رابرټ موګابي

 مارچ په 29 نېټه د زېمبابوې د ټولتاکنو په پايله کې مخالف ګوند ( بدلون غوښتونکي ګوند) تر 25 کلو وروسته د لومړي ځل لپاره په پارلمان کې اکثريت څوکۍ تر لاسه کړې . که د ټولټاکنو پايلې ومنل شي ، نو د افريقې د ډېر مشهور واکمن ( رابرټ موګابي ) واکمني به له 25 کلو وروسته پای ته ورسيږي .موګابي د ټاکنو پايلې نه مني او وايي ، چې رايې بايد د سره وشمېرل شي . هغه خبرداری ورکوي ،چې که مخالف ګوند واک تر لاسه کړي ،نو زېمبابوې به د انګريزې استعمار غيږې ته وروغورځي ، هغه څه چې برتانيه يې خندونکې ګڼي . موګابي د خپلو اروپايي ضد نظرياتو له کبله مشهور دی او اروپايانو له همدې امله د ده پرمخ د خپلو هېوادونو دروازې تړلي دي .راځیء چې د مشهور رابرټ موګابې ژوند ليک ته يو لنډ نظر واچوواو وګورو چې ولې يې له اروپايانو سره نه ده جوړه .
رابرټ موګابي د سهيلي افريقا د شمال لويديځ په مايتبيري نومي کلي کې په 1924/2/21 نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې او د لسوکلو و ،چې پلار يې له دې سيمې وليږديد. د کليسا له پادري سره يې زده کړې پيل کړه او دانګليسي نيواک ( استعمار)څخه دآزادۍ الهام يې دهمدي پادري له خبرو اودرس څخه واخيست . د رومن کاتوليک پرنظام راستر شو . د زده کړې پر مهال ښه وغوړيد ، زيرکه و ، ګوښيتوب يې خوښاوه ، له نورو سره يې دنږديوالي لېوالتيا نه درلوده ،کله به يې ، چې مطالعې او ليک ته زړه نه کيده له ملګرو پرته به ښکار ته ووت . د ډېکتاتورانو په لست کې نوموړي تر ټولو سخته مبارزه کړې ده .
موګابي له برتانوي ولس څخه اغيزمن شوی و ،دکرکټ لوبه او د چايو څښل يې ډير خوښيده ده هڅه کوله ، چې خپلو بچيانو ته دلندن دشاهي کورنۍ چلندود ورزده کړي دا دده له انده غوره او ښه چلند و.
زده کړه : موګابي داولسوکلوو ، چې له لېسې څخه فارغ شو او يوڅه موده يې د ښوونکي په توګه هم دنده تر سره کړې ده . له لوړو زده کړو سره د ډيرې لېوالتيا له کبله په 1951 ز کې د سهيلي افريقا په ( فورټ هارفی ) پوهنتون کې شامل شو موګابي په پوهنتون کې دزده کړې پر مهال له يو شمير شوخو محصلينو لکه جيولويس ، نيريري ، کنينس ګاونډا ، هيربرټ شيتيبوګاب سره اشنا شو دغو محصلينو وروسته بيا د افريقا په لويه وچه کې داسې کارونه ترسره کړل ، چې اوس د تاريخ يوه برخه ده . موګابي د پوهې او زده کړې په موخه د هرځای دروازه وټکوله ، نوموړي په 1952 ز کې په ډار وفونټين په 1953 ز کې ساللسبيري په 1954 ز کې جويلو او په 1955 ز څخه تر 1975 ز پورې په تنزانيا کې زده کړې بشپړې کړې ، همدارنګه موګابي دګانا په پلازمينه اکرا کې له 1958 ز تر 1960ز پورې پر زده کړه بوخت و .
موګابي دبکالوريس ، ماسترۍ او دوکتوراتر منځ 8 پوهنتوني بري ليکونه تر لاسه کړي . د موګابي د خوښې برخه روزنه او اقتصاد وه او په دې برخه کې يې له لندن او سهيلي افريقا له پوهنتونوڅخه بری ليک هم تر لاسه کړی دی . موګابي له يو شمير مشهورو نړيوالوپوهنتونو څخه لوړې علمي رتبې هم تر لاسه کړي دي . موګابي په 1960 ز کې دکمونيسټانو له ډلې سره يو ځای شو .

