ملالۍ جويا

 د ولسي جرګې لانجمنه غړې ملالۍ جوياتر اوږدې مودې چوپتيا يوځل بيا په مطبوعاتو کې راڅرګنده شوې . په وروستيو وختو کې هغه يوه متازع فيها سياسي څېره ګرځېدلې ، يو شمېر کسان ورته د سترګو د اغزي په سترګه ګوري او يو شمېر خلک هم د خپلو زړونو درد د دې له خولې اوري .په همدې دليل پر دې باندې ډول ډول ټاپې هم لګېدلي ، خو دا چې ملالۍ جويا څه ده او يا په کومې ډلې پورې تړلې ده ،يوشمېر کسان يې يوازې له دې امله ملاتړ کوي ، چې ډېر په نره يې د جنګسالارانو په وړاندې خپل غږ اوچت کړ او د چوپتيا طلسم يې مات کړ . راځیء ، چې د ملالۍ جويا د ژوند په اړه هم پر يو څو ټکو ځانونه خبر کړو .
ډنګره او دنسبي ښکلا څښتنه ملالۍ جويا په افغانستان کې دجنګسالارانو پر وړاندې لومړنۍ ښځينه مخالفه ده . دنوموړې په واک کې ډير څه نشته خو د پياوړې هوډ او سپينې وينا خاونده ده ، د نويو او پخوانيو جنګسالارانو پر وړاندې يې دمبارزې سنګر تود ساتلی ، دنړۍ دنورو ښځوپه پرتله دمرګ له ګواښ سره ډيره مخامخ ده او دژوند کيسه يې په دې ارزي ،چې ولوستل شي .
ملالۍ جويا په فراه کې د 1979 ز د اپريل پر 25 مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانيستي ، پلار يې عبدالحميد نوميږي ، د طب محصل چې دمقاومت له ليکو سره يوځای شو او له شورويانو سره په جګړه کې يې خپله يوه پښه له لاسه ورکړه . ملالۍ دڅلورو کلو وه ،چې کورنۍ يې ايران ته وليږديدله او له هغه ځايه پاکستان ته مهاجره شوه ، د19 کلو وه ،چې منځنۍ زده کړې يې پای ته ورسولې او دخپل ګاونډ نالوستو ته يې دلوست او ليک دزده کولو چارې پيل کړې .
له افغانستان څخه د شورويانو تر وتلو وروسته په 1998 ز کې ملالۍ افغانستان ته راستنه شوه د روغتيايي کتنځای اومرستون په پرانيستو يې ټولنيزې چارې پيل کړ ې . دوخت په تيريدو د طالبانو دنظام مخالفه شوه او درې کاله يې په هرات کې په پټه دنجونودزده کړې په موخه دليک ولوست کورس کړ، چې وروسته بيا همدغه کورس په فراه کې ( دافغان ښځو دوړتياوو دلوړونې ) پر مرکز واوښت .
په 2003 ز کې داساسي قانون د لويې جرګې پرمهال يې له جنګسالارانو سره جنجال راپورته شو اوله همدغه مهاله يې ژوند او سر له ګواښ سره مخ شول .
ملالۍ جويا په 2004 ز کې د ( اوميګا انسټيټوټ / ويمينيستي سازمان ) په بلنه امريکاته ولاړه او د 2004 ز په ډسمبر کې دنړۍد 54 نامتو ښځو تر منځ کانديده شوه او په ايټاليا کې يې د2004 ز دښځې جايزه وګټله . ملالۍ جويا په 2005 ز کې د 1000 ښځو له منځه دنوبل نړيوالې جايزې ته کانديد شوې وه .
