يوه اونۍ وړاندې دوسلو پخواني څارونکي ډيوېډ البرايټ ، چې اوس د ساينس او نړيوال امنيت د انستيتوت مشر دی ، داسې خبرونه خپاره کړل ، چې ټوله نړۍ يې په اندېښنه کې وغورځوله . د البرايټ د معلوماتو له مخې په سويس کې د دريو تنو سويسيانو په کمپيوټرونوکې د هغو مډرنو اتومي وسلود ټېکنالوژۍ په اړه معلومات موندل شوي ،چې په وروستيو وختوکې د پاکستان له لوري کارول شوي . د ځينو رپوټونو له مخې ورته معلومات په دوبۍ ، ماليزيا او تايلنډ کې هم موندل شوي او داسې کوډونه ورکړل شوي ، چې داتومي وسلو د جوړولو لپاره په اسانۍ کار ترې اخېستل کيږي . پوښتنه دا ده ،چې آيا دا معلومات وار دمخه پلورل شوي او که دغو سويسيانو غوښتل هغوی د پاکستاني فزيک پوه عبدالقدير خان لپاره وپلوري . او بله مهمه پوښتنه دا ده چې پېرونکي څوک دي ؟ د امريکې د ملي امنيت سلاکار سټېفن هېډلي هم د جون په 15 دا منلې ده ، چې دوی د عبدالقدير خان د ( پوهېږیء ـ څنګه ) شبکې څخه د اتومي ټېکنالوژۍ په اړه د معلوماتو له خپرېدو څخه اندېښمن دي .
د معلوماتو له مخې د خان د شبکې پخواني پلورونکي ليبيا ، شمالي کوريا او ايران دي ، د الجزاير ، سوريې او سعودي عربستان په اړه هم شکونه شته دي . ليبيا له 2003 څخه راهيسې د اتومي بم له معاملې څخه لاس اخېستی ،دسوريې بټۍ خو د اسراييلو په بمباريو کې اوارې شوې او ايران د دې تر څنګ چې له خان څخه دمعلوماتو اخېستل مني ، خو وايی چې د دوی پروګرام په بشپړه توګه سوله ييز دی . د شمالي کوريا په اړه داسې ښکاري ،چې پاکستان د اتومي معلوماتو په وړاندې له کوريا څخه د 1300 کيلومترو واټن ويشتونکي توغندي ( ناندونګ ) ټېکنالوژي اخېستي وي او د غوري توغنديو ته يې، چې د اتومي خوليو د ويشتلو وړتيا لري ، د ناندونګ پر بنسټ وده ورکړې وي . خو اوس خبره له هېوادونو څخه د اشخاصو کمپيوترونو ته رسېدلې ده او د لوېديځې نړۍ لويه اندېښنه دا ده ، چې اتومي ټېکنالوژي د ترهګرو لاس ته ورنه شي . که څه هم اوس عبدالقدير خان په کور کې نظر بند دی ،خو زياتره شنونکي په دې اند دي ، چې د ټولې ډرامې تر شا په خپله دپاکستان لاس دی او هسې يې پر خان لاسونه پاک کړي . راځیء د هغه خان ژوندليک ته ، چې په کورکې د اتل او په بهرکې د بدمعاش په سترګه ورته کتل کيږي ، يو لنډ نظر واچوو :
عبدالقدير خان په 1936 ز کې دهندوستان په پوپال کې نړۍ ته سترګې پرانېستې . د پنځو وروڼو او دوو خونيدو له منځه يې يوازې يوه خور ورڅخه مشره ده . پلار يې عبدالغفور خان چې ښوونکی و په 1935 ز تقاعد شو په بله مانا دعبدالقدير خان له زيږيدنې څخه يو کال وړاندې په کور کيناست .مور يې زليخا بيګم نوميده . پاړسي او اردو يې ياده وه .
عبدالقديرخان په بوپال کې له ( الحامدي) منځني ښوونځي څخه فارغ شوې او دوروڼو په غوښتنه د ښه اوسوکاله ژوند په هيله په 1952 ز کې د پاکستان پر لور رهي شو ورورڼه يې په دې باور و ،چې په بوپال کې د عبدالقدير خان لپاره دکار زمينه دومره څرګنده نه وه او که بخت ورسره ډېره ياري وکړي د پلار په څير ښوونکی به شي او ژوند به يې د پام وړ ځانګړنې ونه لري . هماغه و ، چې په کراچۍ کې په ( شېرشاه ) نومې سيمه کې استوګن شو.
د عبدالقدير خان پلار له خپلو زامنوسره پاکستان ته ونه لېږديده او په 1957 ز کې په بوپال کې ومړ .
