مايکل جکسن

 مايکل جکسن د لوېديځ د موسيقۍ مشهور او جنجالي شخصيت هم اسلام ومانه ، هغه چا چې څو ځلې له ماشومانو سره د جنسي اړيکو پّ تور محکمې ته را کش شو. مايکل جکسن خپل ټول عمر دداسې سندرغاړي په توګه تير کړی ، چې له پراخه محبوبيت څخه برخمن و، نوموړي د Jackson Five د موسيقۍ د ډلۍ بنسټګر دی جکسن همدارنګه د نڅا او سندرو په برخه کې ډير نوښتونه رامنځته کړي ، جکسن دومره مشهور شو ، چې ولسمشر رېګن دخپل ټاکنيز کمپاين په برخه کې دده له ګروپ څخه مرسته وغوښته، له بريالتوب وروسته يې ورته په سپينه ماڼۍ کې يوه شپه بنډار جوړ کړ همدارنګه دانګلستان ملکې ورته په شاهي دربار کې د موسيقۍ يوه شپه ځانګړې کړې وه .
دنوموړي سندرې اوس هم له نړيوال شهرت څخه برخمنې دي هغه څه چې دجکسن په ژوند کې د پام وړ دي ، دده پېچلې ژوند ، تهمتونه او له نورو سندرغاړو سره جنجالونه ...
اوس ، چې رسنيو دده د اسلام خبره رااخيستې نو روهي ويبپاڼې د جنجالي خو مشهور سندرغاړي ژوند ليک خپل لوستونکو ته وړاندې کوي لومړې به دده د ژوند لوړو ژور او بيا د اسلام کيسې ته تم شو :
مايکل جوزف جکسن Michael Joseph Jackson د 1958ز د اګسټ پر 29 مه نېټه دمتحده ايالاتو په انډيانا کې نړۍ ته سترګې غړولي د ورورڼو تر منځ يې ترتيب اتم دی. پنځه کلن و ، چې په ښوونځي کې يې خپل هنري ژوند له خپلو ورورڼو سره پيل کړ هغه مهال يې ډله دجکسن وروڼه باندې مشهوره شوه .
په 1966 ز کې ، چې کله دخپلې ډلې اساسي سندرغاړی شو دخپلې ډلې نوم يې جکسن 5 ته واړوه په سيمه ييزو کلبونو کې يې سندرې پيل کړې په 1969 ز کې له موټاون شرکت سره قرارداد لاسليک کړ لومړنی البوم يې ، چې څلور سندرې يې درلودې لومړی مقام وګاټه . دغه مهال جکسن له خپلو ورورڼو سره هم همکاري کوله او دخپل البوم ، چې نور به ورسره شريک نه و لکه Ben او Got to be there البومونه يې ښې بيلګې دي .
په 1973 ز کې دجکسن 5 د خرڅلاو بازار سوړ شو او له دې امله يې پر موټاون شرکت تور ولګاوه هماغه و ، چې له شرکت سره يې جنجال سرراپورته کړ شرکت يې له دې منع کړ ، چې د دوی نوم وکاروي يا يې سندرې تکثير کړي له دې شرکت جلا شول او د Sony شرکت د epic Record څانګې سره يې قرارداد لاسليک کړ خو موټاون پرې تور ولګاوه ، چې دوی له قرارداده سرغړونه کړې او خبره محکمې ته ورسيده شخړه پردې پای ته ورسيده ، چې جکسن 5 نوم به دموټاون شرکت شي له دې وروسته دغو ورورڼو د جکسنز تر نامه لاندې سندرې پيل کړې د1976-1984 ز تر منځ 6 البومه د Epic په سټوډيو کې جوړ کړل .
په 1978 ز جکسن په The WIZ فلم کې د ډيانا روس رول ولوباوه ، چې سينمايي ليکوال کوينسي جونز ليکلي و له نوموړي سره د مايکل لومړنی فلم و ددغه ملګرتيا پايله دا شوه ، چې مايکل د Of The Wall په نوم دخپل ډول بېساري فلم راوويست هغه مهال د تورپوستي سندرغاړي لپاره دومره نړيوال شهرت د چا خبره دخوب کاته و او 20 ميلونه کيسټې خرڅې شوې وې .