امان ( عربي ورځپاڼه ) داساسي قانون په لويه جرګه کې دملالۍ جويا خبرې داسې رااخېستي : « زما نوم ملالۍ جويا دی له فراه ولايت څخه يم ، د محترمو حاضرينو په اجازه ، د الله (ج) او د هېواددازادۍ د لارې د شهيدانو په نوم غواړم ، چې يو څوشيبې خبرې وکړم . زما پر ټولو هېوادوالو ، چې دلته حاضر دي نيوکه داده ، چې ولې لاس تر زنې ناست دي او اجازه ورکوي جنګسالاران په خپل شتون سره د لويې جرګې مشروعيت او قانونيت تر پوښتنې لاندې راولي . ډېره متأسفه يم ، هغه جنګسالارن چې هېواد يې په دغه ورځ اخته کړی او يو وخت يې همدا لويه جرګه کفري مؤسسه او د فحاشۍ معادله ګڼله ، نن دلته ناست دي او خبره يې منل کيږي . او ياد کمېټو په اړه تاسو وګوریء چې خلک څه وايی ، د هرې کمېټې مشر مخکې له مخکې ټاکل شوی ، ولې ټول جنايتکاران يوې کمېټې ته نه استول کيږی ، تاسو به وګوریء چې هلته دوی ولس بيا په څه کړاو اخته کوي .دا هغه کسان دي ، چې زموږ هېواد يې د کورنۍ او نړيوالې جګړې پر محراق واړولو ، دوی په ټولنه کې د ښځو سرسخته دښمنان دي ، ازمايل شوي بياازمايل تېر وتنه ده . زما په نظر دوی بايد په ملي او نړيواله محکمه کې محاکمه شي . که زموږ خلک دوی وبښي ، خو تاريخ به يې هېڅکله ونه بښي .»
ملالۍ جويا د 2005 ز په سپټمبر کې د فراه ولايت دخلکو په استازيتوب ولسي جرګې ته کانديده او په ټاکنو کې يې د پام وړ رايې وګټلې ميرمن جويا په پارلماني ټاکنو کې 7،813 رايې وګټلې. د همدغه کال دمی پر 7 مه نېټه داساسي قانون د لويې جرګې له ستونزې سره ورته برخليک سره مخ شوه ، ځکه نوموړې ويلي و : ( موږ دوه ډوله مجاهدين درلودل ، رښتيني مجاهدين اوبل هغه ، چې دروسانو له وتلو وروسته يې دجهاد له نومه ناوړه ګټه پورته کړه ، جنايت اووژنې يې ترسره کړل ....) دنوموړې دغه خبرې د يوشمېر پارلماني جنګسالارانو پر مزاج ښې ونه لګيدې او په پارلمان کې يې غوغا جوړه کړه يو ه ډله د شمېر ښځينه وکيلانو په ګډون د جويا پر ضداو بله ډله د ملالۍ ملاتړي شول .
د 2007 ز دمی پر 21 مه نېټه په ولسي جرګه کې د دريوکلو لپاره دميرمن جويا غړيتوب وځنډول شو او دليل يې د ولسي جرګې د قانون 30 مه ماده وه : « د ولسي جرګې هېڅ غړی نه شي کولای په څرګنده توګه پر بل وکيل نيوکه وکړي )) . ملالۍ جويا په يوه مرکه کې ويلي ،چې ولسي جرګه غوجل ته ورته ده . خو ميرمن جويا وايي دغه پريکړه يوه سياسي دسيسه ده او 30 مه ماده يوازې ددې پر ضد ورزياته شوې ده . په دې اړه ( مرکز الامان ) دنوموړې له خولې داخبرې راخېستې دي : ( له کومې ورځې ، چې ما په لويه جرګه کې د ښځودحقوقو خبره راپورته کړې ده دغه جنګسالاران ، دمخدره موادو قاچاقبران له هماغې ورځې راديخوا زما پر ضد ودريدلي دي )
ګواښونو او دوژنې هڅو ميرمن جويا اړ ايستلې ، چې چادري په سر کړي . د پام وړ داده ، چې چادري د طالبانو دواک پر مهال د ځپنې سمبول و اوس ميرمن جويا ته داسې وسيله ګرځيدلې ، چې نوموړې کولای شي له هغې سره په هېواد کې د ښځو د ازادۍ مبارزه پر مخ بوځي .
