تور خم دروازه بېرته خلاصه شوه

روهي (څلور نۍ/۹ د سلواغې)، د ننګرهار ولايتي مسوولين وايي چې له ساعت ټړل کېدو وروسته د تورخم دروازه بېرته د مسافرينو پر مخ خلاصه شوه.

د تور خم دروازه نن سهار وختي د امنيتي مسايلو پر اساس پاکستان وتړله. د ننګرهار ولايتي ادارې رسنيو ته ويلي چې د دواړه خواوو په هوکړې ياده دروازه بېرته خلاصه شوې ده.

تورخم کې افغان مسوولين وايي چې په تېرو لسو ساعتونو کې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله يې اوس يوازې مسافرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي چې وروسته به موټرونه پرې تګ راتګ شروع کړي‌.

پاکستان په داسې وخت کې د تورخم دروازه وتړله چې د افغانستان په ډېری ولايتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر ملاتړ پراخه لاريونونه تر سره شول.‌<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200129_164042_077.sdoc-->