جيونيوز: د هوا د ککړتيا د مخنيوي په پار پاکستان برېښنايي رېکشاوې (درې ټايره) جوړې کړي
د پاکستان يو شمېر خصوصي شرکتونو د هوا د ککړتيا څخه د مخنيوي په پار ګازي او ډيزيلي رېکشاوې په برېښنايي رېکشاوو اړولي دي.
تېره ورځ د پاکستان حکومت په لاهور ښار کې د دغه برېښنايي رېکشاوو پرانېسته وکړه او چارواکو هيله ښوودلې ده چې په دې سره به د هوا د ککړتيا مخه ونېسي.
د اقليم په برخه کې د لومړي وزري عمران خان مشاور وزير مالک امين اسلم رسنيو ته ويلي دي، چې که چېرې دغه چاره بريالۍ او ګتوره تمامه شي نو په راتلونکې کې به د برېښنايي رېکشاوو توليد ډېر کړي.
الجزيره: چين کې corona ويروس ۸۰ کسان وژلي او ۳۰۰۰ نور اغېزمن کړي
چين کې د corona ويروس د خپرېدو تازه راپورنه وايي چې تر اوسه ۸۰ کسان وژل شوي دي او تر درې زره نور کسان په کې ټپيان دي.
دغه ويروس د تېرې دسمبر مياشتې په وروستيو کې چين کې پيدا او خپور شو. چين يې د مخنوي لپاره بيړنۍ هڅې پيل کړي دي او تېره اوونۍ يې يوازې د همدې ناروغۍ د درملنې لپاره د يو زر بستريز روغتون چارې پيل کړې.
نړيوالو روغتيايي ادارو اندېښنه ښوودلې ده چې که چېرې پر خپل وخت چين کې د دغه ويروس مخه ونه نېول شي نو ښايي چې د سيمې نورو هېوادونو ته هم لار پيدا کړي.
ټايمز او اف انډيا: ملنګ (Malang) څه داستان لري؟
ملنګ د هند بالېوډ سېنما نوی فلم دی چې د راتلونکې فيبرورۍ مياشتې په ۷ نېټه نندارې ته وړاندې کيږي. د دغه فلم د جوړېدو چارې تېرې کال پيل شوې وې.
آدیتا روي کپور، دیشا پاتاني، آنیل کاپور او کونال کمو په دې فلم کې مرکزي رولونه تر سره کړي دي. د دغه فلم داستان آسم آروورا لېکلی دی.
د ملنګ فلم داستان د مينې او جګړې دی. په دې فلم کې آدیتا روي کپور او دیشا پاتاني سره مينيږي. دوی خپل مينې ته د رسېدو لپاره ستونزې ګلي او د فلم صحني له جګړې يا اکشن ډکې دي.
دغه فلم نېږدې لس ورځې وروسته د فيبرورۍ مياشتې په ۷ نېټه نندارې ته وړاندې کيږي.
رشيه ټوډې: برازيل د تيلو په تولېد کې نوی رېکارډ خپل کړ؛ تېر کال يې يو مېلېارد بېلر تېل تولېد کړي
د سويلي امريکا برزايل هېواد د تيلو په تولېد کې خپل پخوانی رېکارډ مات او تېر کال يې له مېلېارد بېلره ډېر تيل تولېد کړي دي.
دغه هېواد وکړی شول چې تېر نومبر مياشت کې يوه ورځ کې نېږدې ۳ مېلېونه بېلر تيل توليد کړي. برازيل په سويلي امريکا د تيلو د سرچينو غني هېواد شمېرل کيږي.
برازيل د تيلو د سترو توليدونکو هېوادونو چې د OPEC په نوم سازمان کې سره راټول دي غړی نه دی او د OPEC بهر د نړۍ دويم تر ټولو ستر د تيلو توليدي هېواد دی.
اېکسپرېس ټرېبيون: هندۍ لوبغاړې (سیژال شارما) ځان وژنه وکړه
د هندي رسنيو د راپورونو پر اساس د هندوستانۍ تلويزوني او فلمي لوبغاړې (سیژال شارما) په خپل استوګنځای کې ځان وژنه کړې ده.
