يوسف رضا ګېلاني

 د پاکستان د ( خلکو ګوند)دبينظير بوټو پر ځای د ولسي جرګې پخوانی مشر سيد يوسف رضاګېلاني د پاکستان دلومړي وزير په توګه ونوماوه، نوموړی د بينظير بوټو ترمړينې وړاندې د هغې له نږدې ملګرو څخه و . دبوټوګوند له يوې مياشتې سلا او مشورې وروسته دې پايلې ته ورسېد ،چې دلومړۍ څوکۍ لپاره يوسف رضا ګېلاني ونوموي . دنوموړي د کانديدلو تر شا دآصف زرداري لاس و ، ځکه نوموړی دده نږدې ملګری دی . د ګېلاني ټاکنه د (خلکو ګوند ) مرستيال مخدوم امين فهيم ته يو کلک ګوزار و ،ځکه نږدې ټولو شنونکو دا انګيرله ،چې د ( خلکو ګوند ) به نوموړی د لومړي وزير څوکۍ ته کانديدوي .
يوسف رضا ګېلاني ، چې کله پرون د باور رايه تر لاسه کړه نو د خپلې پاليسۍ يو شمېر مهم ټکي يې په ډاګه کړل . ده پر مطبوعاتو او رسنيو د پروېز مشرف له خوا لګول شوي بنديزونه لرې کړل ، د برطرفه شويو قاضيانو د اعادې هوډ يې څرګند کړ ، په قبايلي سيمو کې تر يوې پېړۍ زوړ انګريزي قانون ( اف سي آر ) لغو کړ ، له ملکي ادارو څخه يې د ټولو پوځيانو د بېرته رابللو اعلان وکړ ، ايالتي خودمختارۍ ته په درناوي يې وويل ، چې له بلوڅو سره چې کوم زياتی شوی دهغو جبران به کيږي ، له سيمه ييزو طالبانو سره يې د خبرو هوډ او په قبايلي سيمو کې د سواد ، علم او اقتصادي پراختيا په موخه د هلو ځلو اعلان وکړ . ده د يوه باثباته هندوستان او افغانستان سره د ښو اړيکو مينه وښودله او ويې ويل ، چې له چين سره به خپلې اړيکې لاپسې ټينګوي . داټولې خبرې ډېرې ښکلي او زړه راښکونکې دي ، خو راتلونکې به وښيي ، چې دی به څومره خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او څومره به هم د دې ژمنو د پلي کولو صلاحيت ولري . د دې لپاره ،چې د پاکستان په خورا حساسو شېبو کې مو دا نوی واکمن ښه پېژندلی وي ، راځیء لومړی د ده دژوند ماضي ته يو نظر واچوو :
يوسف رضا کيلاني په 1950 ز کې د ملتان په يوې بيوزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانيستې ، د کورنۍ ځينو غړو يې په ملتان کې د يو شمير پانګوالوځمکې ساتلی ، پلار يې د شلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې د پارلمان وکيل و خو د بوټو په څېر د بډايه پانګوالو له ډلې نه و .
يوسف رضا ګېلاني (55کلن ) خپلې لومړنۍ زده کړې په ملتان کې د ( لاسال ) په ښوونځي کې بشپړې کړې او په 1976 ز کې يې له پنجاب پوهنتون څخه په ژورناليزم کې دماسټرۍ سند تر لاسه کړ .
ګېلاني د پلار له مړينې وروسته په 1978 ز کې د سياست نړۍ ته ننوت او په لومړي سر کې د مسلم ليګ ګوند دمرکزي کميټې غړی شو. لږه موده وروسته د ( خلکو ګوند ) سره يوځای شو .
د لومړي ځل لپاره يې په 1983 ز کې په ټولټاکنو کې برخه واخيسته او خپل سيال سيد فخر امام ته يې دملتان په ټاکنيزه حوزه کې ماتې ورکړه .
په 1985 ز کې د پارلمان ازاد غړی شو . وروسته بيا د کورجوړونې او ريل ګاډي وزيرشو . په 1988 زکې د (خلکو ګوند) له خوا پارلمان ته کانديد شو، نوازشريف دغه مهال د پنجاب وزيراعلی و ، په ټاکنو کې له ماتې سره مخ شو ، په 1990 ز کې دوهم ځل د (خلکو ګوند) له خوا کانديد او په ټاکنو کې کامياب شو ، په 1993 ز کې د دريم ځل لپاره د پارلمان غړی شو .
