ولاديمير پوتين

 که څه هم پرون په روسيه کې د ولسمشرۍ ټاکنې دېمتري مېدوېدېف وګټلې او د ولسمشر په توګه دولاديمير پوتين دوره پای ته ورسېده ، خو اکثره شنونکي د راتلونکي دورې اصلي واکمن بيا هم پوتين ګڼي .پوتين له مېدوېدېف څخه ملاتړ وکړ او دايې هم ښکاره کړې ، چې غواړي په راتلونکې دوره کې د سياست ډګر خوشې نه کړي او د لومړي وزارت څوکۍ ترلاسه کړي . روسان ده ته د لوی پېتر او د روسيې د ژغورونکي په سترګه ګوري ، خو لوېديځ ده ته د ډېکتاتورۍ او سړې جګړې د بيااحيا کوونکي په نظر ګوري . راځیء د پوتين ژوند ليک ته په کتوسره د ده له شخصيت سره ځانونه ښه اشنا کړو :
پوتين د روسيې په دويم ستر ښار په اوسني سان پيترزبورګ او پخواني ليننګراد کې د 1952 زکال د اکتوبرپه 7 نېټه زيږيدلی دی . پلار يې ولاديمير سيپريدونوويچ پوتين له لېننګراد څخه د دفاع په خاطر په دويمه نړيواله جګړه کې ونډه اخېستې ده او څو ځلې سخت ټپي شوی دی . د پوتين مور ماريا ايوانوفنا له تفير سیمې څخه وه، نوموړې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د لېننګراد د محاصرې پر مهال په همدغه ښار کې وه ، د پوتين دوه مشران وروڼه د ځوانۍ پر مهال مړه شوي وو د، پوتين مور د 41 کلو وه ، چې پوتين يې وزيږاوه ، نوموړې چې ډېره متدينه مېرمن وه ، پوتين يې په پټه يو روسي ارتودوکس پادري ته واستوه .
ولاديمير پوتين په لېننګراد پوهنتون کې دحقوقو په پوهنځي کې زده کړې تر سره کړې او په اقتصاد کې يې د علومو د ډاکتر کانديد درجه تر لاسه کړه - دا له دوکتوراه سره معادله علمي درجه ده – پوتين په روانه الماني ژبه خبرې کوي . نوموړی اوس انګليسي يادوي تر څو وکولای شي ، چې شخصي کلکې اړيکې رامنځته او له خپل امريکايي او انګليسي سيال سره پرې خبرې وکړي .
پوتين د ځوانۍ پر مهال له هغه هنر سره ډېره مينه ښودله ، چې له ځان څخه د دفاع لارې چارې په کې زده کېدای شي او د همدې مينې له مخې په 1973 ز کې د سامبو لوبې استاد شو ، دا له ځان څخه د دفاع روسي لوبه ده ، چې وروسته بيا د جودو پر لوبه واوښته ، پوتين په دغه لوبه کې تور کمربند تر لاسه کړی او په پېترزبورګ کې يې د سامبودڅو پرله پسې لوبو اتلولي ګټلې ده . پوتين په 1983 ز کې له لودميلا الکساندروفنا سره واده وکړ ، نوموړې هم د لېننګراد پوهنتون د ژبپوهنې له څانګې فارغه شوې او پر الماني ، هسپانوي او فرانسوي خبرې کولای شي .
پوتين د ماريا( 1985 ز ) او بکاترينا( 1986 ز ) په نومونو دوه لورګانې لري .
پوتين په 1975 ز کې د لېننګراد له پوهنتون څخه فارغ شواو له فراغت وروسته د پخواني شوروي اتحاد په استخباراتي سازمان ( کې جي بي ) کې په دنده وګومارل شو ، په 1984 ز کې پوتين د سور توغ اکاډمۍ ته ،چې د کي جي بي او د بهرنيو څارګرو د ښوونځي تر څارنې لاندې وه واستول شو . په 1985 ز کې ، چې د پوتين زده کړې پای ته ورسېدې په ختيځ المان کې پر دنده وګومارل شو اوتر 1990 ز پورې يې همدلته دنده تر سره کړه .
له 1990 ز څخه رادېخوا پوتين د لېننګراد پوهنتون د رئيس دمرستيال په توګه دنده تر لاسه کړه او د نړيوالو اړيکو مسوول و . وروسته بيا د لېننګراد د ښار دهغه مهال دټولنې د رئيس اناتولي سوبچاک سلاکار شو . کله چې په 1991 /6/12 نېټه سوبچاک د پېترزبورګ ښاروال وټاکل شو . پوتين د ښاروال په دفتر کې د نړيوالو اړيکو د کميسون رئيس غوره شو ، چې له بهرنيو سوداګروسره د ګډو پروژو او پانګې اچونې له تګلارې څارنه وکړي . د 1995 ز په پسرلي کې پوتين د سوبچاک د ټاکنيز کمپاين مشر و ، کله چې سوبچاک په ټولټاکنو کې ماتې وخوړله پوتين له خپلو ټولو څوکيو استعفا وکړه .
