کولن پاول

 دامريکاد بهرنیوچارو پخواني وزیر کولن پاول له خپل تورپوستي ملګري باراک اوباما ملاتړ وکړ پاول له NBC سره په مرکه کې وویل : باراک اوباما د الهام له وړتیا برخمن دی ، ټول امریکایان به داوباما پر بریالیتوب خوښ شي دا دتورو يوازې د تورپوستو خوښې نه ده . دغه ملاتړ به په امريکا کې د ټاکنو او کمپاین پر بهیر جوت اغیز پريباسي ، پاول ،چې په امريکايي کې یې دبهرنیو چارو په وزارت او دوسله والو ځواکونو د رئيس ارکان په توګه دنده تر سره کړې ده هغو امريکایانو ته ، چې تراوسه یې خپل دريځ نه دې جوت کړې وايي : زه دوسله والو ځواکونو دمشر په توګه وایم زه پردغه سړی باور لرم تاسې هم پرې باوري شې » . ددغه ملاتړ له کبله باراک اوباما وايي : که زه کامیاب شوم کولن پاول به دسترسلاکار په توګه وټاکم .
پاول ښه موده دواړه کاندیدان وڅارل او ددوی څرګندونې یې وشنلې او له ډير سوچ وروسته یې پریکړه وکړه باراک اوباما کولای شي ، چې امريکا رهبري کړي .
ددغه ملاتړ تر شا به نور لاملونه هم وي ، خو ګډتوکم ته نسبت یې جوت دی همدا لامل و، چې کولن پاول دخپل ګوند پر کانديد خپل توکمه هغه غوره وباله . دکولن پاول دغه ملاتړ نږدې درې ورځې مشهورو ورځپانو ، تلویزونو او نور و ... رسنیو رااخسته موږ هم د روهي ویبپاڼې لوستونکوته دکولن پاول ژوند او تجربه وړاندې کوو هیله ده ،چې په زړه پورې به وي .
کله ، چې کولن پاول دخپل ژوند کيسه بيانوي په اکثره ځایو کې کاږي ، چې دا د يوعادي امريکايي ماشوم دژوندکيسه ده ، چې پر خنډونو لاسبرې شوې ، ځکه خو دنړۍ پر کچه له شهرت څخه برخمن دی ، يوه خبره ، چې ديادونې وړ ده ،چې پاول په اوسني پېر کې په يو لړ تاريخي پېښو کې دپام وړ رول لوبولې ددغه ډول پيچلې غوټې دخلاصيدو حل همدا دی ،چې تر اوسه څپړل شوې نه ده پاول دا مني ، چې دده د ژوند بهیر دامريکا د کلاسيک ژوند کيسه ده ، خوهمدغه مهال بيا دیو استثنايي وګړي کيسه هم په خپل بر کې رانغاړي .
پاول په خپله بیوګرافۍ کې ( زما دامريکايي ژوند يون ) تر سرليک لاندې کاږي : « زما کيسه د تور ماشوم کيسه ده ،چې له يوې بیوزلې کورنۍ سره تړاو لري ، دا د چوپړ کيسه ده هغه هم په پوځ کې ، دا دهغو کسانو کیسه ده ،چې له ماسره يې مرسته کړې ،چې دغه ځای ته راورسيږم ، دا له زمينو ( فرصتونو) څخه زما دګټې اخېستنې کيسه ده ،چې دهغو خلکو بلهاريو ( قربانيو) پایله ده ، چې له ماوړاندې راغلي وو او کېدای شي هغه هم ورڅخه ګټه پورته کړي ،چې له ما وروسته راځي » .
پاول دځوانۍ دمهال فرصتونه او کړاونه له یاده نه دي ويستي ، کله چې يې دتيرې پيړۍ په نویمونو کلونو کې دلومړي ځل لپاره حکومتي دنده پرېښوده سمدلاسه یې ورسره د ( ځوانانو ديوالي لپاره - دامريکا ژمنه ) نومې موسسه کې د رئيس په توګه دنده پيل کړه ، نوموړي دبهرنيو چارو دوزير په توګه څو ځلې له ځوانانو سره دخبرو په موخه خپل مهالویش بدل کړې ځکه همدا ځوانان دي ، چې دراتلونکي نسل مشران دي ددوی ستونزو ته باید غوږ ونیول شي .
