پاکستان به د پښتون غورځنګ غږ چوپ کړي؟

دوه کاله وشول چې د خیبرپښتونخوا د بیلابیلو سیمو خلک راپورته شوي او له پاکستاني ریاست خپل حقونه غواړي.

په دې دوه کلونو کې پښتنو لکه د منظور پښتون، محسن داوړ او علي وزیر په څېر مشران پيدا کړل او اقتدا یې ورپسې وتړله.

پښتنو په دوه کلونو کې د پاکستاني ریاست پر خلاف داسې سترې غونډې کړي چې د پاکستان په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي.

د پاکستان په تاریخ کې پښتانه دومره نه و منسجم شوي، لکه نن چې منسجم دي او د پښتنو دې یووالي د پاکستان ریاست وارخطا کړی هم دی.

د پاکستان حکومت له پنجاب جوړ دی او د پښتنو ونډه په کې بیخي صفر ده نو ځکه له پښتون یواځې د سپر په توګه کار اخیستل شوی او هیڅ ډول حقوق نه دي ورکړل شوي.

که پښتانه څو کاله وړاندې همداسې سره یو ځای وی ، پاکستان هيڅکله نه شو توانیدلی چې پښتنو باندې دومره ظلم وکړي.

اوس مقبوضه خاوره کې پښتون هغه پخوانی نه دی چې پاکستان ورته فکر کو، اوس یې یو لښکر برابر کړی او امام یې پيدا کړی چې سوچه ولسي حرکت او مدني مبارزه کوي.

پاکستان تازه د دوشنبې په شپه د دې لښکر سرلاری منظور پښتون ونیو چې پراخ غبرګونونه یې راپورته کړي دي.

لر او بر افغانانو سره لاس یو کړی او د منظور پښتون د خوشې کیدو غوښتنه کوي، خبرداری دا دی که منظور خوشې نه شي د پاکستان ریاست لپاره به یې پایلې ښې هيڅکله ښې نه وي.

پاکستان څو ځل د پښتنو په دې لښکر ډول ډول ټاپې ووهلې، کله یې په جاسوسۍ تورن کړل او کله یې یاغي وبلل، خو هیڅ ثبوت یې پيدا نه کړ چې دا لښکر نوم بدی کړي.

د پاکستاني ریاست بل ظلم دا دی چې ټولو پاکستاني رسنیو باندې یې د دې لښکر غږ خپرول بند کړي او یواځې خواله رسنیو ټویټر او فیسبوک کې خپل غږ پورته کوي او تر نړیوالو یې رسوي.

دا لښکر چې له کلونه خوب وروسته راپاڅیدلی، تر هغې بیرته نه کیني، تر څو یې چې له پاکستاني ریاست حقوق نه وي ترلاسه کړي.

پاکستان کلونه پښتانه د ترهګرو په نوم وژلي، بندیان کړي او ان ځینې یې بیخي نادرکه کړي چې تر نن یې درک نه لګي.

پاکستان د پښتنو له سیمو ګیس او برق تولید کوي، خو همدې سیمو ته یې هیڅ دول برق او ګیس نه دی ورکړی.

پښتنو سیمو کې تراوسه نه معیاري سړک شته، نه روغتون شته، نه ښوونځی او نه پوهنتون شته.
کله چې د پاکستان د دفاع خبره راشي، بیا یې پښتون لومړۍ کرښه کې اچولی وي او جګړه پرې کوي، خو د امتیازاتو وخت کې پښتون زندان کې وي او پنجابیان لومړۍ کرښه کې وي.

دا ځل د پشتنو لښکر ماتې نه خوري، دا ځل به پنجاب ماتې خوري او که د دې لښکر ټول غړي هم بندیان شي، لسګونه نور یې روزلي چې دا مبارزه بریا ته ورسوي.