ولسمشر غني: غاصبان، زورواکان او غیر مسوول وسله وال باید وځپل شي


روهي ( څلور نۍ/۹ د سلواغې)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د سروبي، خاکجبار، موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو او شلمې ناحیې د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.

ولسمشر غني ګډونوالو ته په وينا کې ويلي، د هیواد افغانستان پرېمانه زېرمې لري، خو محدوده ډله د اصلاحاتو او له دغو زېرمو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیسي، مګر ستاسو په غوښتنه او ملاتړ به هیڅ وخت دوی ته د دې اجازه ورنه کړو.

جمهور رئیس د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د څلورو ولسوالیو له استازو سره داسې میکانیزم رامنځته کړي چې له مخې یې پرمختګونه او پاتې ستونزې تشخیص شي. هغه زیاته کړه، په هرو څلورو میاشتو کې به په خپله له خلکو سره د شویو پرمختګونو او لاسته راوړنو د ارزونې په اړه ناستې ولرم.

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې په ټینګار سره وویل، غاصب، زورواکانو او غیر مسوول وسله والو ته نور په افغانستان کې ځای نشته، ځکه ولسونه له دوی څخه تر پوزې رسېدلي دي او غوښتنه یې داده چې غاصبین، زورواکان او غیر مسوول وسله وال باید وځپل شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200129_162950_985.sdoc-->