انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ درې عام انکلېسي لغات چې په عام ډول نه کارول کيږي

۱- down: دغه کلمه د انګلېسي ژبه عامه کلمه ده خو تر ډېره يې د انګلېسي زده کوونکي  يوازې د عبارتي فعالونو سره کاروي. دغه کلمه د فعل په ډول هم کارول شئ. 
 
بېلګې: 
- Down the drink. دا مانا چې څه وڅښي. يو چاته ويلی شئ چې له تلو مخکې دې چای خلاص کړه يانې ويې څښه. Down the tae before leaving.

- Down the palne. الوتکه کينوئ. د  فعل په ډول Down  د land متردافه کلمه ده. خو د الوتکو او چورلکو په برخه کې down د نسکورولو په مانا دی. Down the enemy plane. د دښمن الوتکه رانسکوره کړئ. 

۲- foot: دغه کلمه د پښو په مانا ډېره استعماليږي خو په انګلېسي کې foot فعل هم دی. 

بېلګې: 
- Foot the bill or expenses. مصرف او بېل پرې کړئ. دلته د فوټ مانا دا ده چې د يو څه پيسې ورکړل شي. I hope the company will foot the money. زه هيله لرم چې کمپني به پيسې ورکړي. 

- Foot د Walk په مانا هم دی.  Foot to school. ښوونځي ته پلی لاړ شه. 

۳- Mum: دغه کلمه Mom هم لېکل کيږي، چې  د مور يا Mother کلمې غير رسمي املا ده. د مور له مانا ور اېخوا Mum د چوپ او خاموش په مانا هم دی. 

بېلګې
- Be mum. چوپ اوسه. د mum کلمه په دې اصطلاح کې هم مروجه کارول کيږي، Mum's the word.  د دغه اطلاح مفهوم دا چې چاته مه وايه، يا دا چې دا خبره راز وساته.