بلخ کې د منظور پشتين په ملاتړ د يو افغان غږ پورته شو

روهي( څلور نۍ/۹د سلواغې)، د هېواد په شمال بلخ ولايت کې لسګونه افغانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په ملاتړ لاريون وکړ او د نومړي د خوشي غوښتنه کړي.

لاريون کوونکو د پاکستان حکومت په توپيري چلند تورن او د منظور پشتين پر نېول کېدو خواشيني ښوودلې.

له بلخ وراېخوا، نن ورځ په لوېديځ هرات ولايت کې سلګونه کسان د منظور پشتين په ملاتړ سرکونو ته راوتي يي.

منظور پشتين د همدې اونۍ په سر کې پېښور کې پاکستاني پوليسو ونیولو. پوليسو وايي چې نوموړي په يوې راټولېدنه کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی وو.

د منظور پشتين د نېونې په غبرګون کې افغان حکومت هم د نوموړي د ژر تر ژره خوشي هيله ښوودلې.

ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، آمر الله، محمد حنيف اتمر او رحمت الله نبیل، د پاکستان له حکومت غوښتي دي، چې منظور پشتين دې له بند ازاد کړي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200129_160746_139.sdoc-->