د چين د پلازمېينې پکنګ چارواکو نن اعلان کړه ، چې تر کال 2015پورې به د نړۍ تر ټولو اوږده مترو يا تر ځمکې لاندې پټلۍ جوړه کړي . دهغوی په وينا د متروپه دغه پروژه کې 10.8مېليارد ډالره پانګونه کيږي او د مترو د پټلۍ اوږدوالی به 561 کيلومتره وي . د دغه مترو له جوړېدو سره به د پکنګ په ګڼه ګوڼه کې ډېر کموالی راشي .
وروستي