بیرغ‎

دا تور، سور او زرغون رنګ
سپینوي هر رنګ په رنګ
دا د غازیانو عمل نامې
هر رنګ یې بیانوي بیلې کارنامې

دا تور، سور او زرغون رنګ
له ډېره نازه د هرې پېغلې پړونی تنې اخلي رنګ
دې رنګونو کې پریوتی داسې طلسم
غلیم یې مات کړی دم په دم

دا تور، سور او زرغون رنګ
د هر لښکر یې ماغزه کړل شرنګ شرنګ
څوک یې بولي لوا څوک علم
احساس یې دونه لوړ وچ يې کړ قلم

دا تور، سور او زرغون رنګ
هر رنګ یې په یوه رنګ، رنګ
چاته وحشت، وینه او ښکلا
چاته ښکېلاک، مینه او ښکلا
چاته توره سحرا د مزار
چاته انار د قندهار
چاته ښیرازه د ننګرهار

داتور, سور او زرغون رنګ
د تاریخ پاڼه پرې رنګ په رنګ
زرغون ده زردشتیانو او طاهریانو
وایي سور یې د غوریانو
او دا تور یې د عباسیانو

داتور،  سور او زرغون رنګ
مکیزونو یې نښان کړو رنګ رنګ
کله توره، ټوپک، محراب او منبر
کله غر، لمر،  محراب او منبر