امريکا پر خپلو سړکونو، برېښنا او پلونو ۷۶۰ مېلېارده ډالر مصرف کوي

روهي (څلور نۍ/۹ د سلواغې)، د امریکا متحدو ایالتو ولسي جرګه کې ديموکراتانو د راتلونکو پنځو کالونو لپاره د سړک جوړونې، پل جوړنې او کاربن ډای اکسایډ د کمولو لپاره ۷۶۰ مېلېارده امريکايي ډالر بوديجه ځانګړې کړې ده.

ديموکراتان وايي چې د امريکا متحدو ایالتو بنسټیزې پروژې ګواښ سره مخ دي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت ورته بايد ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دموکراتانو په وړانديز شوې بودجه کې سړکونه، پلونه، د اورګاډي پټلۍ، برېښنا، انټرنېټ او نورې بنسټيزې پروژې شاملې دي.

پر ديموکرات ګوند نيوکه کوونکي وايي چې د بنسټيزو پروژو رغونه د ۲۰۲۰ کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کمپاین دی. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200129_170153_604.sdoc-->