داسراييلو پخوانی لومړی وزير ايهود اولمرت ، چې د اريل شارون د مړينې له امله په اسانۍ سره د کديما ګوند واک لاسته ورغلی و ، په ډېرې رسوايۍ له دندې استعفا وکړه ، ځکه که چېرې استعفا يې نه وای کړې نو د رشوت په تور به جبراً له دندې ګړښه شوی وای . د کديما ګوند په عاجله توګه توګه د ځای ناستي په لټه شو او لومړی يې د ګوند د مشرۍ لپاره ځای ناستې وموندله او دا دی همدې نوې مشرې ته ، چې تر اوسه د اسراييلو د بهرنيو چارو وزيره هم ده ، د ولسمشر شيمون پرېز له خوا د حکومت جوړولو دنده سپارل شوې . هغې لومړی دکاديما ګوند مشري وګټله اوخپل پوځي سيال موفازته يې ماته ورکړه . په ټولپوښتنو کې ليفني دکاديما ګوند مشرۍ لپاره له ګردو کانديدانو وړاندې وه سره له دې ،چې نوموړې د نوروپه څير خوله وره نه ده او نه داسې حماسي کاريزمي شخصيت لري ، چې عام ولس ځان پسې رامات کړي پردې سربېره دا د اسرائيلو دهغومشرانو په څير هم نه ده ،چې د لوړو نظامي رتبو او يونيفورم له برکته يې محبوبيت تر لاسه کړی وي . د اسراييلود لومړی وزارت څوکۍ نه يوازې د اسراييلو لپاره مهمه ده ، بلکې د اسلامي نړۍ اوپه ټوليزه توګه ټولې نړۍ ته اهميت لري .
ځيپي ليفني د1958 ز د مۍ پر 8 مه نېټه په تل ابيب کې نړۍ ته سترګې پرانېستي ، پلار يې ايتان ليفني او مور يې سارا روزنبرګ نوميږي دواړه د مناخېن بيګن تر مشرۍ لاندې دارګون – دا د يهودو پټه سخت دريځه ډله ده چې له 1948 ز څخه وړاندې يې د انګليسانو او فلسطينيانو پر ضد کار کاوه - په نوم د سخت دريځه ډلې فعال غړي وو. داسرائيلو له منځته راتګ وړاندې يې د يو شمېر برتانويانو پر ترور لاس پورې کړ او په فلسطين کې يې په ځايونو کې بمونه الوځولې د اسرائيلو له منځته راتګ سره سم يې پلار د حيروت له ګوند څخه ،چې وروسته بيا پر ليکود واوښت د پارلمان غړی شو .
ليفني شپارلس کلنه وه ،چې د امريکا د بهرنيوچارو د پخواني وزير هنري کسينجر پر ضد په لاريونو کې ونډه اخېستې وه له جولان او سيناء څخه د اسرائيلي پوځونو د راوتو سخته مخالفه وه، دا د هنري کسېنجر د پروګرام هڅې وې ،چې په 1973 ز کې منځني ختيځ ته راغلی و او غوښتل يې دخپلو ليدنو اوکتنو په ترڅ کې يو څه جوړجاړی رامنځته کړي .
ليفني داسلوپر تړون ،چې په 1993 ز کې لاسليک شو نيوکې کولې ، ددې له انده ،چې دغه تړون مهمې مسلې له حل پرته پريښې دي . نوموړې نه غوښتل ،چې راڅرګنده شي له خبري رسنيو يې ځان او خپله کورنۍ ساتله ، له نفتالي سبيتزر سره يې واده وکړ ،چې داعلاناتو شرکت لري . ليفني دخپلې زده کړې پرمهال جوسته او زيرکه شاګرده وه . ددې داستخباراتي فعاليتونو په اړه دومره څه په لاس کې نشته ، خودموساد لپاره يې په فرانسه کې ځينې چارې تر سره کړي .
ليفني په بار ايلان پوهنتون کې دحقوقو زده کړې بشپړې کړي له سياسته وړاندې يې نږدې لس کاله په خصوصي شرکتونو کې دوکيلې په توګه دنده ترسره کوله او ميرمن ليفني د سوداګريزو شرکتونو دچارو متخصصه ده .
