جون مکين

 جمهوري غوښتونکو خپله يو ځل ويلي و : موږ هيله لرو ،چې مکين ته اړ نه شو ، هماغه و ، چې د 2002 ز د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې یې پرده یې جورج بوش غوره وباله سره له دې ،چې مکين د بوش په پرتله ډيرې شخصي او سیاسي وړتیاوې لري اوس ،چې مکين دپاڼ پر څنډه ولاړ دی او په 2009 ز کې د 72 کلو کیږي جمهوري غوښتونکي پرې راټول شول که چیرې ګوند د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ماتې وژغوري . له مکين سره دغه ډول چلند باید دوه څيزه روښانه کړي لومړې دمکين شخصیت او له ګوند سره دده اړیکې وڅیړي اوس پایلو جوته کړه ،چې مکین څومره ورته تمه کیده هغسې ونه ځلیده اودجمهوري غوښتونکو هیلې یې ترسره نه کړې ، شنونکي یې لامل د ولسمشر بوش ناکره تګلارې په ګوته کوي راځې ، چې د جمهوري غوښتونکو دکانديد لنډه پيژندنه په ګډه سره ولولو .
جون سيدني مکين (John Sidney Mc Cain III) د 1936ز کال د اګسټ پر 29 مه نېټه نړۍ ته سترګې وغړولې ، امريکايي سياستوال دی اوپه پارلمان کې د اریزونا ایالت دخلکو استازی و په 2008 ز دجمهوري غوښتونکو ګوند څخه د ولسمشرۍ لپاره کانديد دی نوموړې له هغوکسانوڅخه دی ، چې د ويتنام په جګړه کې یې ونډه اخېستې ده .
مکين په باناما نومې جزيره کې د امريکا په نظامي اډه کې زيږيدلې ،چې دامريکا د واکمنۍ لاندې وه پلار او نيکه یې دواړه د متحده ايالاتو په سمندري ځواکونو کې دندې تر سره کړې ، کورنۍ یې له یوې نظامي اډې څخه بلې هغې ته لیږديدله ان تردې ،چې په 1951 ز کې په ويرجینیا ایالت کې میشت شوه .
مکين خپلې لومړنۍ زده کړې له کلیسا پورې تړلي ښوونځي کې تر سره کړې او لوړې هغه یې دميریلنډ ایالت د انابولیس ښار په حربي پوهنتون کې بشپړې کړې . د یادونې وړ ده ، چې پلار او نيکه یې هم له دغه پوهنتون څخه فارغ شوي ، مکين په خپلو اکاديمکو زده کړو دومره پیاوړې نه و د 899-894 محصلینو تر منځ یې د L درجه تر لاسه کړه .
مکين ، چې کله په 1958 ز کې له حربي پوهنتون څخه فارغ شو سمدلاسه یې پوځ ته لار وموندله او دهوانوردۍ زده کړې یې تر لاسه کړې په 1960ز کې پيلوټ شو په منځني ختیځ او کاريبي سمندر کې یې په امريکا يي الوتکو کې دنده پيل کړه .
په 1967ز کې یې ويتنام ته واستوه ، چې دامريکا او ويتنام په جګړه کې برخه واخلي او سکايهوک A-4 الوتکۍ دچلولو دنده ورسپارل شوې وه دمکين الوتکه دتونکين خلیج څخه ورروانه وه ،چې پر الوتکه له کوم لوري توغندی وتوغول شو 134 کسانو د الوتکې په دغه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ، خو له ده سره بخت یاري وکړه او سرسري ټپي شو مکين وتوانيده ، چې له بل پيلوټ سره هم مرسته وکړي کله ، چې دمکين ټپونه ورغيدل بېرته خپلې دندې ته راوګرځيده .
مکين په 1965 ز کې له کارول شیب سره واده وکړ له دغې میرمن سره یې ډډه ونه لګيده په 1980 ز کې طلاق ورکړ او په همدغه کال کې یې له سیندي ماکين سره واده وکړ ، جون مکين د دوګلاس ، اندرو ، سیني ، مګهان ، جاک ، جیمس او بردګټ په نوم اولاد لري .
مکين د 1967 ز د اکتوبر پر 26 نېټه غوښتل ، چې هانوي ښارګوټی بمبار کړي ،خو دشمالي ویتنام ځواکونو یې الوتکه راوپرځوله مکين له الوتکې څخه په سمندر کې راولويده دواړه لاسونه او پښې يې ماتې وې بې هوښه و وړاندې له دې ، چې په اوبو کې ډوب شي په هوښ راغی د ژغورنکي کمربند پر پړسولو یې پيل وکړ ويتنامي جنګيالو ،چې کله وليده ژوندی دی له اوبو یې راوویست او دمکين پر ډبولو یې پيل وکړ ، سیمه ییزو چارواکو ورڅخه وژغوره او د ( هوالو ) زندان ته یې ولیږدوه امريکايي زندانیانو دغه زندان ته له ملنډو ( دهانوي هیلتون ) وايه مکين په دغه زندان کې ښه وځورول شو .
کله ، چې د شمالي ویتنام چارواکي خبر شول ،چې دمکين پلار په امريکايي پوځ کې لوړ رتبه صاحب منصب دی نو ښه چلند یې ورسره پيل کړ د درملنۍ لپاره یې سیمه ییز روغتون ته ولیږدوه اوله همدې ځايه یې بل زندان ته واستوه مکين په دغه زندان کې دوه کاله ګوښي تیر کړل .
جون مکين د 1983ز د جنورۍ پر 3 مه نېټه د اریزونا ایالت کې د سناتور په توګه غوره شو او له جون کیلي سره ګډکار پيل کړ دغه دنده یې د 1987 ز دجنورۍ تر 3 مې نېټې پورې تر سره کړه . له ده وړاندې جون جاکوب ریهودز د سناتور په توګه کار کاوه او له جون مکين وروسته بیا جون جاکوب ریهودز درېیم غوره شو .
جون مکين پر عراق د برید او جګړې له سختو پلویانو څخه دی ، د 2008 ز دمارچ په ټولټاکنو ، چې له ګوند څخه دولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد شو عراق ته یې ناببره سفر وکړ د 2008 ز په میاشت کې یې له اسرائِِیلو څخه لیدنه وکړه او له دې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ ،چې بیت المقدس دې د اسرائيلو پلازمينه شي دغه داسې یوګام و ،چې نړيوالې ټولنې یې هیڅ د پورته کولو زړه نه کاوه