ولسمشر غني د منظور پشتين پر نېول کېدو خواشيني ښوودلې

روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر نېول کېدو خواشيني ښودلې ده. 
 
ولسمشر غني پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکي دي، «د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی یم. 

زه په دې اړه د بښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوم.

په داسې حال کې چې زموږ سیمه د افراطیت او ترهګرۍ له داومداره ګواښ سره مخ ده، حکومتونه باید د بشري حقونو له فعالانو او سوله خوښو مدني حرکتونو څخه ملاتړ وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر د عدالت غوښتونکو خوځښتونو پر ضد دولتي تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او موږ یې په کلکه غندو.

که حکومتونه له دغه ډول خوځښتونو سره اختلافات لري نو دغه اختلافات دې د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې حل کړي نه د خشونت او زور له لارې.»
 
منظور پشتين تېره شپه پېښور کې په خپل کور کې د شپږو ملګرو سره د پاکستاني پوليسو له خوا ونېول شو.