د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (يوه نۍ/يکشنبه)

جيونيوز: د پاکستان پوځ: هندي سرحدي ځواکونو ازاد کشمير کې ولسي خلک په نښه کړي 
د پاکستان د پوځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي شوي دي، چې د هندوستان د پولې ځواکونو په بريدونو کې د ازاد کشمير په چير کوټ سيمه کې ولسي وګړي په نښه شوي دي. 

د پوځ په خبرپاڼه کې ويلي دي شوي دي، چې په بريدونو کې يوه ۲۱ ميرمن ټپي شوي ده. د پاکستان پوځ هندي سرحدي ځواکونو ملامت کړي دي چې ياد بريدونه يې په قضدي ډول تر سره کړي دي. 

پاکستان ويلي دي چې دوی هڅه کوي د ډپلماټيکو لارو ستونزې حل کړي خو د هند خوا ځيني وخت پر تاوتريخوالي لاس پوري کوي. 

اېکسپرېس ټربېون: هغه څوګ چې ځيرک موبايل (Smartphone)  ډېر کاروي، ګوګل ورته درې نوي اپلېکشن جوړ کړي
 ګوګل درې داسې نوي موبايل اپلېکشنونه جوړ کړي دي چې دغه چا لپاره چې له خپل ډېر وخت پر موبايل مصرفوي، مخه به يې ونېسي. دغه درې موبايل آپلېکشن کولی شي چې د ځيرک موبايل کارونه را محدوده کړي. 

۱- پاکټ Envelope: 
دغه آپلېشکن سره به د موبايل کارونکي وکولی شي چې يوازې زنګ وکړي او انځورونه واخلي. دغه آپلېکشن له ځيرک موبايل يو ساده موبايل جوړوي. 

۲-  Activity Bubbles app: دغه آپلېکشن دا په ګوته کوي، چې يو کس څومره آپلېکېشنونه په خپل ځيرک موبايل کې کارولي دي. 

۳- Screen Stopwatch: دغه آپلېکېشن دا درته ښيي چې تاسې هره ورځ څومره وخت پر ځيرک موبايل ضايع کوی. 

ګوګل هيله ښوودلې ده چې په دې درېيو موبايل آپلېکېشنونو سره د هغه کسانو پام جلب کړي چې ډېری وخت پر موبايل تيريږي. 

الجزيره: د القاعده ډلې مشر په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او سوماليا کې خپلو جنګيالو ته د جهاد امر کړی 
د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په  په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او سوماليا کې خپلو جنګياليو ته د جهاد کولو او خوندي ځايونو د جوړېدو ويلي دي. 

 د نوموړي په خپور شوي امر کې ويل شوي دي، چې د پورته يادو هېوادونو ترڅنګ اسيا کې بايد چين، هندوستان او روسيه هم بايد د هدف لاندې ونېول شي. 

ایمن الظواهري خپلو جنګايلو ته ويلي دي چې په پاکستان کې خوندي پټنځايونه جوړ کړي ترڅو له لارې يې د نړۍ په نورو هېوادونو بريدونه تر سره کړي او جهاد وکړي. 

رشيه ټوډې: هندي چارواکي: د جمهوريت ورځې د لمانځنې پر مراسمو ستر بريد پلان شوی وو خو شنډ مو کړ 
 نن د جنورۍ ۲۶ د هندوستان د جهموريت ورځې کليزه وه. دغه ورځ هر کال د پوځي رسمي ګذشت په تر سره کېدو او يو شمېر بهرنيو ميلمانو په ګډون لمانځل کيږي. 

هندي چارواکي وايي چې په کشمير کې د جمهوريت ورځې د لمانځنې پر مراسمو د يو ستر بريد پلان جوړ شوی خو دوی وتوانېدل چې ياد پلان شنډ او له منځه يوسي. 

پوځي مسوولين وايي چې ياد بريد د هند تر کنټرول لاندې کشمير (پولوما) سيمه کې د پاکستان د جيش محمد ډلې له خوا پلان شوی وو، چې له هندي پوځيانو سره په نښته کې د يادې ډلې درې جنګيالي ووژل شول. 

العربيه: د ليبيا د تيلو زيرمې د وسله والو په والکه کې راغلې دي
د ليبيا د مرکزي بانک مشر صادق الکبیر له نړيوالې ټولنې غوښتي دي، چې د دغه هېواد د تيلو سرچينو او سوداګرۍپه اړه پاملرنه وکړي. 

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې د ليبيا د تيلو بندرونه په دغه هېواد کې د وسله والو ډلې مشر (خلیفه هافتار) له خوا په والکه کې راغلي دي چې ښايي دوام يې ليبيا د اقتصادي بحران سره مخ کړي. 

د خلیفه هافتار په مشرۍ د ليبيا حکومت مخالفه وسله وال ډله چې د ليبيا ملي پوځ په نوم ياديږي، کابو له تېر يو کال کې يې د دغه هېواد پر تيلو نفوذ زيات شوی او له تېرې يوې اوونۍ ځيني بندرونه بند کړي دي.

ليبيا کې د معمر القدافي د حکومت له ړنګېدو او د نوموړي وژل کېدو وروسته وضعيت د تاوتريخوالي شاهد دی او دغه هېواد يې د کورنۍ جګړې پر لور کش کړی دی.