پاول په 2004 ز کې د ( نړيوالې سولې زړي ) تر سرلیک لاندې کنفرانس کې ويلي و : « له ځوانانو سره زما په ګردو خبرو کې ، موږ دکورنۍ ، تاريخ ، دهیلو او ارمانونو ، دشک او ډار په اړه خبرې کړي له دغو ټولو خبرو څخه دا پایله راوځي ، چې موږ دبشر په توګه ديوبل ښه درناوې کولای شو ... کله ، چې خلک خپل فکرونه سره تبادله کړي دغه مهال بيا شونې ده ،چې سوله زموږ په زړونو کې ځای ونيسي »
کولن لوثر پاول په 1937 ز کې دنيويارک په ساوس برونکس نومي ځای کې نړۍ ته سترګې پرانیستي او دمختلفو دينونو او توکمونو په سيمه کې ، چې کيلي سټريټ یې بولي راستر شوې ، مور وپلار یې دجامايکا څخه مهاجر راغلي و او دخپل ژوند لپاره یې کره معيارونه ټاکلي و او د زده کړې پر ارزښت پوهيدل ، خو ماشوم کولن پاول لکه څرنګه ، چې خپله وايي پاملرنې او لارښونې ته اړتیا درلوده نوموړي په خپله بیوګرافۍ کې کاږي : زه په هيڅ شي کې مخکې نه وم ، خو زه ښه هلک وم ښه کاري وم له دې زيات نه ، خو دا هرڅه هغه مهال بدل شول ،چې کولن پاول په نيويارک کې په سيټي کولدج پوهنځي کې شامل شو او دځمکپوهنې په برخه کې يې زده کړې بشپړې کړې او د ( احتیاطي ضابطانو دروزنې فرقه ROTC) کې يې دنده وموندله ، دپاول شخصيت دوړ نظم او دسپلين په رڼا کې وځليده او دروزنې د فرقې قومندان شو ، په 1985 ز کې په امريکايي پوځ دويم بریدمن شو .
پاول په دوو جګړو کې ونډه اخېستې ده ، لومړې دويتنام په جګړه کې او دوه ځلې دجنګ پر مهال ټپي شوې هم دی ، وروسته یې بیا په کوريا ،المان او متحده ایالاتو کې دامريکايي سرتیرو قومانده پر غاړه وه ، پاول په اداره کې دماسترۍ سند لري او پردې سربېره یې دسپينې ماڼې پوهنتوني سکالرشپ تر لاسه کړې دی .
پاول څو کاله وروسته وليکل : « کله ، چې راستر شوم نو نظامي ژوند مې غوره کړ ، په جګړه کې مې نږدې ملګري له لاسه ورکړل ، وروسته مې دخپل هېواد دسوکالۍ په موخه هوډمنو او پياوړو ځوانانو اوپيغلو مشري هم وکړه دهمدې ځوانانو يوه ډله ولاړله داسې ورځ نه وي ،چې زه دهغوي په اړه سوچ ونه کړم » .
په 1986ز کې پاول تورنجنرال شو او دريګن له حکومت سره یې کار پيل کړ يو کال وروسته بیا ريګن دملي امنيت دسلاکار په توګه وټاکه همدغه مهال یې د پخواني شوروي اتحاد له ولسمشر ميخائيل ګورباچوف سره داسې ناستې اوغونډې وکړې ،چې دتاريخ لوري ته یې بدلون ورکړ ، کله چې متحده ایالاتو له صدام حسين څخه دکويټ دازادولو په موخه د نړيوال ائتلاف په چوکاټ کې د ( صحرايي باد) په نوم عمليات پيل کړل کولن پاول د جورج بوش ( پلار ) دمشرۍ لاندې دمشترکو ځواکونو دمشر په توګه دنده تر سره کوله ، نوموړي په 1993 ز کې له پوځ څخه متقاعد شو ، خو په متحده ایالاتو کې دنوموتې سیاسي څيرې په توګه وپيژندل شو .