له 1985-1982ز په منځ کې جکسن خپل البوم د Thriller په نوم راوويست او دا په تاريخ کې تر ټولو زيات پلورل شوي البوم دی هغه مهال يې 60 ميلونه کيسټې خرڅې شوې وې . دغه البوم د 37 اونيو او په بيلبورډ کې 122 اونۍ د لومړي مقام ګټونکې البوم و .
په 1983 ز کې جکسن دموټاون د25 مې کليزې په مناسبت د Billie jean دخپلې سندرې دويلو پر مهال جکسن يوه نڅا وکړه ، چې وروسته يې شعار ( دسپوږمۍ تګ / Moon Walk ) وګرځيد له دې وروسته خبري رسنيو جکسن ته خپل پام ورواړوه همدغه مهال جکسن دشهرت د لوړې پوړۍ ته ورسيده او ددې ترڅنګ دومره شتمن شو ، چې نور سندرغاړي ورته په اوبو کې خوله کېدل .
جکسن له Pepsi- Cola شرکت سره د 15 ميلونو ډالرو په اندازه يو قرارداد لاسليک کړ او جکسن يې شرط کېښود ، چې په عام محضر کې د Pepsi لپاره د يو اعلان جوړونې پر مهال عکسونه وباسي او شرکت به ددې په بدل کې دده د سفرونو او نور لګښتونه پر غاړه اخلي . جکسن په همدغه کال کې 8 جايزې وګټلې ، چې 7 يې يوازې د Thriller البوم له کبله وې .
جکسن په1984 ز د مې پر 14 سپنې ماڼې ته ورسيد او دولسمشر رونالډ ريګن لخوا يې هرکلې وشو ځکه ، چې جکسن د الکولو ضد کمپاين کې د فډرالي حکومت پر پلوې ونډه اخېستې وه .
BAD او دجنجال پيل: 1990-1985ز
جکسن د لينول ريتشي په ملتيا دخير ښیګڼې چارو ته پام شو او د we Are The World په نوم سندره يې تر اوسه د خرڅلاو تر ټولو لوړ ريکارد جوړ کړې او په افريقا له لوږې سره دمبارزې په موخه يې نږدې 50 ميلونه ډالر ه بسپنه راغونډه کړې ده .
جکسن ، چې کله له ATV Music Publishing شرکت %50 سلنه راونيوله دادخپل وخت د موسيقۍ په نړۍ کې تر ټولو ستر شرکت و ، چې د تاليف او دچاپ حق يې خوندي باله د شرکت څښتن د جکسن له نږدې ملګرو څخه و خو ډير زر ورته د جکسن دخيانت او بې وفايې ستونزه رسوا شوه او دهېښتياخبره داده ،چې همدې ملګري يې جکسن هڅولې ،چې ددغه شرکت %50 ونډې راونيسي او پاتې نورې بيا Sony شرکت راونيولې .
له همدغه مهال ژيړ ژورناليزم د جکسن د ژوند په اړه داسې جنجالي کيسې خپرولې ، چې ده خپله څو ځلې دمحکمو دروازې ټکولي .
په 1986ز کې جکسن د Captain EO په نوم فلم کې کار وکاوه فلم ټول 17 دقيقې و او د 30-17 ميلونو ډالرو په اندازه لګښت پرې راغې فلم ډيره ګټه وکړه او تر 1997 ز پورې په ډيزنی لاند کې چليده ، له دې وروسته جکسن له نورو سندرغاړو سره په عادي خبرو جنجالونه کول او دپام وړ جنجال چې خبر ه د ژيړ ژورناليزم لپاره د ورځې توده موضوع وه دجکسن دبڼې بدلون رسنيو وکاږل ، چې جکسن د ښکلاييزو عملياتو له کبله خپل مخ او پوزه وړه اختيار کړې ده جکسن هغه مهال دا منله ، چې ده ښکلاييز عمليات ترسره کړي خو د بدن ټول اندامونه يې نه دي عمليات کړي يوازې پوزه او زنه يې عادي عمليات کړې ، چې دده له سپين رنګ سره يې تناسب رامنځته کړي .
په 1993ز کې هغه څه پېښ شول ،چې د چا په خوا اوخاطر کې هم نه ګرځيدل رسنيو د مايکل نوې او پاک انځور خپور کړ او داخبره يې رسوا کړه ،چې ده دخپلې يوې پخوانۍ ملګرۍ سره په زور دجنسي اړيکو ټينګول غوښتل دغه مهال جکسن له منځني ختیځ څخه پر ليدنه بوخت و ، چې پوليس يې پر کور وروختل ددغې پېښې لامله جکسن خپل سفر رالنډکړ خو دغه ځل ورته محکمې پر کوم جرم تورن نه کړ او خبر ه سوکه سوکه د خلکو له ذهنونو ووته .