عبدالقدير خان په 1960 ز دکراچۍ پوهنتون له ساينس پوهنځي څخه فارغ شو او د وزن او قياس ددندې لپاره يې ، چې په حکومت کې د دويمې درجې دنده شمېرل کېږي خپل غوښتنليک وړاندې کړ دعبدالقدير خان په ګډون 200 کسانو خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي وو ، بخت له ده سره ياري وکړه او دمياشتې تنخواه يې 200 کلدارې وه . که چېرې عبدالقدير خان همدغې دندې ته دوام ورکړې وای او يا يې همدغه رئيس وای اوس به دومره جنجالي او مشهوره څيره نه وه ګرځيدلې . د دندې د پريښودو لامل يې دا و ، چې مشر به يې د هرې غرمنۍ پر مهال خپل مامورين راغوښتل او دورسپارل شوي کار ګزارش به يې ورڅخه اوريده . دعبدالقدير خان دغه چلند خوښ نه شواو له دندې يې استعفا ورکړه .
دغه مهال عبدالقدير خان پريکړه وکړه ، چې له هېواده بهر ولاړ شي او هلته په اروپايي پوهنتونو کې خپلې زده کړې بشپړې کړي . قدير خان د برلين په تخنيکي پوهنتون کې د دوو کلو لپاره دمعدنونو په څانګه کې ازمايښتي دوره بشپړه کړه او په 1967 ز کې يې په هالينډ کې د ډلفټ ټيکنالوژۍ پوهنتون څخه ماستري تر لاسه کړه او په 1972 ز کې يې دبلژيک د لوفين له پوهنتون څخه دوکتورا تر لاسه کړه .
قدير خان له المان څخه هالينډ ته په دې موخه ورغی ، چې له هالينډ توکمه پيغلې هنا سره واده وکړي ، چې په المان کې يې ورسره په ناببره توګه ليده کاته شوې و . پيغلې هنا دغه وړانديز ومانه او د شلمې پيړۍ په شپيتمو کلونو کې په هالنډ کې د پاکستان په سفارت کې د واده مراسم تر سره شول . په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې له کبله عبدالقدير خان وتوانيده ،چې د انګليسي سربېره الماني ، هالينډي ، بلژيکي او فرانسوي ژبې يادې کړي .
قدير خان څو ځلې هڅه وکړه ، چې پاکستان ته راستون شي خو هڅې يې بريالۍ نه شوې . دماسټرۍ ددورې له پوره کيدو وروسته يې په کراچۍ کې د اوسپنې کارخانې ته د دندې په موخه غوښتنليک وړاندې کړ ، خو دعلمي تجربې دکمښت له کبله ونه منل شو . همدا لامل و ،چې په بلژيک کې يې خپله دوکتورا بشپړه کړه ، له دې وروسته قديرخان څو ځلې هڅه وکړه ، چې په پاکستان کې دنده تر لاسه کړي خو غوښتنو يې کوم ځای ونه نيوه . دغه مهال ورته د انجينرۍ هالينډۍ FDO شرکت وړانديز وکړ ،چې له دوی سره دمعدنونو د ستر کارپوه په توګه دنده تر سره کړي قدير خان دغه وړانديز ومانه .
دfdo دانجينرۍ شرکت هغه مهال ديورنکو له ټولنې - چې تر ټولو ستره اروپايي ټولنه ده او دامريکا ، المان ، هالينډ له ملاتړ څخه برخمنه ده – تړاو درلود ددغې ټولنې دنده داوه ، چې Centrifuge System له لارې يورانيوم پاخه کړي . دپخونې دغه پروګرام دمعدن د پيچلي حالت له کبله له ستونزو سره مخ شو قدير خان وتوانيده ، چې دخپلې تجربې پر مټ دغه ستونزه له منځه يوسي د Centrifuge System تجربې برکت و ، چې قدير خان وتوانيده ،چې وروسته بيا د پاکستان اتومي پروګرام رامنځته کړي او د برياليتوب پر درشل يې ودروي .
