جوزف بايدن

 د امريکې د ولسمشرۍ لپاره د دموکرات ګوند کانديد بارک اوباما بالاخره د خلکو اندېښنو ، وسوسو او ګونګوسو ته د پای ټکی کېښود او د مشرانو په جرګه کې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ مشر سناتور جوزف بايدن يې د خپل مرستيال په توګه وټاکه . د اوباما سيال کانديد مک کين پر اوباما د بې تجربه ګۍ تور لګاوه او په ګرجستان کې د روسي پوځونو وروستي يرغل له يو شمېرخلکو سره داسې اندېښنې راوپارولې ، چې ښايي ځوان اوباما ونه شي کولی د نړۍ په کچه نويو ګواښونو ته په سمه توګه ځواب ووايي . له همدې امله اوباما اړ شو ، په دموکرات ګوند کې د ننه خپل پخوانی سيال او د پنځه دېرشو کلو راهيسې زوړ سناتور جوزف بايدن د خپل مرستيال په توګه ونوماوه . راځیء وګورو ، چې سناتور بايدن څه وړتياوې لري او په رښتيا به څومره وکولی شي د اوباما له ټاکنيز کمپاين سره مرسته وکړي :
امريکايي سياستوال او د ديلاوار ايالت څخه د ډيموکرات ګوند استازی سناتور جوزف بايدن د امريکا په مشرانو جرګه کې لومړی د بهرنيو اړيکو دکميسون غړی اوورپسې په 2007 ز کې يې رئيس شو . جوزف دامريکا په بهرنۍ تګلار ، دترهګرۍ د ځپنې ، له مخدره موادو سره د مبارزې او د جرمونودمخنيوي په برخه کې د اغيزمن او غوڅ دريځ څښتن ګڼل شوی .
جوزف ددې پلوي دی ، چې بهرنيو کارګرانو ته دې وېزې ورکړل شي ، خوله مکسيکو سره د پولې په اوږدو کې د دېوال د جوړونې له وړاندېز څخه ملاتړکوي ، جوزف په 2001 ز کې پر افغانستان او په 2003 ز کې پرعراق د بريد د پلويانو له ډلې څخه و . جوزف دا وړانديز هم کړې و ،چې عراق دې پر ديني او نژادي بنسټ وويشل شي او درې فيډرالي ( سني ، شيعه او کردي ) ايالتونه دې رامنځته شي ،د ډارفور ددوسيې په اړه جوزف په دې نظر دی ، چې هلته دې امريکايي سرتيرې ورواستول شي ، دفلسطين د قضيې په اړه نوموړې له اسرائيلو څخه ملاتړ کوي همدارنګه نوموړې د دوو دولتونو دړنګونې له پلويانو څخه دی دايران په اړه يې دريځ بيخې پريکنده دی د ډيپلوماسۍ ترڅنګ پرې دسختو بنديزونو له ملاتړو څخه دی د يادونۍ وړ ده ، چې جوزف دا هم غوښتي و،چې دايران د سپاه پاسدارانو ډله دې دترهګرو ډلو په لړ ليک کې راوستل شي .
دډيموکرات ګوندکانديد باراک اوباما په 2008 ز کې د اګست پر 23 مه نېټه د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې دی دخپل مرستيال په توګه ونوماوه .
جوزف بايدن په 20/11/1942 ز کې دوينزيويلا په سکرانتون کې نړۍ ته سترګې پرانېستې ، کورنۍ يې کاتوليکه وه ، د دېلاوار ايالت په ( نيوکاسل ) سيمه کې راستر شو د لسو کلو و ، چې کورنۍ يې نوموړي ايالت ته راولېږديدله ، پلار يې دلته دموټرو سوداګري کوله . ورورڼه يې جيمس براين او فرانسيس بايدن او خور يې واليري بايدن نومیږي د ايرلينډ دکاتوليکي فرهنګ ډېر څه يې له هماغه ماشومتوبه زده کړي و .
جوزف بايدن په 1961 ز کې داريشمېر له اکاډمۍ څخه فارغ شو او په 1965ز کې له ديلاوار پوهنتون څخه فارغ شو دغه مهال دتاريخ او سياستپوهنې زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوله له دې وروسته سيراکوس پوهنتون ته دقانون د زده کړې په موخه ورشامل شو او په 1968ز کې ورڅخه فارغ شو .