هېواد ته بېرته راستنيدنه :
موګابي په 1960 ز کې خپل ارټاټوبي زيمبابوي ته راستون شو او له ملي ډيموکرات ګوند سره يو ځای شو . وروسته بيا دغه ګوند پر ( د زيمبابوی ولس اتحاد) واوښت ،د ابان سميس د حکومت پر مهال پردغه خوځښت او ګوند بنديز ولګول شو خو موګابي دغه مهال له دغه ګوند سره خپل پريکون اعلان کړی و او په 1963 ز کې له ( زيمبابوي ملي اتحاد) سر ه يو ځای شوی و دغه خوځښت په همدغه کال دهربرټ چيتيبو د هڅو په ترڅ کې رامنځ ته شوی و نوموړی دوخت مشهور وکيل او په سهيلي افريقا کې د زده کړې پر مهال دموګابي ملګری و دا ګوند هم وروسته پر دريو برخو وويشل شو ، دحيرانتياخبره خو داده ، چې موګابي دسيالو ملتپالو مشرانو په امر زندان ته واچول شو . په 1964 ز کې انګليسي چارواکو په رودېسيا کې دموګابي په ګډون يو شمير افريقايی مشران ونيول او لس کاله يې په زندان کې وساتل ، موګابي په دغه موده کې د قانون په برخه کې لرې زده کړې ترسره کړې .

تبعيد :
په 1974 ز کې موګابي له زندان راخلاص او دموزمبيق پر لور رهي شو او هلته يې دزانو په نوم د پوځ مشري په لاس کې ونيوله له دغه پوځ سره چين مرستې کولې او د ازادۍ د پوځ په نوم هم شهرت لري له دغه پوځ سره د موګابي ګوزار ه لږه سخته شوه ،په 1975/3/18 نېټه چيبوتو له زامبيا څخه د ليدنې پر مهال د ترور له پېښې سره مخ شو او دازادۍ د پوځ يوقومندان په پېښه کې د لاس لرلو په تور ونيول شو . موګابي دداخلي اختلافاتو له کبله په همدغه کال کې ځانته خپلې مليشې جوړې کړې .
دغه مهال دامريکا دبهرنيو چارو وزير هنري کيسنجر پر برتانويانو فشار راوړ ، چې دا ومني ، چې نور دسپين توکمو لږه کيو دواک پايښت ناشونی دې دغو خبرو دازمينه برابره کړه ، چې په زيمبابوی کې د لومړي ځل لپاره عمومي ټولټاکنو ته لاره هواره شي او واک دميشتو توکمونو تر منځ په مساوي توګه وويشل شي . د ( دمتحدې افريقا ملي ټولنې ) دآيل موزوريوا په مشرۍپه ټولټاکنو کې غوڅ بری تر لاسه کړ خو دموګابي ګوند او دجوشوانکومو ډلې دټولټاکنو پايلې ونه منلې پر جګړه يې لاس پورې کړ . په 1979 ز کې ښکيلو ډلو دخبرو اترو غوښتنه وکړه دخبرو پايله دا شوه ، چې د نوې زيمبابوی لپاره دې نوې اساسي قانون جوړ شي او د 1980 ز د فبرورۍ مياشت د ټولټاکنو لپاره غوره شوه .

ټولټاکنې :
په خبرو اترو کې پريکړه وشوه، چې موګابي به زيمبابوې ته په سوله ييزه توګه راستنيږي ، په پارلمان کې به 20 څوکۍ سپين توکمو ته ځانګړې کيږي ،د راتلونکو لسو کلو لپاره به په اساسي قانون کې بدلون نه رامنځ ته کيږي . موګابي په 1979 ز کې زيمبابوې ته راستون شو او به زرګونو خلک يې هرکلی ته راوتې و و. موګابي په ټولټاکنو کې بريالې شو او په 1987 /3/4 نېټه د لومړني منتخب حکومت مشر شو . په 1990 ز کې ددوهم ځل لپاره او په 1996 ز کې د رېيم ځل لپاره او په 2004 ز کې د څلورم ځل لپاره دزيمبابوی ولسمشر وټاکل شو .
داسې ويل کيږي ، چې موګابي لومړی افريقايی مشر دی ، چې فرانسې په 2007 ز کې د فرانسې افريقا کنفرانس ته نه و رابللی له 2002 ز څخه راديخوا اروپايي ټولنې پريکړه وکړه ، چې موګابي نه شي کولای داروپايي ټولنې غړو هېوادو ته سفر وکړي . په 2003 ز کې د امريکا د کانګرس پريکړه وکړه ، چې موګابي توکمپاله دی او پر زيمبابوي يې بنديزونه ولګول . همدارنګه لندن دامريکا او استراليا په ملاتړ دهمګټو هېوادو په لړ کې پر زيمبابوی بنديزونه کېښودل او په دغه سازمان کې يې د زيمبابوی غړيتوب وځنډاوه خو افريقايي هېوادو د لندن دغه پريکړه ونه منله .

