اربکان یې له هر ډول سیاسي فعالیت څخه منع کړ دګوند غړي پاڅيدل او د فضلیت په نوم یې بل ګوندجوړ کړ خو ددې ګوند برخلیک هم د پخواني هغه په څير و محکمې داهم ناقانونه اعلان کړ او اسلامپال یې په ترکیه کې پسې واخیستل .
په همدغه ګوند کې نوو پالو دعدالت او پرمختیا په نوم بل ګوندجوړکړ او مشري یې اردوګان ته ورترغاړې شوه ، خو دټولټاکنو کمیسون دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره رجب طيب اردوګان په ټولټاکنو کې له ونډې اخیستو منعه کړ همدارنګه محکمې دده په حق کې پریکړه وکړه ،چې اردوګان نه دکوم ګوند مشر ي کولای شي او نه یې غړیتوب تر لاسه کولای شي او دا رښته ( حق ) نه لري ، چې پارلمان ته کاندید شي .
زندان
سره له دې ، چې اردوګان په ترکیه کې له پراخه ملاتړ او کاریزما څخه برخمن دی ، خو په 1988 ز کې د دیار بکر محکمې حکم وکړ ، چې اردوګان دې زندان ته واستول شي او 10 میاشتې دې هلته پاتې شي او له دې وروسته هیڅ ډول سیاسي فعالیت نه شي کولای لامل یې دا ، چې اردوګان په خپلې یوې سیاسي وینا کې دغه لاندې شعر ويلې و « مسجدونه زموږ قرارګاوې ، پګړۍ زموږ سپرونه ،منارې زموږ نیزې او مومنان زموږ سرتیري دي » . دا دیو ترکي شعر پښتو ژباړه ده محکمې دا وانګیرله ، چې ديني انګیزه لري او په ترکیه کې د سیکولر نظام د ړنګولو هڅه ده نو حکومت ځکه دده د نیولو امر کړې او نوموړې له دې وروسته حکومتي دنده نه شي تر سره کولې .
اردوګان په زندان کې څلورمیاشتې تیرې کړې خو په خپل کور کې هم د حکومت تر څارنې لاندې و دیو څه وخت په تیریدو حکومت ورته عفوه وکړه او په ترکیه کې د سزا په قانون کې یو څه اسانتیا رامنځته شوه او اردوګان دا زمینه تر لاسه کړه ، چې خپل سیاسي فعالیت بېرته پيل کړي .

لومړی وزير
د 2002 ز په فبرورۍ کې په ترکيه کې د لومړي وزارت لپاره ټولټاکنې اعلان شوې او يو شمير ګوندونو خپل کانديدان درلودل اردوګان دغه ټاکنې د 2003 ز دمارچ پر 14 مه نېټه له اټکله پورته بري وګټلې ، سره له دې ، چې په دغو ټاکنو کې دترکيې سيکولر ګوندونو هم ونډه اخېستې وه او د ترکیې سیاسي وضعیت د دوی په لاس کې و ، خو ډیرو خلکو او رایه ورکوونکو پر اردوګان باور وکړ سره له دې ، چې اردوګان دیني تمایلات لري ،خو ځان یې دترکيې له سياسي نظام او اساسي قانون سره ، چې سیکولر هغه دی اودین له سیاسته جلا بولي برابر کړ خپله اردوګان په څو مناسبتونو کې داخبره کړې ده ، چې دده ګوند سخت دریځه هغه نه دی بلکې منځلارې ګوند دی اردوګان له سیکولر ګوندونو سره د ټکر تګلار غوره نه کړه ،بلکې یو پياوړې حکومت یې جوړ کړ او هغه کسان یې پر دندو وګومارل ، چې دسمون او بدلون پلویان و . اردوګان دمختلفو ډلو له استازو سره خپلې دوستانه اړیکې تودې وساتلې او دایې په زباد ورسوله ،چې نوموړې له سیاسي زیرکتیابرخمن دی او دده اسلامي شالید ددې لامل نه شو ، چې سخت دریځه تګلار خپله کړي .
اردوګان له یو شمیر شخصیتونو اغیزمن شوې لکه محمد صلی الله علیه وسلم دنوموړې دیني روزنه او پالنه یې ښه بیلګه ده ورپسې دده استاد نجم الدین اربکان ، چې دا زمینه ورته برابره کړه ، چې په 1999 ز کې د استانبول ښاروال شي او همدارنګه دوه مسلمان شاعران محمد عاکف او نجيب فاضل هم په هغو کسانو کې راځي ، چې اردوګان ورڅخه اغیزمن شوې . اردوګان لومړې کس دی ،چې په ترکیه یې معلولو کسانو ته دا زمینه برابره کړه ،چې د ترکیې په پارلماني تاریخ کې لقمان ایوا ، چې په سترګو ړوند و پارلمان ته لار ومومي .
اردوګان په 1978 ز کې له امنې سره واده وکړ او څلور اولاد لري ، چې دوه یې زامن او دوه یې لوڼې دي او په امریکا کې لوړې زده کړې تر سره کوي .
ډافوس کنفرانس 2009 ز
د 2009 ز دجنورۍ پر 29 مه نېټه دترکیې لومړي وزیر رجب طيب اردوګان له کنفرانسه په غوسه ووت ځکه د کنفرانس سمبالونکو ورته مناسب وخت ورنه کړ ، چې دشمعون پيرس پر خبرو تبصره وکړي داسراییلو ولسمشر پر غزې له برید څخه دفاع کوله او په لوړ اواز یې خبرې کولې او خپله ګوته به یې رجب طيب اردوګان ته خوځوله اردوګان به څه کوي که چیرې هره شپه پر استانبول توغندی وتوغول شي .
اردوګان داسې خبرې ورته وکړې ته له ما مشر یې خودا تاسې ته نه ښايي ، چې په دغه لهجه او لوړ اواز خبرې وکړې له دې څخه دا ثابیتږي ، چې ته ګناهګار یې ، داسرايیلو لښکر په غزة کې ماشومان وژني ستاسې وزیرانو او رئیسانو ماته ويلي که دوی چیرې دټانکو پر شا غزې ته ننوځي نو د ډيرې نیکمرغۍ احساس به وکړي دغه مهال دکنفرانس سمبالونکې ورته وخت نه ورکوه نو د احتجاج په توګه له غونډې ووت . دحماس مشرانو یواځې دومر ه وویل : عرب مشران یې بایدله ده څخه زده کړي .