عبدالکريم خرم

 د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي عبدالکريم خرم د اساسي قانون په حکم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرنيزې پاليسۍ له مخې په بلخ کې د بابي په نامه د ملي راډيو تلويزيون يو کارکوونکی د کاري سرغړونې له امله له دندې ګوښه کړ . ايرانپالي شوونېستانو له همدغې موضوع څخه ډنډوره جوړه کړه او هڅې يې پيل کړي ، چې څنګه ښاغلي خرم ته زيان ورسوي . دوی په دې پوهيږي ، چې زموږ ولسمشر د مطبوعاتي غالمغال په وړاندې ډېر زر وارخطا کيږي او کله کله د همدغه غالمغال له وېرې له خپل اصولي دريز څخه هم تېريږي . د بي بي سي په فارسي څانګه او د طلوع په تلويزيون کې يو شمېر ايرانپالي فاشېستان يوازې د دې لپاره راټول شوي ، چې څنګه د افغانستان په ملي ارزښتونو ، ملي وياړونو او ملي ګټو ملنډې ووهي ، څنګه د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن ووهي او په دې توګه خپل جېبونه له ايراني ريالو ډک کړي . د دغې شبکې کرغېړنې هلې ځلې د ايران دهغه پراخ فرهنګي او مذهبي يرغل يوه برخه ده ، چې په دې وروستيو کلو کې يې په ډېرځواک سره پر افغانستان پيل کړی . هر هغه څوک ، چې هڅه وکړي د دغه يرغل په وړاندې ودريږي ، نو دوی يې د لرې کولو او له منځه وړلو هڅه کوي . په وروستيووختو کې له ډېرو وطنپاله افغانانو سره داسې انګېرنه پيدا شوې ، چې د طلوع تلويزيون که د چا بد وايی نو حتماً د هغه کارونه د افغانستان په ګټه دي . دا خبره داسې مثال لري ، چې يو کم عقله سړي د افلاطون ستاينه کړې وه . افلاطون په ژړا شو ، چې حتماً يې په ما کې کوم عيب ليدلی ، چې ستاينه مې کوي .
په دې کې هېڅ شک نشته ، چې له هغې ورځې څخه چې ښاغلي خرم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارې پر مخ بيايي د افغانستان په ملي رسنيو کې ملي روحيه ډېره پياوړې شوې ، ملي او اسلامي ارزښتونه په ډېره ښه توګه پالل کيږی او د ملي وحدت لپاره په منظمه توګه هلې ځلې کيږی . يقيناً چې ايران نه شي کولی دا ډول هلې ځلې وزغمي او خامخا به هڅه کوي ، چې خرم له مخې لرې کړي . راځیء چې د ښاغلي خرم لنډ ژوند ليک ته يو نظر واچوو او د ده له نورو وړتياوو هم ځان خبر کړو :
عبدالکريم خرم دوردګو دسيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى ، چې په 1342کال په کابل کې زيږېدلى دى ده خپلې لومړنۍ زده کړې درابيا په ښوونځي کې تر سره کړې او بيا يې ثانوي زده کړې په استقلال لېسه کې سرته ورسولې . په کال 1360 کې له دغې لېسې څخه فارغ شو او د کانکور له ازموينې نه وروسته د کابل پولې تخنيک انستېتيوت دمهندسۍ په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو . دلوړو زده کړو د لومړي کال په جريان کې د 1361کال دسنبلې په مياشت کې د درېيم ځل لپاره د کمونيستي نظام ضد فعاليتونو درلودلو په تور د هغه وخت دجاسوسۍ شبکې (خاد) له خوا په نيمه شپه کې له خپله کوره ونيول شو او بنديخانې ته ولېږدول شو .
کله چې دى د لېسې د نهم کال زده کوونکى وً کمونيستانو د يوې کودتا له لارې قدرت ونيو .له همغې شېبې ده درک کړه چې د نوي حاکمه قدرت سره يې لاره بېله ده ، لکه د نورو ځوانانو په شان ،عبدالکريم خُرم په دې لټه کې شو چې کمونيستي کندې ته د هېواد د لوېدلو علت پيدا کړي . په همدې لټه کې يې د نړۍ د سياسي مفکرينو د آثارو لوستل پيل کړل . ددې تر څنګ عبدالکريم خُرم عملاً د مجاهدينو سره په کابل ښار کې د کمونستي نظام پر ضد فعاليت کولو او د متعلمينو او محصلينو د فرهنګي چارو تر لوړو مسووليتونو پورې يې دندې په غاړه درلودلې چې په همدې علت دوه ځله د کمو ورځو لپاره او درېيم ځل د دريو کالونو لپاره بندي او جېل ته واچول شو .