مايکل د 1993ز په نومبر کې متحده ايالات پرېښودل او دخلکو له سترګو يې ځان پناه کړ او دګوښيتوب ژوند يې غوره کړ او د مخدره موادو او هيروينو پر کارولو روږدې شو دغه مهال دې ته اړ و ، چې څوک يې وڅاري ، پیپسي کولا ورسره خپل تړون لغوه اعلان کړ رسنيو ته خدای ورکړه او دجکسن شرمونې پرته يې بل کار نه او تل به يې ورته ستونزې راپنځولې ، جکسن په همدغه کې دنړيوال سندرغاړي الفيس بريلسي له لور ماري بريسلی سره دواده نيت وکړ خو واده يې له 19 مياشتو زيات دوام ونه کړ خبري رسنيو بيا دجکسن پسې راواخيسته او داځل يې دده دميرمنې خبرې رااخيستې ، چې په ټوله مانا وشرمیږي .
جکسن په 1989 ز کې د پاپ ، راک او سول موسيقۍ د پاچا لقب وګاټه .
نړيوال سندرغاړي مايکل جکسن په متحده ايالاتو کې په اسلامي مرکز کې خپل اسلام اعلان کړ دده داسلام کېسه يوې افريقايې الاصله ښکلې نجلۍ سره تړاو لري .
کېسه داسې وه ، چې جکسن د پوهنتون په يوې غونډه کې ، چې دغه مسلمانه نجلۍ هم ورته راغلې وه وکتل . جکسن له همدغه شېبې راوروسته څو ځلې هڅه وکړه ،چې له دغې نجلۍ سره وګوري خو نجلۍ ورته وويل : سمه ده ، زه به امريکايي تابعيت لرم خو داددې مانا نه ورکوي ، چې زه به په ټوله مانا د امريکايي نجونو په څير يم زه مسلمانه يم او له تاسره د ملګرتيا هېڅ لېوالتيا نه لرم ځکه زه خپلو اسلامي ارزښتونو ته ژمنه يم . کله چې جکسن پوه شو ، چې زه له يوې مسلمانې نجلۍ سره د واده کولو اجازه نه لرم نو له همدغې عايشه نومې نجلۍ څخه يې د قران کريم يوه نسخه وغوښته کله ، چې جکسن د قران کريم اخستلو لپاره لاس وراوږد کړ نجلۍ وپوښت : ايا ته جنب يې ؟
جکسن : ستا په خبره پوه نه شوم .
عايشه : نا پاکه خلک نه شي کولای ، چې قران کريم په لاس کې ونيسي .
جکسن : نو پاک خلک څوک دي ؟
عايشې ورته دپاکوالي موضوع شرحه کړه ، چې دده جکسن د پام وړ وګرځيده ... دغه مهال جکسن له عايشې قران واخيست او څو اونۍ يې هېڅ درک نه لګيده ، چې کومه خوا ولاړ له ټيلفون له لارې يې ورسره اړيکې ونيوې ورته يې وويل چې ستا لپاره خوشاله خبرونه لرم .
عايشه : کوم يو ؟
جکسن : کله چې ستا له کورنۍ سره وګورم خپله به پوهه شې .
عايشې ورته وويل : داسې ښکاري ، چې ته د اسلام پر ماهيت پوه شوې نو ځکه له ماسره اوس د واده کولو هڅه کوي ، جکسن دعايشې کور ته ورغی ، خو مور وپلار يې ورته وويل : تاسې بايدخپل اسلام اعلان کړیء ،چې خلک پرې خبر شي .
جکسن : زه ٪100 پر قران کريم باور لرم او وايم ، چې لا اله الا الله محمد رسول الله . جکسن دغه سپيڅلې کليمه دامريکا په اسلامی مرکز کې وويله او بيا يې له عايشې سره دواده خبره همدلته غوټه شوه . جکسن وايي : داسلام له اعلان وروسته زه داسې انګيرم ، چې زه تر ټولو پياوړې يم او له الله عزوجل غواړم ،چې ما او زما ميرمين پر خپل فضل او کرم وژغوري او زه اوس دخلکو د تورونو او خبرو پروا نه لرم