د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (جمعه) 

جيونيوز: امريکايي موندونکی هغه کښتي موندلې چې سل کاله وړاندې په برمودا مثلث کې ورکه شوې وه 
امريکايي پلټونکو او موندونکو د فلورېډا ساحل کې هغه کښتي موندلې ده، چې نېږدې سل وړاندې په برموډا مثلث کې غرقه او ورکه شوې وه. 

دغه کښتي له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۲۵ز کال کې له امريکا متحدو ايالتو د کيوبا په لور تلله، چې برموډا مثلث ته په نېږدې سيمو کې ورکه او غرقه شوه. 

د ثبت شوي رېکارډونو اړوند، هغه مهال په ياده کښتۍ کې ۳۲ کسان ناست وو. برموډا مثلث د شمالي اتلانتيک بحيري په لودېځ کې موقعيت لري چې په سلګونه کښتۍ تر اوسه په کې له منځه تللې دي. 

پلټونکو په برموډا مثلث کې د غرقې شوې کښتۍ پاتې شونې موندلي دي، چې په پايله کې به يې د ياد مثلث او هلته د شته پټ ځواک په اړه خپلې څېړنې پراخه او غښتلې کړي. 

اسوشېيټېد پرېس: کرونا ويروس له چين امريکا ته هم ورسېد 
د امريکا متحدو ايالتو په شېکاګو کې روغتيايي مسوولين وايي چې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه يې ثبت  کړې ده. 

د مسوولينو په وينا، يوه امريکايۍ وګړي چې د چين له واهان ښار د جنورۍ په ۱۳مه نېټه امريکا ته تللې وه په دغه ويروس ککړه چې وروسته يې خاوند ته هم انتقال شوی دی. 

شېکاګو کې ډاکټرانو وايي چې د کرونا د خلکو په منځ کې يې د کرونا ويروس د خپرېدو مخه نېولې ده او ثبت شوې پېښه د ښځې او خاوند ترمنځ وه چې د جدي روغتيايي څار لاندې دي. 

هغه کسان چې له وړاندې ناروغان وي او هغوی چې عمر يې تر نورو  ډېر وي ژر په کرونا ويروس اخته کېدای شي. 

العربيه: امريکايۍ هنرمندې (پاملا اندرسون) له څلور ځلې طلاق وروسته د پنځم ځل لپاره واده وکړ
مشهورې امريکايۍ هنذمندې  پاملا اندرسون تېره اوونۍ پنځم واده وکړ. نوموړې له دې وړاندې څلور ځلې واده کړی وو چې وروسته يې صلاقونه اخېستي وو. د نوموړي وروستۍ واده په ۲۰۰۴ کال کې وو. 

نوموړې د حيواناتو حقونو له  يو  فعال سره واده کړی. نېږدې دېرش کاله وړاندې نوموړي پاملا اندرسون ته د واده وړانديز کړی وو. 

پاملا اندرسون ۵۲ کلنه ده او نوی خاوند يې ۳۵ کاله عمر لري. د پاملا اندرسون د واده مراسمو د تېرو وختونو په پرتله محدود وو او کم کسان يې را بللي وو. 

بي بي سي انګلېش: بريتانيا کې د کرونا ويروس دوه مثبتې پېښې موندل شوې 
انګلستان کې روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس دوه مثبتې پېښې موندل شوې دي. 

روغيتايي مسوولينو وايي چې دواړه اغېزمن شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي چې تر جدي درملنې او څار لاندې نېول شوي دي. 
له دې وړاندې تېره ورځ په امريکا کې هم يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. 
د چين ور اېخوا؛ په عربي متحده اماراتو، امريکا او انګلستان په شمول د نړۍ په ۱۸ هېوادونو کې د کرونا ويروس ۹۸ پېښې ثبت شوې دي.

الجزيره: د ۲۰۱۹ کال وروستيو درېيو مياشتو افغانستان کې د خونړيو بريدونو رېکارډ خپل کړ
د امريکا متحدو ايالتو سېګار ادارې په تازه نشر شوي راپور کې ويل شوي دي، چې د ۲۰۱۹ کال وروستۍ مياشتې د افغانستان لپاره په تېرو ۱۸ کالونو کې تر ټولې خونړۍ مياشتې وې. 

دغه راپور وايي چې د ۲۰۱۹ نومبر او ډسمبر مياشتو کې  ۸۲۰۴ خونړي بريدونه شوي دي، چې افغانستان ته د امريکايانو له راتګ وروسته تېرو ۱۸ کالونو کې بي ساري دي. 

د سېګار راپور وايي چې په شوي بريدونه کې وژل شوي او ټپيان دېرش سلنه ولسي وګړي دي. د ۲۰۱۹ کال وروستۍ مياشتې د افغانستان د ولسمشريزوټاکنو د تر سرسه کېدو مياشتې وې. 

رشيه ټوډې: فرانسوۍ لوبغاړې (سارا ابیتبول) خپل رورنکي راباندې جنسي تيری کړی 
د فرانسې د يخ يا سکېټ لوبغاړې (سارا ابیتبول)  ادعا کوي چې د خپل پخواني روزونکي يا کوچ له خوا پرې جنسي تيری شوی دی. 

نوموړې خپل پخوانی روزونکی (ژیل بیر) تورن کړی دی چې هغه مهال چې دی د ۱۵ او ۱۷ کالونو ترمنځ وه، جنسي يې ځورولې او تيری يې پرې کړی دی. 

سارا ابیتبول چې اوس يې عمر ۴۴ کاله دی زياتوي چې هغه وخت يې د ژيل بير په اړه شکايت کړی وو خو د فرانسې د سپورټ وزارت د نوموړې ادعا بې ځايه شمېرلې او رد کړې وه. 

سارا ابيتبول لومړۍ لوبغاړې ه ده چې د فرانسې د مشهور يخ لوبغاړي ژیل بیر په اړه د جنسي خورونو شکايت کوي، له دې وړاندې لسګونه نورو نجونو هم ورته شکايتونه ثبت کړي وو. 

رويټرز: چينايي وګړي نړۍ ته د سر درد جوړ شوی؛ دوه چينايي ګرځنډويه ايټاليا کرونا ويروس انتقال کړی 
 دوه هغه چينايي وګړي چې ايټاليا ته سياحت په پار تللي وو په کرونا ويروس اخته او ايټاليا کې هم د دغه ويروس دوه مثبتې پېښې ثبت شوې. 

له دغه پېښو رووسته چې د ايټاليا حکومت پرېکړه کړې ده، چې له چين ايټاليا  او له ايټاليا چين ته به هر ډول الوتنې وځنډوي. 

د حکومت د تېرې ورځې پرېکړې پر اساس نن جمعه د ايټاليا او چين ترمنځ ټولې الوتنې ځنډېدلې دي. د ايټاليا د ملکي الوتنو ادارې ويلي دي، چې د تر بل اعلان به الوتنې نه تر سره کيږي. 

دوه اغېزمن شوي  چينايي وګړي ايټاليا کې په ځان ته خونه کې اچول شوي دي، او درملنه يې روانه ده.