کله ، چې هندوستان په 1974 زکې اتومي ازموينې وکړې عبدالقدير خان دوخت لومړي وزير ذوالفقار علي بوتو ته وليکل : «که پاکستان غواړي ، چې د مستقل هېواد په توګه پاتې شي بايد ځان ته اتومي پروګرام جوړ کړي .» لس ورځې لا نه وې تېرې ، چې عبدالقديرخان ته دخپل ليک ځواب ورورسيده او دا غوښتنه ورڅخه شوې وه ، چې د لومړي وزير دليدو لپاره پاکستان ته راشي قدير خان په 1974 ز کې پاکستان ته راغی . له دې وروسته لومړي وزير په هالينډ کې د پاکستان دسفارت په تائيد دده کاغذونه ومنل ، له لومړي وزير سره په دوېمه لېدنه کې ، چې په 1975 ز کې تر سره شوه لومړي وزير ورڅخه وغوښتل ، چې نور هالنډ ته بېرته مه ځه ،همدلته د پاکستان داتومي پروګرام دمشر په توګه پاتې شه . قدير خان دغه وړانديز له خپلې مېرمنې سره شريک کړ چې بايد د تل لپاره هالينډپريږدي . مېرمن يې دهمدغه ورځ پر ماښام ورته وويل ، چې ايا داسې ګومان کوﺉ ،چې دپاکستان لپاره به يو څه تر سره کړای شیء؟ ده ورته په ځواب کې وويل : ، چې هو ! مېرمن يې ورسر ه موافقه وکړوه اوورته ويې وويل : « همدلته پاتې شه زه به له هالينډ څخه خپله غوټه راواخلم او دربه شم . » له دې وروسته قدير خان په پاکستان کې تم شو .
په پاکستان کې له يو څه وخت استوګنې وروسته قدير خان پوه شو ، چې دپاکستان د اتومي انرژۍ دکميسون په چوکاټ کې هيڅ نه شي تر لاسه کېدای ځکه دغه کميسون دستړي کوونکې بېروکراسۍ ښکار شوی و . له بوټو څخه يې وغوښتل ، چې ده ته د اتومي پروګرام د ځانګړي ګروپ په چوکاټ کې پوره واک ورکړي .
بوټو يې د يوې ورځې په ترڅ کې دغه غوښتنه ومنله او راولپنډۍ ته څېرمه يې په کهوته کې د اتومي څيړنو لابرتوار جوړ کړ او په 1976 ز کې يې خپل کار پيل کړ . هغه مهال يې مياشتنی معاش 30.000 کلدارې و، چې 430 امريکايي ډالر ورڅخه جوړيډل . جنرال ضياء په 1981 ز کې د پاکستان ملي امنيت ته دچوپړ په موخه دکهوټه د اتومي څيړنو دلابرتوار نوم دډاکترعبدالقدير خان داتومي څيړنو پرلابرتوار واړوه . پاکستان په 1978 ز د لومړي ځل لپاره يورانيوم پاخه کړل .
عبدالقدير خان دخپلې دندې له پيلولو وړاندې له نړيوالوبازارونو څخه داړتيا وړ توکي راونيول او د درې کلو په ترڅ کې يې دخپلې تجربې او دلويديز دمختلفو توليدي شرکتونو سره د اړيکو له برکته د
Centrifuge system سيستم فعاله کړ .
په دومره کم وخت کې داتوم جوړونې په اړه قدير په خپله يوه مرکه کې وايي ،چې په دومره لنډ وخت کې داتوم جوړونې لامل ددې پروګرام خونديتوب او د پاکستان په يوه ګوښه ځای کې د اتومي بټيواو لابرتوارونو جوړوا و ، ځکه دغسې ځايونو ته بهرني ګرځندويان دومره پام نه کوي او دغه ځای په نسبي توګه پلازمينې ته نږدې و ، نو پريکړو کولو به دومره وخت نه نيوه .
عبدالقدير خان وتوانيده ،چې په کهوټه کې اتومي بټۍ جوړونه دشپږو کلونو په موده کې بشپړه کړي دغه ډول اتومي بټۍ په پرمختللو هېوادونو کې نږدې دوه لسيزې وخت نيسي .
دعبدالقدير خان ډلې داتومي وسلې دجوړونې لپاره ديورانيمو پرپخونه لاس پورې کړ نړيوال پر دوه ډوله يورانيمو ټينګار کوي : يورانيوم 235 او يورانيوم 238 خو يورانيوم 235 يې مهم دي ځکه د اتومي خپريدنې وړتيا او په پای کې د انرژۍ دورکولو وړتيا لري .
عبدالقدير خان له مختلفو موسسو ، علمي ادارو څخه 13 دسرو زرو مډالونه تر لاسه کړي په نړيوالو علمي ژورنالونوکې يې 150 علمي تيزسونه وړاندې کړي .
د1990/3/23 ز کې يې دساينس او تيکنالوژۍ په برخه کې د تر سره کړې چوپړ له کبله د ( هلال امتياز) تمغه تر لاسه کړه .
دکهوټه په اتومي لابرتوارونو کې دعبدالقدير خان د دندې موده پای ته ورسيده ، خو بينظير بوتو ورته درې کاله نوره هم وغځوله .
په 1999 ز کې نواز شريف د نورو دوو کلو لپاره ورته د کار موده زياته کړه .
په 2001 ز کې جنرال مشرف متقاعد کړ او خپل سلاکار يې وټاکه .
د 2004 په فبرورۍ کې يې له دغې دندې هم ګوښه کړ .
وروستي