ميرمن جويا ، چې کله په لويه جرګه کې خپلې له جنجاله ډکې څرګندونې وکړې همدغلته يې د کرنې د پوهنځي له محصل سره ليده کاته وشو ، چې وروسته يې خبره د واده تر بريده ورسيده .
ميرمن جويا دوه شپې سر په سر په يوه کور کې نه اوسيږي تل له ځان سره يوه خلطه ګرځوي ، چې يو کتاب او يوه وړه راديو ورکې وي، نوموړې هيڅکله د سودا په موخه بازار ته نه ده وتې ، ژوند يې تر ډيره بريده ساده دی . دميرمن جويا له واده څخه دوه کاله تيريږي ، ويل کيږي چې له خپل ميړه څخه د 60 ميله واټن په اندازه ليرې اوسيږي اوکله نا کله سره ګوري ،دمخالفينو له ډاره يې ډير نه يادوي او نه يې چا ته نوم ښيي .
ميرمن جويا په افغانستان کې د جنګسالارانو سره داختلاف له امله د ځينو افغانانو اونړيوالو له خوانازول شوې او جايزې يې تر لاسه کړي ،چې ځينې يې په دې توګه دي :
ميرمن جويا د 2005/1/27 مه نېټه د ښځی د کال نړيواله جايزه تر لاسه کړې ده .
ميرمن جويا په 2006/5/20 مه نېټه د ګوانګجو په نوم د بشر دحقوقوجايزه تر لاسه کړې ده اوپه همدغه کال کې يې په 2006/5/29 مه نېټه د سهيلي کوريا د سولې مرکز د بشرد حقونو جايزه تر لاسه کړې ده .
په 2007 ز/ سپټمبر/ 12 مه نېټه ميرمن جويا د اروپا د پارلمان دبشري حقونو جايزې ته کانديده شوې وه .
همداراز ميرمن جويا د 2008 زدفبرورۍ پر 11 مه په المان کې دبرلين په ښار کې د ( کانزرت هاوس ) په تاريخي ځای کې ( دبشر دحقونود فلم نړيواله جايزه ) ، چې څلور کسه ورته کانديد شوې وو ، دهاليوډ دمشهور سينمايي لوبغاړي (هيلري سوانک ) په لاس ميرمن جويا ته ډالۍ شوه .
ميرمن جويا په افغانستان کې د طالبانو له سقوط راوروسته دخبري رسنيو ، وېبپاڼو لپاره يوه توده او په زړه پورې موضوع ده او لامل يې هم څرګند دی ، ځکه نوموړې يوازينې ښځه ده ، چې د جنګسالارانو پر وړاندې يې د مبارزې سنګر تود ساتلی اوداخبره يې په زباد ورسوله ، چې دا جنګسالاران دومره پياوړې نه دي ، چې پر وړاندې يې څوک خبره نه شي کولای . ستونزه دميرمن جويا په چلند کې نه ده ستونزه داده ، چې دا ښاغلي د مبارزي په ابجدياتو نه پوهيږي .
اوس ميرمن جويا پرداسې هڅو لاس پورې کړی ، چې بېرته پارلمان ته لار ومومي، ميرمن جويا تر يوې اوږدې چوپتيا وروسته د روان کال د وري پر 17 نېټه د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل : د مالي امکاناتو دنشت له امله يې نه شو کولای ، چې په ولسي جرګه کې د خپل غړيتوب د بيا تر لاسه کولو لپاره حقوقي دعوه راپورته کړي ،نوموړې زياته کړه ، چې د ولسي جرګې د داخلي لوايحود 70 مادې پر بنسټ ، چې وايي : ( دانتخابي نماينده غړيتوب له 24 ساعتو زيات نه شي ځنډيدلې ) ،د ولسي جرګې دغه ګام ناقانونه دی . له هېواده دبهروتلو په اړه ميرمن جويا پر يو شمير وکيلانو تور ولګاوه ، چې ددغه ګام تر شا ددوی لاس و. اوس دافغانستان په قضايي او حقوقي ارګانو کې دميرمن جويا ددوسيه محمد زمان نومی وکيل پر غاړه لري .