جوزیف بايدن لا په پوهنتون کې قانون لوسته ، چې 1966ز کې يې له نيليا هنتر سره واده وکړ جوزیف درې ماشومان جوزف بايدن ، روبرت هنتر اوناعومی دی . جوزف په 1972 ز کې د امريکا په مشرانو جرګه کې دنده پيل کړه ددندې يې لا يوه مياشت نه وه تېره شوې ، چې په يوه ترافيکې پېښه کې ميرمن او لور ناعومي خپل ژوند له لاسه ورکړ او زامن يې د پېښې له کبله سخت ټپيان شول ،جوزف دخپلو زامنو د څارنې او پالنې په موخه دوی ته مخامخ دخپل کار مېز واچوه ، خو استعفايې ورنه کړه تردې ،چې دواړه د روغتيا څښتنان شول . جوزف غوښتل ، چې له خپلې دندې استعفا وکړي ، خو ملګرو يې دې ته رامات کړ ،چې دندې ته دوام ورکړي .
جوزف په 1977 ز کې له جيل تراسي جايکوب سره واده وکړ له دې واده څخه يې داشلي په نوم يوه لور په برخه شوه ميړه او مېرمن له 1988 ز څخه رادېخوا د روماني کاتوليکې کليسا غړي دي . جوزف دخپل ټول ماموريت په دوره کې اوه مياشتې دناروغۍ له کبله خپلې دندې ته نه دی حاضر شوې .
له 1991 ز څخه راديخوا جوزیف په ويدینير پوهنتون کې د قانون په اړه محصلينوته ليکچر ورکاوه .
جوزف بايدن د 1972ز دجنورۍ پر 3 مه نېټه د امريکا د مشرانو جرګې ته لار ومونده دغه مهال نوموړې د 29 کلو و دا دمتحده ايالاتو په تاريخ کې پنځم کوچنی سناتور و ، چې په 29 کلنۍ کې يې مشرانو جرګې ته لار ومونده دباراک اوباما عمر هغه مهال 11کاله و .
له همدغه مهال راوروسته به جوزیف ټولټاکنې په اسانۍ ګټلې په 1978ز کې يې جیمس باکستر ته او په 1984ز کې جون بوريس ته او په 1990ز کې جاين برادي ته او په 1996 ز کې رایموند کلانوريې ته ماتې ورکړې دي ،په دغو ګردو ټولټاکنو کې جوزف له 60% زياتې رايې اخيستې دي . جوزف د ديلوار په تاريخ کې د ډېرې مخینې درلودونکې سناتور ګڼل کېږي په 1974ز کې د Time اونيزې دسلو غوره څيرو په لړليک کې راغی .
جوزف په مشرانو جرګه کې يې د بهرنیو اړيکو دکميسون پر مشرۍ سربېره په دغو لاندې کميسونو کې هم غړيتوب درلود .
دبهرينو اړيکو دکميسون رئيس
د احتکار دمخنیوي د کميسون غړی
دمخدره موادو او جنايي جرمونو دکميسون غړی
د قانون او بشر حقوقو د کميسون غړی
دهجرت او سرحدونو دکميسون غړی
د ترهګرۍ اوتيګنالوژۍ د کميسون غړی
دجوزف بايدن په سياسي ژوند کې يوه نه هېريدونکې پېښه دا ده ، چې په 1988 ز کې نوموړی هغه مهال د ټاکنو له سياليو ووت ، چې کله پرې تور ولګيد ،چې نوموړي د برتانيې دکارګر ګوند دمشر نيل کبنوک له خطبې ځينې برخې رااخېستې دي او په خپل ټاکنيز کمپاين کې يې ورڅخه کار اخيستې دی . سره له دې ، چې جوزف يوخوله ور سياستوال ګڼل کېږي ، خو کله ناکله ورڅخه په ځينو برخو کې تيروتنې کېږي د بيلګې په توګه جوزف په 2007 ز کې د باراک اوباما په اړه ويلي وو : « دالومړنې افریقايي توکمه امريکايي دی ، چې له پوهې ، زيرکتيا او ښه اندام څخه برخمن کس دی » .
دامريکا په مشرانو جرګه کې ډېری غړي يا په واشنګټن کې خپل کورونه لري او يا يې په کرايه نيسي ، خو جوزف بايدن بيا داسې نه دی نوموړې اوس هم دديلاور په ويلمنګتون کې مېشت دی او هره ورځ په اورګاډي کې نږدې 80 دقيقې سفر کوي او دخپل کار دفتر ته راځي .