داونۍ څيره : محمدخاتمي

 دايران پنځم ولسمشر محمدخاتمي په 1997/5/23 واک ته ورسيد دده په ژوند کې دا عجيب پرمختګ و لومړی خو ده ٪70 رايې وګټلې دويم ، چې په سخته دريځه ټولنه کې دمنځلارو په استازيتوب دومره ستر مقام ته ورسيد ځکه دده سيالان له ده ډېر سخت دريځه بنسټپاله و ښه بيلګه يې اکبر محتشمي او موسوي وو . خاتمي د اسلامي انقلاب په تاريخ کې يوه تلپاتې څېره وي دا يو له هغو کسانو څخه دی، چې په کور کې یې نوم له اصلاح غوښتونکو ، د خبري رسنيو ، ټولنيزې ازادۍ او سياسي اصلاحات سره نښتی دښمنان يې په دې باور دي ، چې دا داسلامي انقلاب د شړيدو پيلامه ده .
خاتمي تېره اونۍ دمحصلينو یوې غونډې دخبرو پر مهال وويل : دانقلاب له صادرولو څخه د امام خمینی موخه څه وه ؟ ايا موږ بایدوسله را واخلو او په نوروهېوادو کې چاودنې وکړو ؟ او که نه داسې ډلې جوړې کړو ، چې په نورو هېوادو کې تخريبونکي عمليات ترسره کړي ؟ خاتمي دهمدې غوڼدې ته دخبرو پر مهال وويل : خلک باید د امام خمیني د افکارو له بدنامولو ځانونه وژغوري هغه ارواښاد له تشدد او تاوتريخوالې بدوړل موږ بايد دداسې نظام په رامنځته کولو سوچ وکړو ، چې اقتصادي وضعيت ښه شي او ټول بشريت درناوي ته ژمن وي د ناوړه نظام رامنځته کول زموږ دښمنانو ته دا زمينه برابروی ، چې زموږ پر منفي نقطو ډېر ټينګار وکړي او دا داسلام او انقلاب له ارزښتونو سره اړخ نه لګوی .
دخاتمی دغه خبرې د چارواکو او محمود احمدي نژاد پر پلويانو ښې ونه لګيدې پر نوموړې يې سختې نيوکې وکړی اوس خبره داده ، چې پخوا به لويديځ په ځانګړې توګه امريکا ايران تل تورناوه ، چې دګاونډیو او دسيمې په هېوادو کې له شيعه لږه کيو سره ان د وسلو دورکولو تر بريده مرستې کوي خو ايراني چارواکو به دغه ډول څرګندونې بې ځايه او بې اساسه وبللی اوس ، چې په ايران کې دمحمد خاتمي په څير مخور سياستوال او پوه ددوی له منځه داسې څه وايي ، چې نورو ډېر پخوا ويلي وو دا په خپله ددې مانا ورکوي ، چې ايران په سيمه کې د مذهبي او کلتوري نفوذ په موخه هر چېرې لاس ورغځولی افغانستان هم له دغو ناوړو لاسوهنو بچ نه دی دوه اونۍ وړاندې په پارلمان کې دکابل دخلکو استازي نجيب کابلي په ولسي جرګه د ايران دلاسوهنو او په افغانستان کې د جاسوسي مرکزونو دشتون خبره راواخيسته ، د بی بي سي له خولې په خوست کې د ايراني جاسوس د نيول کيدو خبره هم د خاتمي دخبرو پخلی کوي . په هرات او جنوبي ولايتونو کې هره ورځ خبري رسنۍ د ايران د وسلو دنيولو خبر ورکوي . که د خاتمي په څېر بشرپاله سياستوال دايران د اوسنۍ تګلار مخه ونه نيسي ډېر زر به سیمه په يو بل ناورين کې راښکيل شي ، چې بيا به د ايراني اخوندانو له وسه وتلي وي ، چې وضعيت کنترول کړي
مرشداعلی ته نږدې ( کيهان ) ورځپاڼې لا وليکل ، چې نوموړې بايدمحاسبه شي ځکه دده دڅرګندونې د ملي ګټو پر ضد وې او دغه ډول څرګندونې د ايران حيثيت ته زيان رسوي . دخاتمي له څرګندونو جوتېږي ، چې ايران په سيمه کې دمذهبي او فرهنګي نفوذ په موخه د د قيق پلان له مخې کار کوي راځئ ، چې دمحمدخاتمي ژوند ليک ته تم شو .