له بنديخانې وروسته نږدې يو کال د مجاهدينو سره د دوى تر کنترول لاندې سيمو کې په جهاد بوخت وً ،او په کال 1365 کې له مجاهدينو سره يو ځاى د پېښور په لور روان شو او له اتو ورځو مزل وروسته پېښورته ورسېد .په پېښور کې د مجاهدينو په غنډونو کې له کم وخت تېرولو وروسته په ښارکې مېشت شو او په فرهنګي برخه کې يې فعاليت پيل کړ.
دکتاب پلورلو په څنګ څنګ کې يې د زيات شمير خپرونو سره همکاري کوله او د ځينو د تحرير د هئيات غړى هم وً .
په فرهنګي برخو کې تر فعاليتونو وروسته چې په هغو کې د مجاهدينو له خوا د لومړني هنري فلم جوړول هم شامل دي ، په کال 1991کې د يو تحصيلي بورس په تر لاسه کولو سره د فرانسې هېواد ته روان شو .
په فرانسه کې يې په پاريس کې د بين المللي روابطو د مطالعاتو په انستېتيوت کې په بين المللي اړيکو او ديپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند او وروسته د(( رنه دکارت )) پوهنتون کې د صادراتو په حقوقو کې د مافوق ماسترۍ سند تر لاسه کړ ، په همدې جريان کې عبدالکريم خُرم دپاريس د شرقي ژبو او مدنيتونو په انستېتيوت INALCOکې يوکال د قراردادي استاد په توګه تدريس وکړ.
د لوړو زده کړو د تر سره کولو په جريان کې عبدالکريم خُرم تل له مطبوعاتو سره خپله رابطه ساتله او په پېښور او پاريس کې يې مقالې په مختلفو خپرونو کې چاپيدلې . برسېره پر دې ده دوه کتابونه له فرانسوي څخه دري ته ژباړلي چې يو يې د(( شکست اسلام سياسي )) په نامه دى چې په کال 1995 کې په پېښور کې چاپ شوى او بل يې د(( قدرتهاى بزرګ در تلاش بې قدرتي )) د پاسکال بونيفاس ليکنه ده چې په کال 1996کې په پېښور کې چاپ شو. عبدالکريم خُرم خپله يوه رساله دeco سازمان په هکله ليکلې او دغه علمي اثر چې په فرانسوي ليکل شوى د افغانستان د داخلي جګړې په اوج کې دا نظريه وړاندې کوي چې زموږ سيمه او منطقه د رقابتونو او جنګونو پرځاى دeco سازمان د پياوړي کولو او فعالولو په واسطه دغربي اروپا د ګډ بازار په شان د مثبتو اړيکو د ټينګولو په واسطه سوله افغانستان او ټولې منځنۍ او جنوب لوېديځې آسيا ته را وستلى شي .
د1997 کال په اخر کې عبدالکريم خُرم له پاريس څخه پېښورته راستون شو او هلته په سياسي او فرهنګي چارو بوخت شو . په فرهنګي برخه کې يې د سلهاوو مقالو ليکل ، په بېلابېلو کنفرانسونو کې اشتراک يا دولى شو . په سياسي برخه کې د افغانستان د سولې او ملي وحدت د ټولنې د اجرائيه کمېټې غړى وو کومه چې د پير سيداحمد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ، عبدالکريم خُرم پېښور ته په راتلو سره د پېښور په افغان پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې د استاد دنده هم ترسره کړه .
په کال 2001 کې د سپتمبر له پېښې وروسته د بن په کنفرانس کې عبدالکريم خُرم د پېښور د ګروپ دغړي په توګه برخه درلودله .
دموقتې او انتقالي ادارو په تشکيل سره عبدالکريم خُرم په کابل کې مېشت شو ، او دلته يې لومړى د متخصصو افغانانو د راستنولو مشاوريت وزارت کې د اروپا او مرکزي اسيا د سيمو مسووليت په غاړه درلود او بيا يې د(( حقوقي مرستې_ افغانستان )) د دفتر په جوړولو سره ددغې موسسې مشري په غاړه واخېسته . دغه دفتر هغو بې وزلو افغانانو ته چې د بېلابېلو جرايمو د ارتکاب په تور بنديان شوي وو د مجاني وکالت مدافع د برابرولو دنده تر سره کوي.
د 1385 کال په لومړيو کې ښاغلى خُرم د جمهوري رياست د تحليلګر او له کمې مودې وروسته د جمهوري رياست د مطبوعاتي سلاکار په توګه وټاکل شو. چې دوه مياشتې وروسته د 1385 کال د زمري د مياشتې په اتلسمه نېټه د جمهور رئيس له خوا ولسي جرګې ته د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه د باور رايې لپاره وپېژندل شو ،چې د باور رايې تر اخېستو وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه ومنل شو او اوس اوس نوموړې دنده پر مخ بيايي .