واده :
موګابي له خپلې لومړنۍ ميرمن سره ، چې په 1933 ز ، زيږيدلې وه او په ګانا کې يې له ( سالي هايفرون ) قبيلې سره تړاو درلود واده وکړ ، هغه په 1992 ز کې وفات شوه . او په هراري کې د ملي اتلانو په مړستون کې خاورو ته وسپارل شوه .
موګابي دخپلې ميرمن له مړينې څخه دوه کاله وړاندې دا اړتيا حس کړه ،چې بل واده ته اړتيا لري ، سره له دې چې د عيسويت لارښوونې سړی ته له يوې د زياتو ميرمنو اجازه نه ورکوي خوموګابي نور صبر نه شو کولای او له خپلې پخوانۍ سکرترې جريس ماروفو ، چې هغه مهال ايله شل کلنه وه واده وکړ . په 1996/7/17 نېټه موګابي درومن کاتوليک له ديني مراسمو سره له ماروفو سره رسمي واده وکړ .

نيوکې :
کله ، چې داقتصادي ځوړتيا له کبله دزانو ګوند ملاتړ کم شو ، د ډيموکراتيک بدلون په موخه يوه ډله رامنځ ته شوه ،د 2002 ز په ټولټاکنو کې زانو ګوند پيکه شو د زانو ګوند پلويانو د ډيموکرات بدلون د پلويانوځپنه پيل کړه د تاوتريخوالي پېښې تردې اندازې زياتې شوې ، چې پخوا په زيمبابوې کې يې ساری نه و ليدل شوی ، زانو ګوند د ټولټاکنو په پايلو کې د ځان په ګټه لاسوهنه پيل کړه او لاره يې دې ته جوړه کړه ، چې موګابي دتل لپاره دواک په سر کې پاتې شي .
دموګابي مخالفين وايي : نوموړی په هيڅ صورت دې ته چمتو نه دی ، چې واک پريږدي ، د دولت په موسسو کې يې د ځان په ګټه تعديلات رامنځ ته کړي د 2000 زپه پارلماني او په 2003 ز کې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې له درغلۍ کار واخيست . هماغه و،چې اپوزيسيون په 2005 ز کې دمشرانو دجرګې له ټاکنو سره پريکون اعلان کړ او دا يې دملنډو په نوم يادې کړې داروپايي ټولنې غړو هېوادو په يوه خوله د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د زيمبابوی د ولسمشر په توګه دموګابي د لوړې په مراسمو کې د نه ګډون پريکړه وکړه .
له امريکا څخه خپريدونکې د ( فارن پاليسۍ ) مجلې د پنجشنبې ورځې په ګڼه کې د ( ډيکتاتوران بايد ولاړ شي ) سرليک لاندې کاږي : « نن په نړۍ کې يو شمير ډيکتاتوران شته ، چې يو شمېريې د زيمبابوی ولسمشر رابرټ موګابي ، د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف او دسوډان ولسمشر عمر حسن البشير دي » ، مجلې ددغو ډيکتاتورانودګوښه کيدو لپاره خپل دلايل لري خو دموګابي په اړه کاږي ، چې د نورو په پرتله موګابي ډير ټينګار کوي ، چې په واک کې پاتې شي سره له دې ، چې د 2008 ز دمارچ دمياشتې ټولټاکنو وښوده ، چې ملت نور موګابي نه غواړي نوموړې له 1980 ز څخه راديخوا د زيمبابوی واکمن و . په دغو ټولټاکنو کې دموګابي پياوړی سيال د ډيموکراتيک بدلون دخوځښت مشر (( مورجان وسوانچيرای ) ټينګار کوي ، چې په ټولټاکنو کې دا په غوڅ اکثريت بريالی شوی .

د موګابي مشهور کارونه :

v موګابي هڅه وکړه ،چې د زيمبابوی دواړه سيالې ډلې ( شونا / انډيبيلي ) په يوه ګوند کې سره يو ځای کړٍي .
v موګابي په 1982 ز کې د زيمبابوې دښارونو نومونه بدل کړل ، لکه سالسبوري يې پر هراري واړوه
v موګابي ونه شو کولای ، چې په 1983 ز کې د شونا او انديبيلي قبيلو تر منځ نژادي شخړو ته د پای ټکې کيږدي ، په دغه شخړه کې نږدې 10،000 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ .
v په 1987 ز کې موګابي وتوانيده ، چې د دواړو ډلو تر منځ د سولې تړون لاسليک کړي او د انډيبيلي قبيلې مشر جوسوا نکومو يې د لومړي وزير په توګه وټاکه .
v د ځکمو د اصلاح قانون يې پلی کړ او د اروپايي توکمو ځمکې يې د زيمبابوی پر اصلي اوسيدونکو ٪70 وويشلې دغې ځمکې د 4000 اروپايي بزګرانو لخوا اداره کيدلې .
v په 2004 ز کې د زيمبابوې لپاره نوی اساسي قانون رامنځته کړ او د ځمکنيواصلاحاتو په اړه يې يوه ماده ورزياته کړه .