د مجرمینو پروړاندې د ملت او دولت ګډه مبارزه

دا چې کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې د جرمونه کیږي، یا دا چې په دې تړاو د خلکو شکایتونه او اندیښنې زیاتې شوي، حکومت د امنیتي میثاق په نوم یو پروګرام پيل کړی دی.

دا برنامه د دولت او ملت مشترکه ده، دولت د خلکو په همکارۍ اړوند سیمو کې مجرم او تورن په نښه کوي او زندان ته یې لیږي.

دغه راز هغه کسان چې مکرر جرمونه یې کړي، قتلونه یې کړي، غلاوې کوي او اسناد او شواهد پرې شته، کورنیو چارو وزارت یې نومونه اعلان کړي او دخلکو همکاري کولی شي چې دا ټولنه د دې خلکو له شر څخه وژغوري.

افغان دولت د امنیتي میثاق برنامه په ښارونو او کلیو کې د خلکو د امنیت د ټينګښت او له جرمونو سره د موثرې مبارزې په پار تدوین کړې او اوسمهال د تطبیق په درشل کې ده.

په دې برنامه کې خلک د مجرمینو پر وړاندې د امنیتي میثاق په تطبیق سره لا بسیج کېږي او همدارنګه د دې برنامې پر بنسټ پولیس توانېدلي، څو د خلکو په همکارۍ د مجرمینو په نیولو کې لا غښتلي شي.

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په دې برنامه کې زرګونه کابل مېشتي په رضاکارانه ډول بسیج شوي او د یوې اونۍ راهیسې پولیسو د خلکو په همکارۍ څه باندې ۲۰۰ مجرمین چې په کابل ښار کې یې فعالیت درلود، پېژندلي او له دې ډلې یې ۲۵ تنه نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت د خلکو د رضاکارانه نقش په پایله کې د مجرمینو په نیولو او د جرمونو په کموالي کې د پام وړ نقش درلودلی او د دوی د لا زیاتو همکاریو په تمه دي.

اوسمهال د ۸۰ تنو هغو مجرمینو نوملړ چې په کابل ښار کې یې د امن او نظم په اخلال کې لاس لرلی او د پولیسو تر څار لاندې دي، د کابل ښار له اوسیدونکو سره نومونه شریک کړي او ځینې نور به هم شریک کړي، چې خلک یې د نیولو برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

د دې برنامې له مخې به ځينې سیمو کې مخفي پولیس ګرځي،  دغه پولیس به د هیواد د نوي امنیتي میثاق له مخې په شخصي موټرو کې ګرځي او د ترهګر او مجرمینو پیژندلو او نیولو کې به مرسته کوي.

دا پولیس به د هغو امنیتي چارواکو د غفلت او سرغړونې رپوټ هم ورکوي، چې د دندې پرمهال له صلاحیتونو ناسمه ګټه اخلي یا خپلې دندې سمې نه ترسره کوي.

امنیتي میثاق په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین لپاره عملي کیږي چې لومړی پیل یې له کابله شوی دی.

د دې میثاق له مخې د کابل ښار په ۶۶ بیلابیلو برخو کې امنیتي کمرې لګول شوي دي، ترڅو د امنیت ټینګښت او مجرمینو پیژندلو او نیولو کې مرسته وکړي.

نو ویلی شو چې امنیتي میثاق کې د دولت او ملت ترمنځ د همکاریو یو تړون دی، دا تړون رضاکاره دی چې خلک له پولیسو سره همکاري شي او هغه کسان ونیول شي چې ښاریانو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.
 
اوس که خلک له پولیسو سره یو ځای شي او په دې برخه کې ګډ کار وکړي، هیڅ مجرم به پټنځای و نه لري او ټول به ونیول شي.

دا د ټولو مسوولیت دی چې د ناکاره خلکو له شر څخه ټولنه وژغوري او اجازه ور نه کړي چې تر دې وروسته هم جنایتونه وکړي او عامه نظم اخلال کړي.

په دې پروګرام کې یو عادي ښاری چې ځان مسوول نه ګڼي، مسوول ګڼل کیږي چې له پولیسو سره د غلو او مجرمینو پرضد مبارزه وکړي، له خلکو یواځې همدومره غوښتنه ده چې د مجرمینو په نیول کیدو مرسته وکړي.