د (؛) semi-colon سمه کارونه دلته زده کړئ، له کامې (،) سره څه توپير لري؟ (۱-برخه)

د انګلېسي ژبې د مهمو برخو يوه يې لېکنه ده. په لېکنه کې د نورو چارو ترڅنګ بايد ټکي اېښوودنه يا نقطه ګذاري او يا هم Punctuation د اهميت وړ دي. دې لنډه لېکنه کې د (؛) semi-colon کارونه او له کامې سره يې توپير درته په ګوته کوو. 

۱- (؛) semi-colon  د يو پراګراف دننه دوه جملې او آيډياز سره تړي. (؛) semi-colon  د ټکي يا نقطې خلاف دنده لري. ټکی جملې سره بيلوي په داسې حال کې چې بيا (؛) semi-colon جملې سره تړي. 


بېلګه: 
- It is raining. You should take an umbrella. 
- It is raining; You should take an umbrella. 


۲- (؛) semi-colon د يوې جملې دننه برخې هم سره هم جلا کوي. که چېرې کومه جمله او اوږده او پېچلې وي، نو د (؛) semi-colon په کارونې سره ساده او اسانه کيږي. يا دا چې که چېرې د جملې دننه څو بيلا بيلې برخې کارول شوي وي، او د دوی ترمنځ کامه شتون ولري، نو د کامو لرونکو يو ګروپ له بل ګورپ څخه د (؛) semi-colon په وسيله جلا کوو. 

بېلګه: 


- My plan included taking him to a nice—though not necessarily expensive—dinner; going to the park to look at the stars, which, by the way, are amazing this time of year; and serenading him with my accordion.

 

۳- د thus, therefore, in addition, also, still, however او ځيني نورو تړونو کلمو وړاندې (؛) semi-colon  او وروسته کامه کارول کيږي. 
بېلګه: 
She has an exam tomorrow; therefore, she must study hard. 

نور بيا.......