ضرار احمد مقبل

 دافغانستان د کورنيو چارو وزير ، څوورځې دمخه د ولسي جرګې د استيضاح له مجلس څخه بريالی راستون شو ، مانا دا چې ولس د خپلواستازو له لارې لاهم د ده پر وړتيا!؟ باور لري . بايد هم باور ولري ، ځکه له هغه ورځې چې مقبل د کورنيو چارو وزارت پر ګدۍ ناست دی امنيت ډېر ښه شوی ! اداري فساد بيخي له منځه تللی ! !اوکوکنار خو څوک بيخ نه پېژني !!!
يو ځل يو چا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د اداري سمونونو يوڅه مشورې ورکولې ، ښاغلي کرزي ورته ويلي و، چې که مقصد دې مقبل صيب وي ، نو هغه خو ډېر ښه سړی دی ، مشوره ورکوونکي ځواب ورکړی و، چې ښه سړی دی جومات ته يې ولېږه . رښتيا هم ښه سړي خو به په افغانستان کې نورهم پيدا شي ، خو آيا هر يو يې بايد وزير شي ؟ که رښتيا ووايم ، زه تر اوسه هم نه پوهېږم چې د مقبل په ټاکلو کې د کرزي صيب معيار څه شی و ، ښه سړيتوب ، پوهه ، اداري کفايت ، صداقت او تقوی ، د کلام فصاحت ، ملي وحدت ته ژمنتيا او که په ځينو ځانګړو شخصي ګټو کې شراکت . د وروستي معيار په اړه خو زه کره معلومات نه لرم ، خو تر دې بالا که يو صفت يې هم تاسو ته څرګند وي نو ماهم پرې خبر کړیء . له هغې ورځې چې دغه ښاغلی د کورنيو چارو وزارت ته راغلی ،نه دا چې د ښاغلي جلالي ټولې لاسته راوړنې يې په اوبو لاهو کړې ، بلکې د ده له وياړونو څخه يو دا دی ، چې د کورنيو چارو وزارت نوم يې په ( د ـ اخله وزارت ) بدل کړ . ما اورېدلي و ، چې د کرزي حکومت ته ننوتل سخت دي ، خو که يوځل څوک ننوت نو بيا يې ايستل ناشوني دي . که ډېر بد کار هم وکړي ، نو اېله به يې له يوځای څخه تر هغې په بل ښه ځای کې وګوماري ، لکه د امين فرهنګ بدلول د اقتصاد له وزارت څخه د سوداګرۍ وزارت ته ، له کندز څخه د مخدره توکو مشهور قاچاقبر( قوماندان داود ) بدلول د کورنيوچارو وزارت ته له مخدره توکو سره د مبارزې د معيين په توګه ، د فراه والي عزت الله واصفي ( چې په امريکا کې څو کاله د هېرويينو د قاچاق په تور بندي و ) له اداري فساد سره د مبارزې د رييس په توګه ،او که دا لړۍ همداسې پسې وغځوو نو بويه چې بېل کتاب پرې وليکو . اصلاً داسې ده ، چې زموږ کرزی صيب ډېر ښه سړی دی او نه غواړي ،چې څوک خفه کړي حتی که د ده په کابينه کې څوک جاسوسي هم وکړي ، دی يې نوم نه اخلي . دا خو لاپرېږده ، چې څو ک په بغلان او يا د غويي په اتمه نېټه اېله د يو څو وکيلانود شهادت له امله لرې کړي او يا هم د ارګ دروازې ته مخامخ د سرېنا په هوټل کې د ناروې پر بهرنيو چارو وزير د بريد په پړه څوک ګوښه کړي ، دا خو دومره مهمې خبرې نه دی ، مخست ( مقصد ) چې بې آبه نه شو . ځه که يو څو نورې پېښې وشي ، بيابه يي کرزی صيب په راتلونکو ټولټاکنو کې د خپل لومړی مرستيال په توګه وټاکي . راځیء ، چې د افغانستان د راتلونکي مرستيال له زده کړو اونورو وړتياوو يو څه نور هم ځانونه خبر کړو :
ښاغلی ضرار احمد مقبل د پروان له دار المعلمين څخه فارغ شوی ، نوموړې په 1367 ل کې د مجاهدينو له ليکو سره يو ځای شو او د شورای نظار په ليکو کې يې جګړه کوله . له 1371 – 1382 ل پورې د هېواد د دفاع وزير د دفتر د مرستيالۍ دنده هم تر سره کړې ده .
ښاغلی مقبل له 1374- 1375 تر ميزان پورې د پروان د امنيې قومندان په توګه دنده تر سره کړې او د 1382 له سنبلې د 1383 د جدې تر 30 مې نېټې پورې د پروان د والي دنده هم تر سره کړې ده . مقبل په 1383-1384 ل کې د کورنيوچارو د مرستيال وزيراو د ښاغلي علي احمد جلالي له استعفا وروسته د وزير په توګه وګومارل شو .
ښاغلي مقبل په 1385/1/30 مه نېټه له ولسي جرګې څخه د کورنيو چارو وزير په توګه د اعتماد رايه تر لاسه کړه ، چې په دغه لړ کې 158 موافقې او 51 مخالفې رايې وې . داسې ويل کيږي ، چې د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان دده په ډله کې شامل دي او له ده سره وخت نا وخت مرسته کوي دغه وکيلان په دې توګه دي :
1- حاجی الماس / پروان .
2- خواجه صديق احمد عثماني / پروان ( د مقبل ورور ) .
3- حاجي اقبال / کاپيسا .
4- حاجي فريد / کاپيسا .
5- عبدالهادي / کاپيسا .
6- حاجي احمدخان / سمنګان
7- ملا پيرام قل / تخار
8- ملا سلام راکټي / زابل .
9- حاجي داود کلکان / کابل .
10- زلمی مجددی / بدخشان .
11- محمد داود هاشمي / کابل .
ځينې خلک استدلال کوي ، چې کرزی صيب ځکه پر مقبل ولاړ دی ، چې ده خپله لار له نظار شورا څخه بېله کړې ،خو وړمه ورځ مې د يوه باوري سړي له خولې واورېدل ، چې مارشال فهيم د بلخ والي عطا محمد نور ته په غوسه و ،چې څنګه په خپل سر کارونه کوې ؟ ته يو موږک وې او ما زمری کړې او که وغواړم نو بېرته به دې موږک کړم . راوي وايي ، چې په مجلس کې استاد رباني هم ناست و ، هغه ورته وويل چې کار مه پرې لره ! دی زموږ په دستور له کرزي سره نږدې شوی ، بايد دېپلوماسي زده کړو او په هرځای کې خپل خلک ولرو . نو پوښتنه مطرح کيږي ، چې آيا په يو دوه ورځو کې به په رښتيا مقبل له نظار شورا څخه بېل شوی وي ؟ او که دی په نظار شورا کې اوسي نو څه توره به وکړي ؟