دکمونست پلوي حکومت تر ټولو معتمد او مهم اخبار « حقيقت انقلاب ثور» نوميده ، هغه مهال دمارکسستي افکارو او اصطلاحاتو يوه زلمکي مقلد په دغه اخبار کې سياسي تحليلونه ليکل او د رژيم د فکر ي ډلې دسترګو تور ګڼل کيده ، دا زلمکی لطيف پدرام نوميده او ددې لپاره یې کمونست پلوي رژيم ته ځان ډېر نږدې کړی و ،چې دده اصلي ګوند ( ستم ملي ) تر کلک تعقيب لاندې و او پدرام نه غوښتل د ستمي توب په توپ کې والوزي . د ډاکتر نجيب الله دجمهوري رياست پر مهال ،چې يو څه سياسي فضا خلاصه شوه او د تنفس امکان پيدا شو ، تر خاورو لاندې سیاسي خوځښتونو بیا تيغنې ووهلې ، ستمیان ، چې شنه ناست و ، دلته او هلته سره راغونډ شول او پټ خوځښتونه يې پيل کړل د دوی د سياسي کار يوه برخه له مخالفو شعله يانو او په جهادي ډلو کې له ستمي کړيو سره تماسونه وو ، همدا راز دوی دنورو پښتون ضد حرکتونو سره هم اړيکې ټينګې کړې ، په دې منډو رامنډو کې د پارسي ژبې درجه درېيم شاعر لطيف پدرام هم و ، دننه په رژيم کې له متعصبو پرچميانو ، شورای نظار ، د ايران تر حمايې لاندې د ځينو شيعه ډلو او مکتب لوستو متعصبینو لپاره يې میلمستياوې کولې او د شراب ، کباب او شباب مجلسونه یې جوړول . پدرام له يو شمېر داسې نجونو سره انډيوالي درلوده ، چې د پيسو په وړاندې يې هر څه کول ، هم يې د دوی مجلسونه تودول او هم يې د پټو سياسي اړيکو په ټينګولو کې د پردې تر شا کړيو کار ورکاوه . دشپيتمې لسیزې د پای کلونوکې ، چې د ډاکتر نجيب الله دحکومت ريښې سستې شوې پدرام ايران ته ولاړ او هلته يې د ايران له استخباراتو سره په افغانستان کې د فرهنګي نفوذ په ستراتيژۍ کار پيل کړ ، يو ځل د ايران په مرسته دنظار شورا تر سنګرونو هم راغی او هلته يې د ايران د پټ سفير په توګه کار پيل کړ ، د بدلون په کلونو کې دغه مرموز ځوان د ايران او پنجشير او بدخشان تر منځ په تګ راتګ مصروف و او کله کله به يې سر له تاجکستان څخه هم راښکاره شو . له اسلامي انقلاب سره سم چې کابل او ټول افغانستان په سره تبۍ بدل شو ، پدرام ناڅاپه دمقرب دربار په توګه راڅرګند شو ، ده د ټولو پښتون ضد سياسي ډلو د ارتباط لپاره هڅه کوله په جګړو کې هغه مهال ، چې جنرال مومن ( پخوانی کمونست ) ووژل شو له ده څخه دمتعصبو جګړه مارو يوه لويه فرقه پاتې شوه ، چې په خيرخانه او نور کابل کې به یې دخلکو کورونه لوټل او دکورنيو پر ناموس به یې په دې تور تيری کاوه ،چې کمونستان دي ، دجنرال مومن تر وژل کيدو وروسته شاعر لطيف پدرام ددغې فرقې مشر شو او پخپله یې ددغې فرقې عمليات ( د کورونو لوټ تالان ) رهبري کول . پدرام د فرقې له سرتیرو څخه هم خپله برخه اخېسته او د رباني له ادارې څخه یې د سرتیرو د تنخواه په نامه بوجۍ بوجۍ پيسې اخيستې ، ده يوه فولادي کرولا درلوده او د هغه ټول بکس به تل له پيسو ، شرابو څخه ډک و ، شاته سيټ کې به يې يو دوه ميله کلاشینکوفونه هم ايښي وو ،په تهيه مسکن کې يې د استخباراتو په بلاکونو کې يو کور خپل کړی وه او يوازې اوسیده ، خو هيڅکله يوازې نه و، هره شپه يو نوی واده !!! پدرام په ايران کې له احمد شاملو سره ليدلي کتلي و ، خو دا يې ډېره غټه کړې وه ، ده د فلسفي ليکنو شوق هم درلوده او کله کله به يې دعبدالکريم سروش پر ليکنو شخوند واهه ، د دري ژبې نامتو ليکوال واصف باختري خبره ده ، چې پدرام د سروش په خبرو نه پوهيږي خو دهغه د شاګردۍ ادعا کوي !!! درباني په ټوله موده کې پدرام خپل ټول عیشونه وکړل هو همدا چې طالبان په کابل راننوتل پدرام غيب شو ، لږ موده وروسته يې سر له پاريسه راووت او ادعا يې وکړه ،چې هلته پوهنتون لولي ، حال دا چې د رباني دحکومت پر مهال یې په تقلبي اسنادو ځان د ادبياتو په دوهم ټولګي کې