امنيتي او جنايي مسوولين وايي چې نوموړې لوبغاړې خپل ځان د کوټې په چت پوري ځوړند کړی او ځان يې کړې وه. د نوموړې يوې ملګرې د پېښو په لېدو پوليسو ته خبر ورکړی.
پوليسو د نوموړي له جسد سره يو لېکل شوی کاغذ هم موندلی چې نوموړي پرې لېکلي وو، "شخصي ژوند کې ستړې او ماته يم."
دغه لوبغاړې د هندوستان له راجستان ايالت څخه ممبيۍ ته راغلې وه او د Dil Toh Happy Hain Ji په نوم يو تلويزوني پروګرام کې يې کار کولو.
بي بي سي انګلېش نيوز: ساينس پوهانو داسې لارې موندلې چې د سرطان هر ډول درملنه به پرې وکړي
د Cardiff پوهنتون ساينس پوهانو وايي چې د انسان په دفاعي يا immune سېسټم کې يې داسې موندې کړې دي، چې په پايله کې به يې د سرطان هر ډول ناروغيو مخنيوی او درملنه پرې وکړي.
د دغه پوهنتون ساينس پوهانو تر اوسه د سږو، پروستات او سينې سرطانونو د وژنې د وژنې مېتود د انسان په دفاعي سېسټم کې پيدا او ازمويلی دی.
څېړونکو د انسان د وينې دننه د T-cell په نوم حجرې پيدا کړې دي، چې د نورو دندو ترڅنګ يې يوه دنده د سرطاني حجرو وژنه او له منځه وړنه ده.
ساينس پوهان وايي چې پخوا دا علم نه وو موجود چې په وينه کې T-cell د دفاعي سېسټم هغه غښتلې برخه ده چې د سرطاني حجرو په له منځه وړلو او د خطر په اړه د خبرو ورکولو برخه کې فعاليت کوي.
سي اِن اِن: د بسکېټبال مشهور لوبغاړی (کوبي براينټ) او د هغې لور د چورلکې لوېدنې پېښه کې مړه شوي
مشهور امريکايی د باسکېتبال لوبغاړی او د هغې لور د امريکا متحدو ايالتو په کالېفورنيا کې د چورلکې لوېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
۴۱ کلن کوبي براينټ او د هغې ۱۳ کلنه لور د هغه نهو کسان په ډله کې دي، چې الوتکې يې له يوې غونډۍ سره ټکر وکړل او دوی په کې ووژل شول.
چورلکه د امريکا لاس انجلس په ۳۰ ميلۍ کې لوېدلې ده. د نړۍ د سپورټ او په ځانګړې ډول د باسکېټبال مېنوالو د کوبي براينټ په مړينې خواشيني ښوودلې ده.
اسوشېټېد پرېس: اسرائيل به له دې وروسته سعودي عربستان ته په عادي ډول سفر کوي
د اسرائيلو حکومت خپلو وګړو؛ مسلمانانو ته ديني مراسمو او سوداګرۍ او يهودانانو ته د سوداګرۍ او نور موخو په پار سعودي عربستان ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.
تېره ورځ د اسرائيلو کورنيو چارو وزير ويلي چې د سعودي عربستان او اسرائيلو اړيکو ته په کتو د دغه هېواد وګړي کولی شي چې سعودي عربستان په عادي دول سفرونه وکړي.
له دې وړاندې د اسرائيل هېواد مسلمانانو نه شول کولی چې د ديني مراسمو لکه حج او عمرې لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي. د دوی تګ يوه پيچلي پروسه وه چې بايد د حکومت ځانګړې اجازه يې تر لاسه کړې وای.
اسرائيل او سعودي عربستان په تېر کې د فلسطين پر سر توندې اړيکې درلودې، خو د امريکا متحدو ايالتو په هڅو سعودي عربستان له اسرائيلو سره خپلې اړيکې نېږدې کړې دي او دغه دوه هېوادونه ايران ته د يو ګډ ګواښ په سترګه ګوري.
وروستي