د بينظير بوټو په لومړني حکومت کې په 1988 – 1990 ز کلونوکې لومړی د روغتيا ا وبيا ورپسې د استوګنې وزير شو . له 1993- 1997 ز پورې د پاکستان دملي پارلمان رئيس و . په 1998 ز کې د (خلکو ګوند) مرستيال وټاکل شو . کله ، چې پرويزمشرف په 1999 ز کې واک تر لاسه کړ د لوړپوړو چارواکو پر ضد يې د فساد او درغلۍ په تور دنيونو پراخه کمپاين پيل کړ ، ګېلاني پردې تورن شو ، چې 350 حکومتي څوکۍ يې په ناقانونه توګه خپلو خپلوانو ته ورکړې دې او له حکومتي موټرو او ټېلفونو څخه يې ناوړه ګټه پورته کړې ده . د 2001 ز په فبرورۍ کې ونيول شو او 5 کاله يې په زندان کې تير کړل . ګېلاني وتوانيده ، چې په زندان کې خپلې خاطرې وکاږي د پاکستان په سياسي برخه کې يې دجنرال ضياء له مهاله نيولې دجنرال مشرف تر مهال پورې دنوموتو سياستوالو په اړه په زړه پورې خبرې رااخيستې دي .
په زندان کې يې له آصف علي زرداري سره اړيکې ټينګې شوې ، زرداري په همدغه زندان کې دخپل عمر اته کاله تير کړل .
يوسف رضا ګيلاني له هغه چا لوړه واخېسته ، چې نوموړی يې د واک پرمهال د فساد او درغلۍ په تور زندان ته استولی و او 5 کاله يې هلته تير کړل او يو څه موده وړاندې يې له زندانه خوشې کړ . خو دده نږدې ملګری خواجه عدنان ، چې له ده سره پلازمينې اسلام اباد ته څيرمه په (اډياله ) زندان کې و دده په اړه وايې : ( ګېلاني دغې پېښې ته په جدي سترګه نه ګوري ، له فرانس پريس سره يې په خبرو کې دده په اړه دا هم ويلي ، چې يوسف رضا ګېلاني کينه کښ کس نه دی دا وطن دوسته پاکستانی دی په زندان کې يې ډېرې شکنجې وګاللی دی به په هېوادکې د ډيموکراسۍ د پلي کيدو په موخه مبارزه کوي اوډير عاجزه سړی دی .»
يوشمير شنونکي وايې ، چې يوسف رضا ګېلاني به له سمبوليک لومړي وزير پرته بل څه نه وي ، نوموړی بايد دې ته انتظار وباسي ، چې دده ملګری آصف زرداري دغې څوکۍ ته په رسمي او مشروع بڼه راشي ځکه زرداري په پارلماني ټاکنو کې خپل ځان کانديد نه کړ، د پاکستان د اساسي قانون له مخې لومړی وزير بايد د وکيلانو له منځه غوره شي اوس زرداري دخپلې ميرمن له ټاکنيزې حوزې څخه ځان کانديدکړی ، د روان کال په می کې به يو څه سرسري ټاکنې تر سره شي .
د پاکستان د لومړي وزارت پر سيالۍ کې يوسف رضا ګېلاني د مسلم ليګ ( ق ) ګوند غړي او د پنجاب پخواني وزير اعلی پرويز الهي ته له 342 څوکيو څخه د 264 څوکيو په ګټلو سره ماته ورکړه .
ګېلاني به د پاکستان دويم لومړی وزير وي ، چې د پنجاب په سهيل کې له سراييکې قوم سره تړاو لري او لومړنی لومړی وزير دی ، چې دملتان په تاريخي ښار کې زيږېدلی دی ، نوموړی له پنجاب څخه د (خلکوګوند) اومړنی لومړی وزير دی ځکه د (خلکو ګوند) پخواني دوه لومړي وزيران - ذوالفقار علي بوټو او بينظير بوټو- د سندله ايالت څخه و .
يوسف رضا ګېلاني تيره سه شنبه دځانګړو مراسمو په ترڅ کې له ولسمشر جنرال مشرف پر وړاندې لوړه تر سره کړه . لومړی کار ، چې ګېلاني ترسره کړ هغه د هغو قاضيانو دخوشی کولو امر و ، چې ولسمشر جنرال مشرف بنديان کړي و و ، نوموړي دسترې محکمې هغه دروازه بيا پرانيستله ، چې د مشرف د بيا ولسمشر کيدو په اړه يې پخوا هم يو شمير ستونزې راپورته کړې وې .
دنارسمي سرچينو له خولې د ښاغلي يوسف رضا ګېلاني کابينه به په دې توګه وي :
د خلکو له ګوند څخه 10 وزيران
دمسلم ليګ ( ن ) 9 وزيران
عوامي نيشنل پارټي 2 وزيران
جمعيت علماء اسلام ( فضل ) 1 وزير
له قبايلو څخه 1 وزير