شامل کړی و ، احمد ضياء رفعت يې ټولګيوال و ، پوهاند يمين او پوهاند همایون به تل دهغه له بې سوداۍ څخه سر ټکاوه . يوه ورځ پوهاند سرور همايون وويل : دپدرام ماغزه ملیشايي سیاست خوړلي په ادبیاتو یې سر نه خلاصیږي ، موږ ورته له حيا نومرې ورکوو . په فرانسه کې دشرابو پريماني وه خو مفته نه و و، د فرانسې استخباراتي کړيو هلته د ايران ميشتو مخورو په مرسته ده ته د يوه حزب جوړولو حکم وکړ ، دا ګوند دملي کنګرې په نامه ونومول شو . حال دا چې لطيف پدرام نه ملت مانه او نه افغانستان د لطيف پدرام په نظر افغانستان ملت نه لري خو ملي قهرمان او ملي کنګره لري ؟ !! دبن تر پريکړو وروسته پدرام په دوره يې بڼه افغانستان ته راغی ، ګوند یې څلور پنځه غړي لري : دی ، بشير بيژن ، او د دوی ډريور او اشپز . ددې لپاره چې زيان ورته ونه رسیږي له دوستم سره په بالاپوش کې ننوته او د شرابو د بزم يار یې شو . هغه شپه ،چې دی او جنرال دوستم په نشه کې و د .... بای پر کور ورننوتل دپدرام دکنځلو غږ ګاونډيو هم اوريدلی و . پدرام د افغانستان دتجزيې پلوي ، د فدرالي حکومت دجوړيدو ډنډورچي او د افغان او افغانستان کلک مخالف دی . فرانسوي او ايراني پاسپورتونه هم لري تر اوسه يې مدني حالت نه دی معلوم ، تر څو فرانسې ته تښتيده ، واده یې نه و کړی . وروستۍ سياسي لاسته راوړنه یې دافغانستان ملي اتل ، د اصلاحاتو پلار ، دځوان سياسي غورځنګ مخکښ او دآزادۍ ګټونکي اعلیحضرت امان الله شاه غازي (رحمه الله ) ته د پدرلعنت او دوس ويل و ، هغه ستر شخصیت چې دخپلې واکمنۍ پر مهال د ټولې اسلامي نړۍ اتل ګڼل کيده او مسلمانانو دهغه په وجود کې د اسلامي خلافت داحیا فکرونه روزل خو د لطيف پدرام د سلف غله سقاوزاده په لاس او د انګريزانو په مستقیمه دسیسه له واکه لرې شو . پدرام کولای شي د یوه بوتل روسي ودکا په بدل کې نیم افغانستان ايران یا پاکستان ياهم بل هېواد ته وسپاري . ويل کېږي ، چې د جمهوري ریاست په کاندیدۍ کې خپل معاون بشیر بيژن ته په غوسه و ، چې ولې یې لږ تر لږه يوه رایه نه ده ورکړې هغه ورته وويل : چې د رايې ورکولو په ورځ به دې لږ راباندې څښلي وو . ګرانو لوستونکو تردې ځايه د پدرام سياسي او اخلاقي داستان و اوس راځئ ، چې دا څوک دی ؟ دکوم ځای دی ؟ پلار یې څوک دی ؟ لطيف پدرام داسلام الدين زوی په 1342 لمريز کې د بدخشان ولايت د درواز ولسوالۍ په مايمي کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې . پدرام خپلې لومړنی او منځنۍ زده کړې د خپل پلرني کلي په فطرت نومې لېسه کې بشپړې کړې . دلوړو زده کړولپاره دکابل پوهنتون د دري ادبياتو پوهنځي ته شامل شو . نوموړې د هماغه ځوانۍ له مهاله طاهر بدخشي سره نږدې اړيکې درلودې . کله ، چې بدخشي ومړ ده بيا د افغانستان دخلکو ديموکراتيک ګوندته مخه کړه او دپرچم له ډلې سره يې تارونه وغځول اود ليکوالو د انجمن غړيتوب یې تر لاسه کړ او په ( حقيقت انقلاب ) کې د کمونيزم دتيورۍ د برخې مسوول و . د افغانستان د انقلابي ښځو ټولنه ( راوا ) خپرنيز ارګان ( پيام زن ) پدرام ته د ( خادي – جهادي شکنجه ګر ) لقب ورکړی . پيام زن وايي : پدرام د نورو هغو چپيانو په څېر دجهاد په وروستيو کلونو کې له احمدشاه مسعود سره يو ځای شو او په شورای نظار کې يې د فرهنګي چارو فعاليت تر سره کاوه . دطالبانو د واکمنۍ پر مهال د برهان الدين رباني له خوا په تاجکستان کې کلتوري اتشه ! په توګه وټاکل شو او له هغه ځايه بيا فرانسې ته ولاړ او هلته يې له ظاهر طنین سره د BBC دپاړسي څانګې پر مټ افغانانو پسې پروپاګند کاوه او په 1381/6/7 نېټه يې د BBC د لارې ( حزب کنګره ملي افغانستان ) ګوند ،چې د بروکسل په مرکز يې رامنځته کړې و اعلان کړ .
وروستي