په 1997 ز کې د مارچ په 26 مه نېټه د ولسمشر مرستيال او په کرملېن کې د څار دادارې رئيس وټاکل شو ، دا اداره د ولسمشر د دفتر د پرېکړو له پلي کېدو څارنه کوي . په 1998 ز کې پوتين د سيمه ييزو تګلارو د ادارې لومړی مرستيال وټاکل شو . د 1998 ز د جون پر 25 مه ولسمشر بوريس يلڅين د فدرالي امنيت د ارګان د مشر په توګه د پوتين ګومارنه ومنله ، د 1999 ز په مارچ کې پوتين لا دهمدغې ادارې د مشر په توګه کار کاوه چې د امنيت شورا د سکرتر په توګه ومنل شو . د 1999 زپه اګسټ کې ولسمشر يلڅين د شپاړلسو مياشتو په ترڅ کې خپل څلورم لومړی وزير سېرګي ستيياشين هم له دندې ګوښه کړ او پر ځای يې پوتين وګوماره . دغه مهال يلڅين وويل : « پوتين زما غوره ځای ناستی دی ، د فعال او پياوړي کس په توګه به دا يوستر دولت وغوړوي او يوويشتمې پېړۍ ته به يې ننباسي . په 1999 / ډسمبر / 31 نېټه يلڅين استعفا ورکړه او پوتين د روسيې سرپرست ولسمشر شو . د 2000 / مارچ / 26 نېټې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې پوتين د ولسمشر په توګه غوره شو او دوه مياشتې وروسته د روسيې اتحاد ولسمشر شو . پوتين په خپله څلورکلنه دوره کې د مرکزي واک د پراخېدو په برخه کې پام وړ رول ولوباوه د قضا ، قانون او اقتصادي ودې تر منځ يې تله برابره کړله . په دغه ټوله موده کې د روسيې هېوادنۍ توليد ۳۰٪ زيات شو ، د بې کارۍ اوپولي پړسوب کچه مخ په ټيټيدو شوه او د روسانو رېښتني کلنی عايد ۵۰٪ زيات شو ، حکومت د 50 مېليارد ډالرو په اندازه بهرني پورونه غوڅ کړل ، د مرکزي بانک بهرنۍ احتياطي بسپنه 84 مېليارد ډالرو ته ورسېده .دا په روسيه کې د اقتصادي غوړېدا تر ټولو ښه نښه ده . تېر کال پوتين حکومت ته درې ستراتيژيکې موخې وټاکلې : د لسو کلونو په بهير کې د هېوادنۍ توليد څوچنده زياتول ، د بې وزلۍ مخنيوي او د هېوادنۍ ودې په هيله د وسله والو ځواکونو عصري کول .
پوتين دولسمشرۍ څوکۍ ته په رسېدو کې په دريواړخونو ډډه لګولې وه :
۱- په استخباراتي ارګانوکې پر خپلو پخوانيو ملګرو .
۲- د پوځ پر هغو مشرانو ،چې پياوړې روسيه او مخ پر مختللی نظامي صنعت غواړي .
۳- پر بډايو سوداګرو اوپه ځانګړې توګه د يلڅين پر کورنۍ ، له ولسمشرۍ وړاندې پوتين له يلڅين سره ژمنه کړې وه ، چې دده د کورنۍ دغړو پر وړاندې به هېڅ قانوني او سياسي اجراات نه کوي ، ځکه د يلڅين دواک مهال په لوړه کچه د فساد ، بډې اخېستنې او درغليو مهال و او دده دکورنۍ ډېر غړي په کې ښکېل و .
پوتين وتوانېده ،چې استخباراتو ته خپل پخوانې برم بېرته راوګرځوي ، د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته استخبارات دنورو دولتي موسسو په څېر د شتون او وړتيا له پوښتنې سره مخ و ، کي جي بي په رسمي توګه په 1991 ز کې ړنګه او پر دريو برخوووېشل شوه . د برېژنېف اواندروپوف د واک پر مهال د کي جي بي دمامورينو شمېر 700000 و دخو ړنګېدو پر مهال دغه شمېره 80000 ته راټيټه شوه ،
له امريکا څخه خپرېدونکې ټايم مجلې پوتين د 2007 ز کال غوره شخص وباله ،
د 2007 ز کال د غوره شخص په سيالي کې له ده دنوبل جايزې ګټونکي ال ګور ، او د ( هاري پوتر ) کتاب ليکوال جی کيه رولينج شامل و خو بخت له ده سره ياري وکړه ،
مجله د پوتين د غوره کولو لپاره خپل دلائل لري ، پوتين په 2007 ز کې وتوانيده ،چې د روسيې په رهبري کولو کې يو شمېر لاسته راوړنې ولري ، پوتين داسې بهرنۍ تګلار غوره کړه ، چې د امريکا له هغې سره جوت توپير لري امريکا د همدغې تګلار له امله اوس په نړۍ کې خپل نفوذ له لاسه ورکوي .
پوتين پر امريکا ، په روسيه کې د ستونزو راپورته کولو تور لګوي او دا نه مني ، چې اسلام له ترهګرۍ سره تړاو لري .