په پوځ کې دخدمت له ترسره کولو وروسته يې دضابط رتبه تر لاسه کړه، له دې وروسته يې عام قانون ولوست او د اسرائيلو په څارګره اداره ( موساد ) کې يې له 1984-1980 ز کې د قانوني ادارې په برخه کې دنده تر سره کړه . دغه مهال يې عمر 22 کاله و تر 26 کلنۍ پورې له موساد سره وه ( ايالا حاسون ) دليفني په اړه کاږي :
« کله ،چې ليفني 22 کلنه شوه ، پاريس ته ولېږدول شوه او هلته د موساد د جاسوسانو له خوا ورته وار له مخې د استوګنې لپاره کوټه په کرايه نيول شوې وه ، ( په پاريس کې دموساد جاسوسان له دندې پرته په کرايه شوو خونو کې شپې نه سبا کوي له دې معلوميږي ،چې يو څه شته ،چې تر سره شي ) ليفني ،چې کله اسرائيلو ته راستنه شوه پريکړه يې وکړه ،چې دموساد په روزنيز کورس کې شامله شي په دغه کورس کې يې خپله وړتيا وښوده ، خو پای ته يې ونه رساوه دا يې غوره وبلله ،چې له خپل ملګري سره واده وکړي او په موساد کې يې دخپل کار اودندې پاڼه وتړله ، خو دموساد لپاره په زړه پورې څيره وه .
د1996 ز په ټولټاکنو کې له ليفني سره بخت ياري ونه کړه او ناکامه شوه ، خو ګوند يې کامياب شو کله ،چې بنيامين نتنياهو لومړی وزير شو ليفني يې دخپل سکرتر افيګدور ليبرمان – اوس د اسرائيل بيتناګوند مشر دی - په سپارښتنه د حکومتي شرکتونو عامه رئيسه وټاکله .
په 1999 ز دليکود ګوند له اړخه د پارلمان غړې شوه او په 2001 ز کې يې د لومړي ځل لپاره د سيمه ييزو همکاريو وزارت تر لاسه کړ . په 2003 ز کې دنوو مهاجرينو د راستنولو وزيره شوه او په 2004 ز کې يې د همدې وزارت تر څنګ د عدليې وزارت چارې هم سمبالولې .
ليفني دهغو ګوندي مشرانو په سر کې راځي ،چې په 2005 ز کې له ليکود څخه ووته او اريېل شارون په مشرۍ يې د کاديما په نوم نوی ګوند جوړ کړ .
ليفني له ارييل شارون سره دوستي درلوده کله ،چې نوموړې له دماغي سکتې سره مخامخ شو ليفني د اولمرت لمن ونيوه اوهغه هم د بهرنيوچارو وزارت ورته ورکړ .
دغه مهال خلکو ليفني د اسرائِِيلو دبهرنيو چارو له اولنۍ وزيرې ګولدا ميرا سر ه تشبيه کوله ، چې د 1965-1956 ز تر منځ يې پر دغه څوکۍ کار وکړ وروسته بيا د 1974-1969 ز تر منځ د اسرائيلو لومړۍ وزيره شوه . ليفني په اسرائيلو کې د اوسني حکومت دواک پر مهال اغېزمنه څيره شوه ان تردې ، چې کله د فينوګراد دکميسون راپور خپور شو او دا ورڅخه جوته شوه ، چې اسرائيلي چارواکو دلبنان په دويمه جګړه کې ناغيړي کړې دغه مهال ليفني له لومړي وزير ايهود اولمرت څخه وغوښتل ،چې استعفا ورکړي او دا غوښتنه يې وکړه ،چې د بډو او مالي درغلۍ دتورونو په اړه دې سپيناوې وشي .
ليفني دخپلې سياسي زيرکتيا له کبله په سيمه کې او په ځانګړې توګه د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ دخبرو اترو په برخه کې ښه وځليده ، دانابولس له خبرو اترو وروسته ،چې تېر کال په امريکا کې تر سره شوې اولمرت له فلسطينيانو سره دمرکچي پلاوي مشره وټاکله ، خو ليفني له سوريې سره په خبرو اترو کې د پرمختګ دعوه نه کوي . داسې ويل کېږي ، چې دامنيت شورا د 1701 شماره پريکړې تر شا د ليفني هڅې وې ، چې د 2006 ز په اګست کې يې د لبنان دويمه جګړه پای ته ورسوله .
په دې وروستيو کې ،چې دليفني ملاتړي يو څه زيات شوي نوموړې له يو لړ مخالفتونو اونيوکو سره مخ شوې، د دفاع وزير ايهود باراک او په کاديما کې دده پياوړي سيال شاول موفاز پر ې سختې نيوکې وکړې دوی وايي : 1701 پريکړه ليک دحزب الله د مسلح کولو چاره له يوې مخې بنده نه کړه . همدارنګه ددې دغه دوه سيالان وايي : ليفني د لومړي وزير دڅوکۍ وړتيا نه لري ځکه ،چې دا نظامي او امنيتي وړتيا او تجربه نه لري ، خو ليفني له څيرمه دغه نيوکې ردوي او زياتوي ،چې د لومړي وزير د څوکۍ لپاره نظامي او امنيتي وړتيا کومه ځانګړنه او امتياز نه دی .
وروستي