حجت الاسلام محمدخاتمي د ايت الله سيد روح الله خاتمي زوی دايران د اسلامي جمهوريت پنځم ولسمشر دی . په 1322/ ل 1943 م کې دمنځني يزد دولايت په پلازمينه ادرکان کې زيږيدلې . پلار يې دوخت نوموتې عالم و په ادرکان کې يې ديني مدرسه پرانيستې وه او د ولايت دجامع مسجد د جمعې دلمانځه امام و . خاتمي دوه ورورڼه او څلور خويندې لري په 1353 ل کې يې له ميرمن زهرة صادقي سره واده وکړ ددغه واده پايله دوه لورګانې او يو زوی و . نومونه يې دا دي : ليلا ( 1354 ل ) نرګس ( 1360ل ) سيد عماد الدين ( 1367ل ) . ليلا خاتمي په رياضي کې لوړې زده کړې او د ايران دبهرنيو چارو وزیرکمال خرازي له وراره سره يې واده کړې په ايټاليه کې استوګن دي .
خاتمي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپل ښار کې د پلار تر څارنې لاندې بشپړې کړې په 1961 ز کې دديني زده کړو په موخه د قم ديني مدرسې ته ولاړ . داصفهان له پوهنتون څخه يې په فلسفه کې بکالوريس تر لاسه کړ . له فراغته وروسته يې په قم کې لوړې زده کړې بشپړې کړې . په 1970 ز کې تهران پوهنتون ته ولاړ دلته يې د ښوونې او روزنې په برخه کې زده کړې وکړې له دې وروسته د قم انسټيټوټ ته ولاړ او د ( علم الاجتهاد) .
خاتمي دشاه پر ضد په فعاليت کې په ځانګړې توګه د هغو پاڼو اواعلاميو په چمتو کولو کې ، چې داسلامي جمهوريت دبنسټګر له خوا به ورته امر کيده په ډېره لېوالتيا ونډه اخيسته . نوموړي د اصفهان پوهنتون دمسلمانومحصلينو په ټولنه کې خپل سياسي فعاليت پيل کړ ده د خميني له زوی احمد خميني او محمدمنتظري سره ګډ کار اود ديني سياسي کنفرانسونو په جوړونه کې ورسره مرسته کړې ده س . خاتمي د 1979 ز له انقلاب وړاندې په المان کې دهمبورګ د اسلامي مرکز د رياست دنده ورترغاړې وه .
خاتمي په 1980 ز کې د پرلمان په لومړني پړاو کې د اردکان او ميبد دحوزو استازيتوب کړی . خميني په 1981 ز کې د عام مدير په توګه وټاکه په 1982 ز کې د انجينر مير حسين موسوي په کابينه کې د فرهنګ د وزير او دکيهان دنشراتي ادارې د سرپرست په توګه دخميني په سپارښتنه وټاکل شو .
خاتمي د ايران – عراق جګړې پر مهال يو شمېر دندې لکه د مشترکو وسله والو ځواکونو مشري ، دجنګي پروپاګندې دډلې مشري .... په 1989 ز کې خاتمي د اکبر هاشمي رفسنجاني په حکومت کې د فرهنګ او کلتور دوزير په توګه دنده تر سره کړې ده . په 1992 ز کې د رفسنجاني له استعفا وروسته خاتمي د رفسنجاني د فرهنګي سلاکار او دايران دملي کتابتون د رئيس په توګه وټاکل شو .
خاتمي له فارسي پرته نورې درې ژبې لکه انګليسي ، الماني او عربي يادې دي همدارنګه نوموړې د يو شمېر کتابونو او مقالو ليکوال هم دی . دايران پخوانی ولسمشر خاتمي د مثقف سياستوال ښه بيلګه ده
نوموړې دخپل واک پر مهال منځلارې سياستوال و .
خاتمي په 1997 ز په می کې د ايران د پنځم ولسمشر په توګه وټاکل شو نوموړې دايران په دولسمشرۍ په ټولټاکنو کې 20 ميلونه ٪70 رايې ګټلې وې او دوه ځلې د ايران د ولسمشر په توګه تېر شوې