پاول وايي : سياسي او نظامي یووالې و ، چې له لويديځ سره یې مرسته وکړه او پخوانی شوروي اتحاد یې راګير کړ ،خو دفکرونو ځواک و ،چې سړه جګړه یې پای ته ورسوله او په پخواني شوروي اتحاد او ختيځه اروپا کې ديموکراسي پلې شوه . پاول وايي :
« دولس دازادۍ زور ، دوګړي دازادۍ زور ... دا دوه هغه اغيزمن ځواکونه دي ، چې دسړې جګړې نړۍ یې بیا انځور کړه او هغه نړۍ یې رامنځته کړه ، چې موږ اوس په کې اوسو ... زه فکر کوم ،چې له دغو دوو ځواکونو سره نه کيږي » .
کولن پاول له 2001 – 2005 ز پورې دامريکا ډيپلوماسي داسې مهال پرمخ بيوله ،چې دنوو اوډيرو ګواښونو مهال و : دترهګرۍ پرضد دجګړې دنړيوال ائتلاف مشرتابه ، په افغانستان اوعراق کې د ډيموکراسۍ دپلې کيدو په هيله مرسته ، دناټو تړون دپراختیا لپاره مرسته ، دايډز دګواښ مخنیوي مرسته ، په منځني ختیځ کې له نیاوه برخمنه سوله ، دنړۍ په کچه دازادۍ او اقتصادي ودې فرصتونه رامنځته کول .
پاول ، چې کله په 2003 ز کې دمارشال موسسې جایزه تر لاسه کوله ، ویې ويل : « جورج سي . مارشال زما لپاره ځانګړې اتل دی ، دهغه عکس زما په دفتر کې راځوړند دی ، کله چې زه په خپل دفتر کې کینم او د سختوستونزو دحل لپاره سوچ کوم نو دجورج عکس ته ګورم » .
کولن پاول په 1962 ز کې له الما جونسون سره واده وکړ ، د مایکل په نوم یو زوی او لیندا وآن او حفیدان په نوم دوه لوڼې لري .
دشلمې پیړې له نویموو کلونو څخه رادیخوا ، چې کله به پاول دکار له فشار سره مخ شواو ستړی به شو نو دموټرو جوړونې ته به یې مخه کړه په همدې اړه پاول په برلین کې د ښوونځي شاګردانو ته ويلي و :« زما لپاره دموټرو اصلاح کول یو ډول ساتیري ده ځکه دادسیاسي ستونزو له حل سره توپير لري ، کله چې دموټر ګیر کار ونه کړي زه کولای شم ، چې ډیر زر دستونزې ځای وموم » .
کولن پاول تل هغه ارزښتونو ته درنه سترګه ګوري ، چې دده د ژوند تګلار ېې ورته ټاکلې ده يوه ورځ ېې په امريکا کې ( امريکايي – ايټاليې ملي ټولنې ) ته ويلي و : زه ،چې دنړۍ هر ځای ته ولاړ شم سمدلاسه مې فکر د کيلي سټريټ کوچنی ماشوم ته وروګرځي ، څو توکمیز مشترک امريکایي احساس ، چې ګرد انسانیت ته یې خپله غیږ پرانېستې او له هر ډول فرصتونو څخه برخمنه ده ، دبل هر وخت په پرتله دغه ډيموکراتيک احساس زموږ دهېواد ستر ځواک دی او تر ډيره به زموږ ستره هیله وي او همدا نړۍ ته زموږ تر ټولو ستره ډالۍ ده .
کولن پاول د 2003 ز په فبرورۍ کې امنیت شورا ته په عراق کې دپراخه ویجاړونکو وسلو دشتون په اړه یوه دوسیه وړاندې کړه ،چې وروسته بیا زباد شوه ،چې دده ګرد معلومات ناکره وه . پاول دنوې نظامي نظریې - متحده ایالاتو ته بویه ،چې دهر نظامي اقدام له لارې خپلې سیاسي موخې له نظامي هغو ته په کتنې په ډاګیزه توګه وټاکي او که اړتیا پېښه شي دزور له لارې یې تر لاسه کړي - څښتن دی . ددې ترڅنګ یې په 1999 ز پر یوګوسلاويا دناټو د الوتکو بمباري ناسمه وبلله ، پر کویت د عراق د برید په ترڅ کې دنظامي اقدام مخالف و او بندیزونه یې غوره وبلل او د زور له لارې یې دصدام راپرځول نه خوښول ، خو ډیر کم به پر خپل دریځ ودریده .